Mazlom Bacha Khan 0

مظلوم باچا خان– د باچا خان د تلين په مناسبت

ستر باچا خان په خپل اصلاحي سياسي علمي او ادبي مشن کښې مظلوم هم وو– ډيرو مثبتو قدمونو ته يې خلقو په منفي نظر کتلي دي- په دغو خبرو مو چرته غور کړی دی-
۱— باچا خان ته په وړومبي وار سرحدي ګاندهي هندي صحافي امير چند بموال وييلي وو چې د انډين ډيلي ټايم اخبار په اداريه کښې يې دغه ټايټل ورکړی وو او بنياد يې دا وو چې په ټول هند کښې لوې ليډر مهاتما ګاندهي دی او په سرحد يعنې پښتونخوا کښې د دغه ليول لارښود او سياستدان باچا خان دی چې د دغه معيار بل ليډر نه خو په پنجاب کښې وو او نه په سند او بلوچستان کښې- خو د دغه مثبت پس منظر نه ناخبره زمونږ اولس يې دغه لوې اعزاز ته هم په منفي نظر ګوري-
۲— باچا خان د عدم تشدد تصور د خپل خوږ پيغمبر حضور اکرم صلی الله عليه وسلم د ژوند نه په هغه وخت کښې اخستی وو چې لا يې ګاندهي سره هيڅ قسمه اړيکه نه وه– په کال ۱۹۱۰ کښې د ازادو مدرسو جوړولو اغاز او په ۱۹۲۱ کښې د انجمن اصلاح الافاغنه قيام سره هغه پښتانه تعليم ته رابلل او خپلو کښې دشمنو او تشدد نه يې منع کول- نن ډير خلق د باچا خان دغه د عدم تشدد تصور د ګاندهي نه مستعار ګڼي – حال دا چې ګاندهي پخپله هم دغه دور کښې د عدم تشدد نظريه په باقاعده ډول نه وه پيش کړې-
۳— باچا خان د اصلاح د کار نه پس چې عملي سياست ته راتلو نو وړومبی يې مسلم ليګ ته د دوستۍ لاس وړاندې کړو خو هلته قبول نه شو نو بيا کانګريس ته يې لاس ورکړو خو هلته هم ورسره دهوکې وشوې- د ويش نه پس يې د نوي ازاد شوي هيواد سره د وفادارۍ اعلان په دستورساز اسمبلۍ کښې وکړو خو بيا هم د قيوم خان د سياسي حربو ښکار شو– اوس په داسې حال کښې هم ډير خلق باچا خان ته غدار وايي-اخر سړی خفه شي-
۴— پښتون اولس د پاره د قربانو يې مثال نشته- دومره قيدوبند او جيلونه به ټول برصغير کښې چا ليدلي وي لکه باچا خان-خو په دغو قربانو يې هم د ډيرو سترګې پټې دي او د دې هر څه باوجود اعتراض له ښه تکړه دي-
۵– د اشنغر د لوې خان بهرام خان په کور کښې زيږيدلي باچا خان هر قسمه اسوده ژوند جاګير او مال حال له لته ورکړه او خپل ژوند يې د اولس د بقا ترقۍ او خوشحالۍ د پاره وقف کړو خو دا هم په ډيرو ښکاره نه دي-
۶—- د پښتنو تعليمي حالت راپورته کولو د پاره يې ذاتي يو سل څلور ديرش ازاد سکولونه جوړ کړل خو زمونږ دانشوره طبقه يې په دغه لوې کار هم خاموشه ده- ليکونه او تحقيقونه پرې نه کوي- په يو سل څلور ديرش سکولونو صرف يو کتاب ليکلی شوی دی او هغه هم سندي تحقيق د ډاکټر سهيل خان مقاله- نور سدم ته شين دی-
۷— پښتو ژبې او ادب ته وړومبۍ مجله د پښتون په شکل ورکول وړومبی رپورتاژ ورکول وړومبۍ ډرامه د عبدالاکبر خان د ليکلې ډرامې په شکل ورکول د مقصدي او ترقي پسندو شاعرانو پوره لښکر تيارول پخپله ګڼ شمير پښتو ليکونه کول او نورې بيش بها کارنامې په ريکارډ دي خو د پښتو ژبې او ادب ليکلي تاريخونه راواخلئ باچان خان او د هغه ادبي خدمات به درته ډير کم په نظر راشي-
۸— په يوه موقع يې ابولکلام ازاد ته د هغه په ليکلي تفسير کښې د اصلاح مشوره ورکړه او د ازاد غوندې لوې عالم يې اعتراف هم وکړو خو د نن مذهبي طبقه راپاڅي او د باچا خان په ديني فهم هم تنقيدونه او اعتراضونه کوي-
۹—- باچاخان به په ټانګه کښې سفر کولو د خامتا لباس به يې اغوستلو او کليوالې څپلۍ به يې اخستلې چې دغو خواري کښو ته يې ګټه رسي او ورسره کار روزګار کښې مرسته کيږي- له دغه ساهو فکر او روغ نيت نه يې هم ډير خلق نه دي خبر–
۱۰— فضول خرچۍ يې نه کولې چې پښتون اولس ته دغه د لوې خان بهرام خان زوې يو سبق جوړ شي خو په بدله کښې دغه اولس د شوم او کنجوس په نوم ياد کړو-
د باچا خان د مظلوميت دا قيصه نوره هم اوږده ده خو د دغو څو نکتو په بنياد هم وييلی شو چې دغه ستر انسان يو مظلوم انسان هم وو- د صبر او زغم لوې غر– مظلوم باچا خان-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ