Migrant Artists (Part 1) 0

مهاجرې انځورګرې

تمهيد
مشهور ډرامه نګار فرېډرک برټولټ بريخت ليکي چې ارټ هغه راځړونده هنداره نۀ ده چې ريشتيا ورپکښې برېښي بلکه دا هغه څټک/اوزار دى چې ريشتيا رغوي. د دې سياق په اروپا کښې د فاشزم وده وه. دۀ ګڼل چې ارټ دې محض د زغم انعکاس نۀ وي بلکه دا دې د عمل محرک/لامل وي. د خپل دې اند پالنې هغه په مهاجرت مجبور کړى وۀ. همدا اند زمونږ د باختري شهزاده غني خان هم دى چې هغه ګڼي ارټسټ به محض ترجماني او انعکاس نۀ کوي بلکه دې به د شعور وده کښې فعال کردار لوبوي. د اولس د پوهې کچ به پورته کوي. د هولوکاسټ د جبري زندانونو/کنسنټرېشن کېمپس نه ژوندى پاتى شوى سمن ويسنتل/Simon Wiesenthal ليکي چې په زندان کښې زۀ کۀ کوم څيز ژوندى وساتلم نو هغه انځورګري وه. ارټ زما لپاره اکسيجن وۀ.
“In the concentration camp, I drew to stay alive. Art was my oxygen.”
دا رنګ د پابلو پکاسو يو مشهور زمانه پېنټګ دى. د دې نوم ګوېرنکا/Guernica دى. دا د جنګ د مخنيوي لپاره د مزاحمت يوه ستره فنپاره ده. دا په متحرک پېنټګ هم پېژندلى شي. دا څۀ دپاسه درې نيم ميټره دراز او څۀ دپاسه اووۀ نيم ميټره اوږد شاهکار په مېډرډ کښې مخکتنې ته وړاندې شوى وۀ. په دې کښې د تور سپين او سرمۍ رنګونو په مدد د جنګ او تشدد اغېز برڅېره شوى دى. په دې کښې څيرلې اس او غوايۀ، په کوکارو او بغارو سر سرتورې، مړ ماشوم، انډوخر او غرغنډې په سل ژبو ګويا دي. کله چې نازيانو په ګوېرنکا بمباري وکړه او جنګ تود شو نو دې دوران کښې دا فنپاره وزېږېده او تر دې دمه ئې د ارټ نړۍ کښې يو لاساري ارزښت تود دى. پابلو د دې فنپارې په باب له وائي چې “ګوېرنکا” زما وسله ده.
د سپېن يو بل نړيوال شهرت لرونکي ارټسټ فرانسسکو ګويا/Francisco Goya ليکي چې د يو جنګ انځورګري کول په برش د جنګ ودرولو هومره دي. د دۀ “د جنګ د برباديو لړۍ” نومې سلسله د دۀ د مرګ نه درې نيمې عشرې/لسيزې بعد برڅېره شوې وې. دا رنګ د چين مشهور ارټسټ او د بشري حقونو مبارز ائي ويوي د نن د خطرناک دور په باب له د ارټ ارزښت داسې څرګندوي چې
Even in chaos, art is a language that whispers, ‘We are still here.’
مشهور روسي شاعر وسيب مېنډلزسټېم/Osip Mandelstam ليکي چې ډکټېټر د قاتل باغي نه دومره نۀ وېريږي لکه څومره چې د يو ليکوال/ارټسټ نه وېريږي. دا اووۀ څلوېشت کلن ليکوال د مزاحمت يوه ژوندۍ استعاره وه. په سټالن نقد کولو زنداني کړى وۀ. خپل يهودي نسب تر ډېرې مودې د جبر ښکار کړى وۀ. عن تر دې چې د تعليم او ادب لپاره ئې بل مذهب قبول کړى وۀ خو بيا ئې هم ګناه نۀ معاف کېده. په کډوالۍ مجبور کړى شوى وۀ. د هايډل برګ او د سېنټ پيټربرګ پوهنتونو نه ويستلى شوى وۀ. درې کتابونه د شاعرۍ ئې چاپ شوي. بيا ئې شاعري پرېښوده. د شاعرۍ دلاسه زنداني کيدونکيو ليکوالانو کښې هسکه غړۍ ولاړ شاعر دى دا. په شپږ کاله کښې ئې خپلې ژبې نه د نورو ژبو نه نولس کتابونه ژباړلي دي. د دۀ د نيمې نه زياته شاعري ضايع کړې شوې وه چې ورستو د دۀ کورودانې د ياداشتونو په زور خپره کړه.
مشهوره ميکسيکن پېنټره فريده کوهلو ليکي چې ارټ روح د روزمره ژوند د ګردونو نه پاکوي. اغلې دا خبره خپلې ډايري کښې هغه وخت ليکلې وه چې کله د اکسيډنټ/حادثې له قبله د دې وجود په لسګونو ځايه مات وۀ. او دې د يوې فنپارې زېږولو هڅه کوله د کومې نامه چې ” د درد په ارټ بدلون” وه.
لنډه دا چې ارټ د مزاحمت، بقا، ريشتياوو، ياداشت، احتجاج، علاج او اميد يوه منلې او کوټلې لاره ده. هر دور يو تاريخ ثبت کوي. خو دا تاريخ بېلابېل وختونو کښې بېلابېل شناختونه برڅېروي. د تاريخ د خوندي کولو هم بېلابېلې لارې وي. دربار يو تاريخ خوندي کوي. اخبارونه او حکمنامې د دې زمينه وي. سرکار او سياست يو بل تاريخ ثبت کوي. ارټ يو بل تاريخ ثبت کوي. هم د يو دور دا بېلابېل تاريخونه ورستو د مقتدره لاسونو کښې لوبيږي. دا لوبه د قوت/طاقت وي. د کرسۍ او عهده دار وي. د لوټمار او چورتالان لپاره د چا ملکيت او پېژنګلو په دار کولو لره تل دا لوبه ګرمه وي. اوسمهال دا لوبه نوره پيچيده شوې ده. نوره ډوبه شوې ده. د دې غټ لاملونو کښې د دربار ګرفت او د دربار په لاس د علمونو او ټکنالوجۍ غلامي ده. د قانون نومې علمي څانګې نه چې نن نړۍ کښې کومه ملنډه جوړه شوې ده دا ئې جوت مثال دى. بهرحال ارټ او ارټسټ دې صورتحال کښې د ريشتينپالنې سپېڅلي امانتدار دي. د دې دا معنى هم نۀ ده چې په نومې ارټسټ به د دې قبيل وي. نه داسې هم ډېر دي چې د دې نېکنامۍ په مرۍ پټ غلي شوي دي. د ارټ او ارټسټ دا سپېڅلتيا بلها مالداره تاريخواله لري. د دې په شا يو فلسفيانه اساس هم موجود دى. دا سپېڅلتيا د ژبې د کموتونو ډکولو لپاره بلها نور اوزار لزي. رنګونه، شکلونه، نقطې، کرښې، ترتيب او بې ترتيبي او عن تر دې چې وقفې او خاموشۍ د ارټ لمنه د بېشمېره امکاناتو نه ډکوي.

د نړۍ اوسمهاله تاودۀ ادبي موضوعات
نيزدو ماضي او اوسمهاله ادب او ارټس کښې تر ټولو تاودۀ هغه موضوعات چې د نړۍ توجه ئې ځان ته راړولې ده. په دې کښې يو مهمه موضوع ياداشت/Memory ده. دا د وګړي او ټولنې اروا معلومولو لره، د دوي جوړختونو، شناختونو او د نسبونو کړۀ اوړۀ مدرک کولو کښې يو مرکزي کردار لوبوي. همدغه لامل دى چې اوسمهاله نړۍ کښې مېموري سټډي سنټرز او مېموري سکالرز غوندې موضوعات وده مومي. دوېم يو بحث د مهاجرت/Migration دى. مهاجرت هم په وګړي او ټولنه بشپړه اغېز پرېباسي. دا د خوراک څښاک، استوګنې، سفر، معيشت، زده کړې، ردوقبول او نورو ټولو مهمو اړخونو باندې کار لري. دې سره تړلې الميو کښې يوه ضمني موضوع د بارډررلېنډ سټډيز/ د کرښې په غاړه د ژوند حرکيات مدرک کولو يوه نوې علمي څانګه او مېدان علم جوړ کړى دى. درېمه موضوغ د شناخت/پېژنګلو ده. پېژنګلو د وجود او موجود ضرورت دى. د ملکيت اساى دى. د فطرت برخه ده. د دروني او بېروني نړۍ د غوښتنو مرکزه ده. او مصيبت دا دى چې دا متعدد هم کېدى هم شي، بدليدى هم شي، راجوړېدى هم شي او مسخ کيدى هم شي. په يو وخت دا د تمامي علومو موضوع جوړيږي. داسې کۀ ورپسې نور لټون کوو نو نور اوسمهاله تاودۀ موضوعات مختص کولې او متعين کولې شو. خو دلته نه خپلې اصلي موضوع د ګران افغانستان “مهاجرې انځورګرې” ته را اوړم. زۀ ګڼم هغه چا چې د دغه يادو بشپړه موضوعاتو (مهاجرت، ېاداشت او پېژنګلو) د حق ادا کولو هڅې د ارټ د لارې کړي دي په هغو کښې د افغانستان د خاورې د ملاليو لنډ کاروزيار په يو ځائ خوندي کړم. د ليکوال زمه واري وي چې هغه د تاريخ دوړو کښې پټ ريشتيا خامخا خوندي کړي. نن کۀ د افغانستان او پښتونخوا پېژنګلو څوک د انګرېزي ژبې ذخيرې نه کوي، د درباري تاريخ نه ئې کوي يا د مقتدره د حکمنامو تورې شپې نه ئې کوي نو کومه منظرنامه به ترې جوړيږي؟ او کۀ د نمائنده تخليقي ادب او نمائنده څېړنيز او تنقيدي روايت نه ئې کوي، د افغانستان او پښتونخوا د أثارياتي مستندو په زرګونو مقامونو نه ئې کوي، د دې خاورې د ژبو، ثقافت او ارټ نه ئې کوي نو کومه منظرنامه به ترې جوړيږي؟ د افغانستان په زرګونو کاله تاريخ کښې د ارټس د تاريخوالې خوندي کول همېشه يوه تشه پاتې شوې ده. د يو دور د ارټس د باضابطه تحفظ او کلاسيفيکېشن خيال نۀ دى ساتل شوى. زۀ منم چې ځىنې لوستونکي به په ما وخاندي او ملنډه يا طنز به وکړي چې مونږ د يوې لوئې مودې نه د سر پټولو ځائ نۀ لرو، ټوک ډوډۍ نۀ لرو، هر کور په مرميو سورى سورى دى. تۀ د مړې ګېدې خبرې کوى. نو زۀ د دوي اند نۀ رد کووم. دا خبره د دوي مدرک کولى شم. زۀ دا تاکيد ليکوالې طبقې ته کووم. سياستمدارانو او هغه د قلم خاوندانو ته ئې کووم، کوم چې دا مهال دې اتيا مليونه اولس کښې بهرحال کۀ په زرګونو نۀ دي نو په سوونو خو خامخا دي. بايد دوي قامي دا قسمه قامي زمه واريو ته خامخا توجه وکړي. ريشتيا پالنې لره زۀ ګڼم چې ما به د غوښتلي او غښتلي تمهيد لوازمات اوس تر څۀ حده پوره کړي وي.

١. شمسيه حسني
شمسيه حسني په کال نولس سوه او اتۀ اتيايم کښې په تهران کښې زيږيدلې ده. د دې مورپلار د کندهار نه په مهاجرت دغلته په عارضي توګه مېشته کړي وو. د دې کورنې نوم ام البنين ښودلې کيږي. دا عجيبه نوم دى. د دې معنى ده د سړو مور! اوس دا ترکيب په نور معنو پکارول هم ممکن دي. عربو کښې د نارينه اولاد زياتوالې به د مور لپاره د وياړ مقام وۀ. نو دغه صفت لرونکي خاصې د يو نوم بڼه هم خپله کړه. کۀ سړى په رسا معنيو سړى وي نو واقعي چې مور ئې د ستر مقام لرونکې ده خو کۀ مور د سترو لوڼو مور وي نو ايا دا مقام د دغې مقام نه کم کوز دى؟ بيا مور خو مور وي نو. هغې ته اولاد يو مساوي حېثيت لري. اګر کۀ ټولنه ډېر کله د دې نه دغه رسا فطرت تروړي هم. زمونږ حيات روغاني بابا وائي مياندې ټولې جنتي وي. زۀ ورسره اتفاق لرم. بهرحال دغه ام البنين نن نړۍ د شمسيه حسني په نوم پېژني. دې د وړوکوالي نه ارټ سره لېونۍ مينه لرله. خو چې کله نهم جمات ته ورسېده نو د ارټ د زده کړو نه منع کړې شوه. لامل ئې دا وۀ چې په ايران کښې دغه مهال افغان زده کونکيو ته د دې نه پس نه د ارټ د زده کړو اجازه نۀ وه. وخت تېرېدو تېرېدو شمسيه په کال دوه زره درېم خواوشا کښې واپس خپل وطن ته راغله. په دوه زره پنځم کښې ئې د کابل پوهنتون نه بي اى وکړه. د تخصص مضمون ئې انځورګري وه. ورستو ئې ماسټري وکړه. د دې تخصص ئې بصري ارټس وۀ. د خپل ذوق له مخه ئې ترقي کوله هم دغه پوهنتون کښې ليکچرره شوه. تر د اېسوسي اېټ پروفېسرې دلته ورسېده. کال دوه زره او لسم کښې ئې په دېوال د ارټ زده کړې کښې د نړيوالو استاذانو نه تربيه واخيسته او دا وسيله ئې زړۀ ته ډېره پرېوته. بې وسي بده بلا ده. دې ګڼل چې يو ستر د ارټ کار وکړم. د افغانستان د رسا پېژنګلو هڅې وکړمه. د ارټ د لارې دې مد کښې ستره پروژه تر سره کولو وسائل غوښتل. خو دغه په دېوالونو ارټ دې مد کښې هم قدرې ارزان وۀ او هم د دې اغېزه ډېره وه نو دې ته ئې ملا وتړله. د دارالامان په دېوالونو، د ارګ په دېوال نيم او ځيني نورو دولتي ځايونو باندې ئې د ارټ فنپارې وزېږولې. د کابل لارو کوڅو ته راووتله او په غټو دېوالونو او څلورلارو/چارپريزو ئې د ارټ رغول پېل کړل. اوس ورته د اولس له خوا نه بد پېل شو. چې يوه ښځه څنګه په دېوالونو انځورګري کوي؟ او داسې انځورګري چې په هغې کښې د زنانو نيمګړي انځورونه دي. برقعې پورې خندا ده! د کابل په يو دېوال انځورګري کولو په وخت دا وائي چې ما محسوسه کړه چې خلق مې خوري نو په پينځلس منټه کښې مې زر زر کار راټول کړو او پښې مې سپکې کړې. نړيوالې مجلې دي ګارډين سره مرکه کښې دا وائي چې زۀ ګڼم چې د انځور زور او اغېز د ټکيو نه زيات وي. زۀ غواړم د جنګ ناشوې داسې انځور کړمه چې زما اولس د جنګ نه توبه ګار شي. د دې د ارټ يوه مستقله ځانګړنه برقعه او زنانه ده. پټمخې زنانه او بې مخه يعني د مخ نه عاري زنانه د زنانه وجود کومه نمائندګي ده؟ شمسيه د سوال تر حده دا شعور بېداروي چې د زنانه بشپړه نمائندګي څومره غښتلې ده. د کابل د کلتوري مرکز په يو دېوال دې د يوې ښځې چې بورقعه ئې اچولې د پوړو سره لاندې ناسته ده، انځور کښلى دى. د نور معنویت نه پرته دې انځور ته لاندې يوه سوالي کرښه ليکلې شوې ده.
The water can come back to dried up river but what about the fish that died?
په وچو ويالو کښې به اوبۀ واپس هم راشي خو هغه مهي چې مړۀ شو؟
کلونه تېرېدل اوشمسيې خپل خوبونه د تعبيرونو نه راتېرول. د دې کارزيار په هند، ايران، المان، لندن، کنيډا، امريکا، سوېرزلېنډ، ناروى، ډنمارک، وېتنام، اټلي او ترکيه کښې د اعتراف تاريخ ثبت کولو. د کابل ډېپلومېټک مشن دې ته لاره او زمينه برابروله او دې پرې د قدمونو تاريخي نشانونه خوندي کول. په کال دوه زره ديارلسم کښې ئې اول وارې په دېوال د مخصوص انځورګرۍ بابت کښې د کابل د قامي فېسټول بڼسټګره شوه. په کال دوه زره څوارلسم کښې د فارن پاليسي د چوڼ شمېره کښې د سلو نړيوالو مفکرينو قطار کښې شامله شوه. په کال دوه زره او شپاړسم کښې ورته په لاس انجلس کښې يو مخوريز اېوارډ ورکړې شو. په کال دوه او اوولسم کښې ورته د هند له خوا Art spectrum award south Asia ملاو شو. په کال دوه زره يويشتم کښې شمسيه د بي بي سي د دغه کال چوڼ شوې سل وياړلې ښځو کښې هسکه غړۍ ودرېده. په شلګونو قامي او بين الاقوامي سرمرګۍ ئې راجوړې کړې. خو بيا هم په دغه کال کابل يو وارې بيا مات شو. ټول انځورونه ړنګ کړې شو. دېوالونه تور کړې شو. د شلو کلونو خوارۍ د سترګو رپ کښې خاورو سره خاورې شوې. شمسيه په کډوالۍ بيا مجبوره کړې شوه. هغه ماته شوه خو ميراته نۀ شوه. نن هم د خپل نال کړي بوټي خصمانې ته په يو متبادل صورت ناسته ده. د ډىجيټل نړۍ په زور د خپل کارزيار د بيا زېږون شواخون ګالي.
جاري

سميع الدين ارمان

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ