margiya ma raza darzm by abdul malik fida 0

مرګيه! مۀ راځه درځمه

مرګيه! مۀ راځه درځمه
کفن پۀ ترخ کښې د سيالۍ مېدان له ځمه
مرګيه! مۀ راځه درځمه
سر پۀ تلي کښې د الله دربار له ځمه
مرګيه! مۀ راځه درځمه
پۀ چارسده کښې کربلا ده
د غدارانو پرې صلاح ده
پۀ سرفروشو واويلا ده
زۀ د خپل قام سره پۀ مرګ سيالي کوومه
مرګيه مۀ راځه درځمه
بيا دَ وطن پۀ خاؤره جنګ دے
ښکلے مېدان دَ نام و ننګ دے
مورې ورځمه زړۀ مې تنګ دے
پۀ خپله خاؤره خپلې وينې تويؤمه
مرګيه مۀ راځه، درځمه
سرې جامې راکړه زما مورې
سر راله غوړ کا، سترګې تورې
نوم دَ پښتون دے پۀ ما پورې
پۀ پښتنه خاؤره خپل سر قربانؤمه
مرګيه! مۀ راځه درځمه
يو خوا ته توپې مشينونه
د حکومت واړه فوځونه
بل خوا ته قام خالي لاسونه
مقابلې ته مې کتل حېرانيدمه
مرګيه! مۀ راځه درځمه
دَ خوېندو غېږ کښې ماشومان
پۀ سر نېؤلے ئې قرآن
اواز ئې دا وۀ پۀ مېدان
فخر افغانه! تا ګټم، پۀ خپله مرمه
مرګيه! مۀ راځه درځمه
تاله ئې کړل زمونږ کورونه
بيا ئې ورپورې کړل اورونه
زمونږ پرې نۀ رسي زورونه
لۀ داسې ژونده راله مرګ ښۀ دے بې غمه
مرګيه! مۀ راځه درځمه
پۀآخرت چې رب قاضي شي
پۀ شفاعت رسول راضي شي
وار د شهيد او دغازي شي
زۀ به غلبيل سينه د خدای پۀ مخکښې ږدمه
مرګيه مۀ راځه درځمه
عبدلمالک کۀ ځان فدا کړه
پورته د حق يوه صدا کړه
نوے ژوندون قام له پېدا کړه
کۀ خداې رادضي شي سفارش به دې کوينه
مرګيه! مۀ راځه درځمه
عبد المالک فدا

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ