0

د نارینه ګسه اګۍ او زنانه سپرم ؟؟؟

پینځمي صدۍ نه تر پینځلسمي صدۍ پورې یوه غلط فهمي خلکو لرله چې د نارینه ښي اګۍ right testicle نرینه سپرم جوړوي او ګسه اګۍ left testicleماده سپرم جوړوي د دې له وجې به ځینې خلکو خپلې ګسې اګۍ لرې کولي چې د نارینه اولاد د پېدا کېدلو امکانات زیات شي۔
د دي غلط فهمۍ په شا مختلف روایات او عقاید وو
👈د ګیلین کنسپټ
ګیلین نومې یو ډاکټر (،سرجن او لیکوال )مطابق د انسان د بدن ښي اړخ ګرم او خشک وي
او ګس اړخ نم او یخ وي نو د دې نه هغه یو کنسپټ راوېستلو چې ښي اړخ اګۍ به نرینه سپرم جوړي او د ګس طرف اګۍ به زنانه سپرم جوړوي۔
👈د ارسطو د ګرم او یخ کنسپټ
د ارسطو په نېز د بدن ښي اړخ ګرم او د مردانګۍ masculinity سره منسلک وي او ګس اړخ یخ او د نسایت femininity سره منسلک وي او دا کنسپټ روسته بیا په اګو testicles هم لاګو شو چې ښي اګۍ به نر سپرم او ګسه اګۍ به ماده سپرم جوړوي ۔
👈د ایناټومې د پوهانو په نېز د نارینه د ښي اړخ اګۍ غټه وې نو داسې یې ښي اګۍ د مردانګۍ سره منسلک کړه۔
👈د رومیانو او لاطنیانو په روایاتو کې د بدن ښي اړخ د خوش بختۍ خوشحالۍ او مردانګۍ سره منسلک وو او د جسم ګس اړخ به د کمزورۍ، بد بختۍ او نسایت femininityسره منسلک وو او داسې دا کنسپټ د ګسې او ښي اګۍ په اړه هم وه ۔
خو دا ټولې خبرې بې بنیاده وي ځکه هغه وخت کې د نظام تولېد reproductive system په اړه دومره علم نه وو خو بیا هم ځینې پوهانو د ارسطو او ګیلین په دغه خبرو تنقیدونه وکړه او بیا روسته د میډیکل ساینس د مزېد علم او څېړنو سره دغه کنسپټ لمنځه لاړو۔
یعنې د زنانه متعلق داسې بی بنیاده فکر، لرل کمزورې او ناکاره ګنړل تقریباََ په هر دور او تهذیب کې موندلې شې چې وجه یې فقط لاعلمې وي۔
#نوټ دا کنسپټ صرف خیالې او د لاعلمۍ نتیجه وه ۔یعنې غلط وو
#الیګزینډر_حسین_ننګیال

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ