Migrant Artists (Part 2) 0

مهاجرې انځورګرې (دوېمه برخه)

ملينا سلېمان: د ګويانه دېوالونو مور

ملينا په نولس سوه او نوي کښې په کابل ښار کښې زيږيدلې ده. سره د مور او پلاره په وړوکوالي کښې د دلته نه کندهار ته په کډوالۍ مجبوره شوه. د وړوکوالي نه ئې ارټ سره دومره مينه وه چې دا وائي زۀ داسې ګڼمه چې ارټ زما په وينه کښې بهيږي. دا زما په خټه کښې اغېږلى شوى دى. دا زما د روح اواز دى. د کډوالۍ سانحې د ژوند په يو پړاو د سند ښار کراچۍ ته راوسته. د دې يو مشکل دا هم وۀ چې د دې ارټ سره د مينې رشته د دې کوړمې نۀ شوه مدرک کولې. دوي به هم د خلقو د روايتي نيوکو له قبله ملينا د ارټ نه منع کوله. کراچۍ کښې ئې د ارټس کونسل سره باقاعده د ريالسټي ارټ رسمي زده کړې وکړې. خو دا به ئې د کورواله نه په پټه کول. دوه زره ديارلس کښې د بي بي سي سره يوه مرکه کښې وائي چې دغه د زده کړو لړۍ مې ډېره زر پرې شوه چې خپل پلار بيا وطن ته په راغوښتلو مجبوره کړمه. تر دې هم کافي وه خو نه، دا سلسله د دې نه هم وړاندې لاړه. تر د يو کال پورې دا کور کښې داسې بنديوانه وساتلې شوه چې د انټرنټ او نورو لازمي غوښتنو رسد ورته ترلاسه نۀ وۀ. خو دا ليکي چې همدې جبر د دې دننه ارټ ته يو نوې او پخه رغوڼه وروبخښله. د ملينا د کارزيار نه اولس ته زښته يره وه. دې ته به اېجنټه وېل کېدۀ. په دې د کفر فتوې لګېدې. دا ټول هر څۀ هسې نۀ وو، د دې کارزيار روايتي تمامي چوکاټونه ماتول. دې د انساني وجود او بورقعې د استعارې نه داسې په کوکارو سر شوې فنپارې رغولې چې هغې نړۍ رالړځوله. دې سره سره دې به د تامبې نه هم د ارټ فنپارې جوړولې. “په برقعه کښې ډانچه” نومې د دې فنپارې نړيوال شهرت ترلاسه کړې وۀ. دا نۀ کندهار کښې په قلاره کېښناسته او نۀ په کابل کښې. کندهار کښې ئې هم د زلمو د يو ارټسټانو ډلې سره فعاليت کوو. او کابل کښې ئې د بې رنګ ارټس ارګاناېزېشن سره اړيکې لرلې او ورسره ئې فعاليتونه کول. د دې سازمان پخوانې نوم رشد اېسوسي اېشن اف کنټمپرري ارټس وۀ. دوي د افغانستان په معاصر ارټ بېلابېل سيمينارونه ورکشاپونه جوړول. د ارټسټانو نټورکنګ ئې کولو. د نړيوالو ارټسټانو سره ئې تعاملات کول. ملينا دلته نه ځواک اخيستۀ. په دې د بت پرستۍ الزام ولګېد. حال دا چې دا وائي چې ما به کله هم په دېوالونو ارټ کولو يا داسې ځائى کښې چې چرته به عام اولس ډېر وو نو ما به د سر نه تر پښو پخپله هم بورقعه يا پړونې اچولې وۀ. په کال دوه زره ديارلسم کښې د دې په پلار خونړۍ حمله وشوه. د دې له قبله دوي د هند بمبۍ ښار ته مهاجر شو. دلته دې ته بيا د زده کړو موقع په لاس ورغله. د سر جى جى سکول اف ارټس کښې ئې باضابطه زده کړې وکړې. ورستو د همدې زده کړو په وساطت نېدرلېنډ ته مهاجره شوه او هلته ئې د مشهورې ادارې ډچ ارټ انسټيټوټ نه ماسټري وکړه. د دې نه پس ملينا لپاره د ارټ د سرګرميو لارې په شواخون شواخون قدرې پرانستې شوې. کابل کښې ئې خپل او د نورو ملګرو اېګزيبىشنز/نندارتونونه جوړ کړل. توالبونو به د دې سرګرمۍ بندولې. خنډان به ئې ورته پکښې اچول. کله کله به دا بيخي توبه ګاره هم شوه. يو وارې ئې همداسې توبه کړې وه چې ګڼل ئې بيا به چرې هم د ارټ نوم وانخلي. خو خوشبختانه د دې د خور مېړۀ دا د ارټ يو نندارتون ته بوتله. دې ته دلته نه بيا يو نوى توان ملاو شو. په کندهار کښې د يو نندارتون په مهال د ملينا کارزيار د هغه وخت د ګورنر توريالى وېسا توجه وګټله. دۀ د ملينا د کارزيار تعريف وکړو. او وېل ئې چې ستا په شان انجونه دې ډېرې شي. دغه اقدام دومره ونازوله چې د حامد کرزي له خوا دې ته د خپل کارزيار د نندارتون دعوت ورکړى شو. د دې نه پس دې هم خپلې مبارزې ته نور ډېر توان ورکړو. دا په وطن کښې يوه متنازعه هستي وګرځېده. دې سياست هم چېلنج کوو او د زنانو د حقونو مبارزه کښې ئې هم تېرۀ او اغېزناکې فنپارې جوړولې. د دې د مزاحمت د رنګ اندازه دې نه لګولې شو چې دې يوه فنپاره وزېږوله د دې نوم ئې خوښ کړو “اوسمهاله ژوند”. دې فنپاره کښې دې په رحم/بچه دانۍ کښې يو ماشوم داسې د تنې نه رابېل خو د نورو درېو اړخونو نه په يو وخت راښکلې کېدونکى ظاهر کړو. ګويا دا څرګندوي چې د زېږون نه وړاندې په ماشوم د جبر پېل شوى وي. دا رنګ د دې يو بل ارټ ورک “جينۍ په أئس بکس کښې” بله مشهوره شوې فنپاره ده. ملينا د کابل د مشهورې پروژې کابل ارټ پروجکټ برخه هم پاتې شوې. د نيويارک د مشهور وال سټريټ جرنل يو مضمون کښې جوليا بېرډ ليکلي دي چې دا هغه ارټسټه ده چې د کار کولو او نندارتون راجوړولو په مهال خلقو په کاڼو هم ويشتې ده. د دې سپېڅلې مزاحمتي ارټسټې يوه بله مرکه ده چرته چې مرکچي ورنه تپوش کوي چې تۀ وېرېږې نه؟ نو دا ورته وائي چې
I felt Ok. If i don’t say something then who will?
دا هغه توان دى چې د ارټ له کومې نه راووځي.

٣. مينه سېفي: د امن مينې او ازادۍ په بڼسټ ولاړې نړۍ کښې مېشته انځورګره
مينه سېفي دا مهال د ارټ د نړۍ يو منلى او پېژندلى نوم دى. د افغاني ارټسټانو د ټولګي دا نمائنده انځورګره په ټوله نړۍ کښې د افغان ارټ په باب له روښانه څېره ده. مينه په کابل کښې زيږيدلې ده. په کال نولس سوه او نوي کښې سره د خپلې کوړمې د وطن نه په مهاجرت مجبوره شوه نو پښتونخوا ته راغلل. د پنډۍ خواوشا علاقه کښې اباد شو. د دې پلار اسدالله سېفي نوميږي. دا پخپله هم يو استاد او ارټسټ دى. ښاغلي اسدالله د راتلو سره سم دلته يو مکتب پرانيستو. د دې مکتب نوم ئې د افغانستان د پغمان ولايت د مشهور شاعر عشقري په نوم منسوب کړو. خواوشا څوارلس کاله ئې د دې مکتب له خوا د مهاجرو ماشومانو او د کوڅې محلت وړو ته رسمي او غېر رسمي زده کړې ورکولې. ورستو د دې ښار نه پېښور ته په کډه وړلو مجبور کړى شو. مينه سېفي د ودوکوالي نه پلار سره دغه مکتب کښې زده کړې کولې. د دې د وړکوالي نه انځورګرۍ او ارټ سره شوق وۀ. پېښور کښې خوشبختانۀ دې ته د پلار يو پېژنګلو او د ارټ مشهور استاذ قېس نوابي ترلاسه شو. دۀ ئې په تربيت او هنر خصوصي توجه وکړه. دا د شپاړسو کلونو وه چې د دې يوه فنپاره چې د “خوب” په نوم رغ کړې وه په يو غېرمعمولي قيمت په المان کښې وپلورلې شوه. د ارټ سره تړلي نړۍ کښې د دې نوم خور شو. دې ته يوه ستره حوصله افزائي ملاو شوه. کارزيار نور خوند ورکړو. په زيات دقيق نظر او خورا خوارۍ ئې نور کار ته وده ورکړه. په کال دوه زره او اووم کښې ئې دومره ډېر معياري کار وکړو چې د دې د يواځې نندارتون راجوړولو ته متعلقينو وهڅوله. دا يو کامياب نندارتون وۀ. په دې نندارتون کښې د دې يوې بلې فنپارې “پنچشېزي بابا” د ارټ د مېئنانو زړونه وګټل. دا فنپاره د ارټ د کار يو نړيوال سوداګر په لوړه بيعه واخستو او دا رنګ د دې د شهرت اوازه نوره هم وچته شوه. دوه کاله نور تېر شو. د دې زيار روان وۀ چې دې مهال ورته د امريکا ايالت ايريزونا کښې د نندارتون دعوت راغلو. د دې لپاره تمامي لوازمات د ارټ سره تړلې معروف ادارو په خپل سر واخستل. دې سزه د مينې د ارټ د مېئنانو لړۍ نوره وغځېده. دلته دا اوس د ارټ د تنقيدي روايت برخه جوړه شوه. د دې په ارټ ليکونه او تبصرې پېل شوې. دې نندارتون کښې د دې يوې بلې فنپارې “ډهول/ډولکى” د خلقو زړونه وګټل. دا سلسله نوره داسې توده شوه د مينې نندارتونونه په لاس انجلس، نيويارک، پېرس او جرمني کښې پېل شو. په کال دوه زره ديارلسم کښې مينه د Fluxus Foundation برخه جوړه شوه. دا د نړۍ يو داسې پلېټ فارم دى چې د نړيوال اعتراف ګټونکي ارټسټان د دې غړي وي. په دغه کال مينه په نيويارک کښې د The Whitney Art Party برخه جوړه شوه. دا د نړۍ مشهورو سرګرميو کښې ياده کليزه سرګرمي ده. دغه عروج تر دې دمه روان دى. په کال دوه زره ديارلسم کښې چې دا نوې نوې په نړيوال شهرت ښاده شوې وه نو د دې يوه مرکه ډېره مشهوره شوې وه. ما د ارټسټانو ډېرې مرکې اورېدلي او ډېرې مې لوستلي دي خو ريشتيا خبره دا ده ډېرو لږو متاثره کړى يم. دا مرکه ما ډېره موده وړاندې لوستلى وه. اوس هم د دې په ويب سايټ پرته ده. او د afghansayings په نوم پاڼه هم شته. زۀ غواړم دلته د دې نه څۀ برخې په خپلو لفظونو کښې رانقل کړم. اېډورډ زېللم ترې پوښتنه کوي چې غربي ارټ د هېئت يا دور په اساس بېلابېل قسمونه جوړوي لکه ډاډا ازم، کيوب ازم، اېمپرېشنزم او داسې نور، افغان ارټ هم داسې کوم قسمونه لري؟ او کوم يو قسم ارټ ستاسو د خوښې ارټ دى؟ او د خوښې ارټسټ مو کوم يو دى؟ دا جواب ورکوي چې زۀ به هغه څۀ اووايمه چې زۀ ئې د افغان ارټ په حقله خبر يمه. د افغان ارټ تاريخواله نۀ ده ثبت شوې. په دې باب له په سوونو کتابونه ليکلي کيدى شي. دې مد کښې سندي څېړنې هم نشته. ما د افغان ارټ او شاعرۍ په حقله ډېر زاړۀ کتابونه لوستلي دي. زما د دې د چاپ هغه اسلوب ډېر خوښ وۀ چې په غاړو، حاشيو او خواوشا اړخونو به ئې دقيقه ګلکاري ارټ شوى وۀ. (د دې ګلکارۍ روايت په سوونو کاله زوړ دى. د اورحان پاموک ناولونو کښې د دې روايت غټه برخه خوندي شوې ده) مينه سېفي وړاندې ګويانه ده چې تر د کال نولس سوه نولس پورې افغانستان کښې تر هغه دمه د غوړو رنګونو پېنټنګ مروج نۀ وۀ چې دوه افغان ارټسټان Maimangee and Abdullaraqgar Bhrezhna د الماني ارټ سکول نه واپس وطن ته نۀ وو راغلي. دې مد کښې باچا غازي امان الله خان هم ډېر ارټسټان بهر نړۍ ته استولي وو چې د غربي ارټ مکتبونه زده کړي. تر مودو مودو افغانشتان کښې صرف دوه قسمه ارټ وو يو د خوشخطۍ او بل ايراني مني اېچر. خلقو ګڼل چې د ارټ بس دا دوه قسمه روا دي. نور ټول ناروا دي. دا خو ورستو د دغه يادو استاذانو په برکت دلته ماډرن ارټ راغلو. ( زۀ د دې اند باره کښې دا وايم چې دا مينه د نيزدو ماضي د څۀ مودې احاطه کوي. د بهزاد مکتب خو ايران مغل او اروپا اغېزمن کړي وو. د دۀ د يوسف او زلېخا فنپاره، د نظامي سکندرنامه او د ليلا او مجنون فنپاره باندې متعدد ليکونه شوي دي. د هرات افغانستان د پنځلسمې پېړۍ د اولنۍ نيمائي دې فنپارو يوه نړۍ اغېزمنه کړې ده. دا رنګ په کېنوس د غوړ رنګونو رواج دلته ډېره اوږده تاريخواله نۀ لري نو ممكن ده مينه محض دې ته اشاره کوي. نورو زمانو کښې دلته د ارټ نور صورتونه په بشپړه توګه موجود وو. اثارياتي ذخيره او لرغونپوهنه د دې په باب لارې پرانيزي) د خوښې ارټسټ باره کښې نوم نۀ اخلي. وائي ټول ارټ مې خوښ دى. يو بل سوال ترې نه مرکه کونکى دا کوي چې توالبان خو د ژوندي سري انځور ناروا بلي. هغوي د ارټ بېشتره څانګې ناروا ګرځوي نو کۀ څوک تاسى د پېنټنګ نه منع کوي هغو ته څۀ جواب لرئ؟ مينه وائي مونږ چې دې کومه نړۍ کښې ژوند کوو دا د ارټ يوه فنپاره ده. مونږ په ارټ کښې ژوند کوو. د فطرت ښکلا لکه دا وچت اسمان، شپه او ورځ، د بوډۍ ټال، ګلونه، انسانان او حېوانان څومره ښکلي تخليقات دي. دا ټول ارټ ارټ دى. د باران اواز، د مرغانو سندرې او د هوا سرګوشي ټوله موسيقي ده. مونږ څومره خوشبخته يو چې داسې نړۍ کښې ژوند کوو چرته چې هره لحظه او هر مقام د ارټ نه خالي نۀ دي. ارټ بيخي بديهي فطري دى خو بدبختانۀ کله کله ټولنه او د ټولنې جبر د ارټ او ارټسټ لاره کښې خنډان شي. خو د ارټ خاوند کښې دومره جرات پکار دى چې د دغه خنډانو پروا ونکړي. زۀ پخپله دغه خنډانو کښې ګېره ومه خو ما د ټولنې د جبر منلو ته غاړه کېښنۀ ښوده. او د ارټ غوښتنه او د خپل روح مدعا مې واخيسته. کۀ څوک ما ته وائي چې انځورګري مۀ کوه دا داسې ده لکه ما ته وائي ژوند مۀ کوه.ارټ په افغانستان کښې د امن قاېمولو کښې څومره مددګار دى؟ او کۀ تا نه څوک وغواړي چې داسې يو پېنټک جوړ که چې هغه د افغانستان مستقبل منعکس کوي نو تۀ به څۀ پېنټ کوې؟ مينه دې سوال ته داسې جواب وائي چې او ارټ د امن د قيام لپاره بيخي مهم دى. دا د يو ارټسټ د زړۀ اواز وي. د افغانستان د ښکلا د هنرونو سره تړلي ټول ارټسټان تاسو وينئ نۀ چې د امن لپاره څومره کار کوي او څومره زيار ګالي. دوي به يوه ورځ خامخا د امن په بشپړه ثبات کښې بريالي کيږي. زما يو راروان کار “زما وطن کښې امن” په نوم دى. په دې کښې زما اند او نړۍ ليد څرګند دى. او هغه دا چې زما نړۍ ارټ دى او د دې اساس مينه امن او ازادي ده. دنیایی من هنر است و دنیایی هنرم عشق ، صلح و آزادیست.

٤. معصومه انوري: د همت او استقلال استعاره

په کال دوه زره يويشتم کښې د کابل د سقوط سره سم معصومه انوري سره د خپلې کوړمې په مهاجرت مجبوره کړې شوه. يو وخت وۀ چې دا د برټش کونسل د مکتبونو سفيره وه او د کابل د ملي ارشيف دېوالونو د دې انځورونو ته خپله توده غېږه خوره کړې وه. لږه موده وړاندې د يونائټډ کنګډم د وېسټ مډلېنډز د مهاجرو مرکز د دې قيصۍ خوره کړې ده. ما چې دغه قيصه لوستل پېل کول نو ما ګڼله چې خپل فرياد به ئې کړې وي. د مهاجرت د سختيو ګاللو روداد به ئې بيان کړي وي. خو زما توقع رسا نۀ وه. دې خپله قيصه کښې د روښانه افغانستان مقدمه وړاندې کړې وه. زۀ د دغه قيصۍ/ياداشت لنډيز دلته خپلو ټکو کښې ثبت کووم. افغانستان هغه وطن دى چې د دې نوم د تشدد/تندروۍ او په ښځو د پابنديو لپاره مشهور دى خو دا د انځور نيمګړې ننداره ده. دا نيم ريشتيا دي. افغانستان هغه وطن دى چې ټوله نړۍ کښې ئې تر ټولو وړاندې ښځو ته د ووټ حق ورکړى وۀ. د موجوده جنګ د دې تيرو نه پرته زما وطن په مودو مودو د کلتوري شتمنۍ برخمن پاتى شوى دى. د ارټ په باب له دا خاوره او خلق يوه مالداره تاريخواله لري. د ارټ په نړۍ کښې د بهزاد مکتب د دې روښانه مثال دى. د هرات د پنځلسمې پېړۍ د اولنۍ نيمائي فنپارو ټوله نړۍ خصوصا او ايراني امپراطوري او مغل سلطنت په خصوصي توګه اغېزمن کړي دي. شوخ رنګونه، روښانه موضوعات او د انځورونو سره په يو کېنوس د خطاطۍ تړون او ورسره ورسره په انځور کښې بشپړه انځوريزه افسانه نويسي د دغه دور ځانګړنې وې. زۀ (معصومه انوري) د دې وراثت او تاريخوالې پېداوار او پاسداره يمه. زما انځورونه په صدارتي محل او بېلابېلو سفارتخانو کښې خوندي دي. زما د انځورونو قامي او بېن الاقوامي نندارتونونه شوي دي. زۀ خپل وطن او خلقو په خپل هنر ډېره نازولې يمه. زما ارټ محض يو اظهار او تاثر نۀ دى بلکه دا د ښکلا او نوښت حرکت او اواز دى. دا زما د اولس د زغم تحريک دى. زۀ محض انځورګره نۀ يمه ما د نړيوالو سازمانونو سره کار کړې دى. د مکتبونو سفارت مې کړى دى. د بشري حقونو مبارزه مې کړې ده. د لارو کوڅو د ماشومانو تربيه کولو لره مې وکالتونه کړي دي. زۀ ګڼمه چې ارټ د بدلون لپاره يوه زوروره وسله ده. دا ناشونې قيصو او قضيو ته ژبه ورکوي. افغانستان دوه لسيزو راسې د جنګ د پرهرونو نه د رغېدو پله روان وۀ. خو نړيوال اسټبلشمنټ او مقتدره سره د خپلو ټولو اتحاديانو د افغانستان د امن او ثبات په قيام کښې ناکام شو. دا د کال دوه زره يوېشتم د اګست د مياشتې پېښه! په يوه لحظه کښې زما د کلونو کلونو جوړې کړې ماڼۍ ګردې ړنګې شوې. د تيرو راج شو. زما واړه انځورونه تور تبخي شو. امېد مړ شو. ما به څنګه اميد انځور کولو چې امېد پخپله سا ورکړې وه. زما همت او خوشبختۍ ما ته د مهاجرت په لاره يوه بله موقع راکړه. پردى ښار، ناليدلي خلق او پردۍ ژبې په يو بل ډګر ودرولمه. د نازونو وړ مقام نه د بې وسۍ او بېروزګارۍ هغه پوړۍ ته راپرېوتمه چې ما ئې تصور هم نۀ وۀ کړى. زما د ژوند په زبه هېڅوک نۀ پوهېدل خو زۀ يوې لحظې له هم نۀ چپ کېدمه. زما قدمونه سست وو، غېريقيني وو خو د استقامت نه خالي نۀ وو نو سفر لاره بيامونده. خپل برشونه او رنګونه مې بيا راوچت کړل. ګوتې مې رپېدې او په لاسونو مې ګوزن شان وۀ خو اخر مې د تيرې نه د رڼا څرک د ارټ په زور بيا وزېږولو. زما انځورونه د ماضي او مستقبل پېوستون جوړ شول. دا هر څۀ اسان نۀ وو. اوس شکر دى زۀ The Courtyard Fine Art Lounge Lichfield سره معاهده لرمه. د دې نه علاوه د برمنګهم ښار د شرقي اړخونو پروژو کښې کارونه لرمه. ارټ ګېلري زما انځورونه هم پلوري. زما ارټ يو وارې بيا ګويانه شو. زۀ د هغه وګړيو چې په جبر خاموشه کړې شوي دي اواز يمه. زۀ دې ټولې نړۍ ته سترګو کښې سترګې اچومه او دا ورته وائمه چې هېڅ يو قوت زمونږ قيصۍ نۀ شي ؤرکولې. زما انځورونو د جبر پردې يو ځل بيا ماتې کړې. د عبوري حکومت ټولې وعدې درې کاله پس هم ريښتيا نۀ شوې په انجونو د علم دروازې بندې دي خو زۀ بيا هم نااميده نۀ يمه. يوه ورځ به دا تورې تيرې او تورتم ؤرکيږي او اولس به د روښانه سباوون مخ ښکلوي.
جاري
سميع الدين ارمان

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ