Fasting and healing 0

روژه او شفاء

د روحاني فائدو نه علاوه روژه ډېرې طبي فائدې هم لري

کوم خلک چې د شوګر Type 2 Diabetes , کوليسټرول او بلډ پرېشر مريضان دي – هغه دې دا مياشت پۀ ځان خاص نعمت وګڼي – ځکه چې پۀ روژه او سهي خوراک دا ټولې بيمارۍ کنټرول کولے شي –

د دې سره روژه د هاضمې نظام له وقفه ورکوي او د کولمو فائده من بېکټېريا واپس متحرک کوي – د دې وقفې سره نۀ يواځې د بسيار خورۍ له وجې خرابه شوې هاضمه برابر شي بلکه د وجود د مدافعت قوت هم زيات شي – ځکه چې پۀ دې وقفه کښې د وجود نه زهرجن مواد هم خارج شي –

د روژې له وجې چې وجود ته خوراک کم شي نو هغه د وجود زياته چربي د توانائي د پاره استعمالوي – د دې سره نه صرف د وجود چربي کمه شي بلکه وزن هم کنټرول شي – او ميټابالزم هم سېوا شي –

کوم خلک چې دا مرضونه نۀ لري – نو د هغو له پاره هم روژه يوه ښۀ موقع ده – چې د ډېرو راتلونکو جسماني مرضونو نه بچ پاتې شي –

روژه نورې طبي فائدې هم لري خو دا هغه دي کومې چې پۀ تحقيق ثابتې دي – پۀ دې ټول عمل کښې چې د اوبو کوم کمے پۀ وجود کښې راځي پکار ده چې هغه د پېشمني پورې واپس بحال کړے شي –

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ