پښتونخوا څومره شتمنه ده ؟ ددې خاورې د غرونو ېو ېو ځناور هم د اونيم کروړه روپو قيمت لري.
مارخور زمونږ د غرونو خپل وطني ژوۍ دې د چترال/ کوهستان/ نورستان/ کشمير نه تر سلېمان او مېنځني ايشياء غرونو په دنګو څوکو اوسي ، د تشدد ذهنيت لپاره که څوک زمونږ د خاورې ددې ډولي ژوي انځور کاروي نو د هغې له کبله د خپل وطن د ژوي کرکه نه ده پکار.
مار خور په نړۍ واله توګه په هغه 72 ژويو کښی دې چې نسل ئې د معدوميت د خطر سره مخ دې داسې بلها ژوي مونږ پخپل غرونو ځنګلو کښی د جهالت له کبله د لاسه ورکړل.
د هندوکش او همالئې د دنګو غرو د څوکو ځناور دی په لس زره فټ جګو غرو کښی اوسي ، په ژمي کښی د څېړۍ او ديار د جنس بوټو ( برۍ) خوراک وي . تر ۱۱۰ کلو پورې وزن لري پينځه مياشتې کښی لنګيږي.
مارخور ورته د خپلو لوړو ښکرو ېا ېو رواېت کښې مار په خپلو ګاښونو کښی ژووي او د خولې چې کوم ځګ راوځي، هغه په زمکه پریوځي پخوا به حکماء دا وچ شوی ځګ راټولولو او د مار چیچلو درملنه به پې کول شوه. ورمیږ ئې ۶۵ نه تر ۱۱۵ سینټی میټر پلن وي.
حېاتياتي تنوع د خاورې ښکلا وي دغه ښکلا په ځنګلونو جوړه وي خو د بده مرغه اوس چې کمه څېړنه شوې نو د پښتونخوا د غرونو ځنګلی ډېر په تېزې سره خاتمی ته روانې دي ، کلائمټ چېنج څومره په تېزې دې چې د دسمبر میاشت ده وچه کړسه ېخني ده خو د غرونو څوکۍ د واورو خالي دي او بارانونه هم نشته.
پښتونخوا څومره شتمنه خاوره ده ؟ ېواځې د چترال په ګولن نېشنل پارک کښی د دوه نيم زره زيات مارخور اوسي دغه راز جنوبي پښتونخوا په سلېمان او تکتو غرونو کښی هم په زرګونو دي خو د هغې ښکر لنډي وي ،په ژمي کښی د واورو له کبله د خوراک لپاره راکوزيږي په قانوني توګھ ډېر محدود د ښکار اجازه ورکول شی سکال په چترال کښی د ښکار لپاره څلور اجازت نامې په پينځه ويشت کروړه ورکړل شوي ،ښځينه او کم عمره مارخور نه ښکار کول شي صرف هغه نر مارخور ښکار کول شي چې د نهه کاله زيات وي.
د مارخور د غېر قانوني ښکار نه د ژغورنی لپاره د ښکار اتيا سلنه پېسې ددغه سیمې د اولس په ښېکړه لږول شي.
خو بېا هم په ناقانونه توګه هم مارخور وژل شي ورسره د ازغن تارونو راښکلو سره ددغه ځنکلي ژويو ژوند هم په ستونزو کښی دې د نورستان په لور په تګ راتک کښی د مارخور او هم ژويو ګلۍ ډېرې کړيږي.
مولانا خانزېب..
