Modern methods of human creation. 0

د انسانې تخلیق جدیدې طریقې ۔

👈اول د تحریر اخیره کې ورکړی شوي لفظونه وپیژنئ۔
جدید میډیکل ساینس پرمختګ نه یوازې د ناروغیو علاج، بلکه د تولیدي ستونزو حل کولو لپاره هم نوي لارې وړاندې کړې دي، چې بې اولاده جوړو ته د امید یوه نوې لاره برابروي.
اوس هر بې اولاده جوړه کولی شي د اولاد لرلو خوشبختي ترلاسه کړي. مخکښې له دې چې د هغو طریقو تفصیل ته لاړ شو، لومړی به د فزیکي جنسي ملاپ په اړه خبرې وکړو.
فزیکي جنسي ملاپ
نارینه او زنانه د جنسي ملاپ دوران کې د نر سپرم د زنانه اندام خاص ته داخلیږي. سپرم د زنانه بدن کې د انډې سره یوځای کېږي تر څو فرټیلایزیشن وشي، زایګوټ (zygote) جوړ شي او بیا په زایګوټ کې د مسلسل ودې او تبدیلیو نتیجه کې یو پوره ماشوم وجود ته راشي.
-خو که نارینه یا زنانه کومه ستونزه/مسله لري او د نورمل فزیکې ملاپ له لارې ماشوم نشي پیدا کولی، نو وس کولی شي چې د جدید مصنوعې امیندارۍ ټیکنالوجۍ(ART)Associative reproductive technology په مرسته اولادونه پیدا کړې۔
⬅ د جدید میډیکل ساینس پرمختللې طریقې:
👈1. ان ویټرو فیریټیلېزیشن (IVF)
دا یوه داسې ټیکنالوژې ده چې پکې د زنانه د تخمدان (ovaries) نه انډه او د نارینه سپرم، د زنانه د جسم نه بهر په لیبارټرۍ کې یوځای کېږي تر څو زایګوټ جوړ شي او بیا ایمبریو جوړه شي او بیا دغه ایمبریو د زنانه رحم (بچه دانې) ته داخل شي، چې روسته ترې نورمل ماشوم پیدا کیږي.
د دې پروسس په لومړۍ مرحله کې د زنانه هارمونل معالجه کېږي تر څو د زنانه تخمدان (ovaries) زیاتې انډې تولید/جوړې کړي.
– دویمه مرحله: د تخمدان نه د Ovarian Puncture پروسیجر په واسطه انډې راټولېږي.
– دریمه مرحله: راټولې شوې انډې د نارینه سپرم سره د زنانه د جسم نه بهر په لیبارټرۍ کې یوځای کېږي. دې عمل ته ICSI (Intracytoplasmic Sperm Injection) ویل کېږي، چې پکې د نارینه سپرم د زنانه انډې ته انتقالولی شې.
– څلورمه مرحله: د سپرم او انډې د ملاپ زایګوټ جوړیږي او روسته ایمبریو ۔
جوړه شوې ایمبرو بیا د زنانه رحم (بچه دانې)ته انتقالېږي او له دې ایمبریو نه د مستقبل لپاره یو پوره ماشوم پیدا کېږي.
👈 2. انټرا یوټرین انسمینیشن (IUI)
دا یو بل مؤثر او غیر جراحي عمل دی، چې د بچو د نه لرلو یا تولیدي ستونزې لرونکو جوړو لپاره کارول کیږي. دې عمل کې د نارینه قوي صفا او معیاري سپرم مستقیمآ د زنانه رحم ته داخلېږي. دا طریقه د تخمدان د انډو د خارجیدلو وروسته ترسره کېږي.
-د انټرا یوټرین انسمینیشن پروسیجر هغه بې اولاده جوړو لپاره کارول کیږي چې ماشوم پیدا کولو کې ستونزې لري لکه د نارینه د سپرمو د حرکت او شمیر ستونزه او د زنانه د تولیدي نظام مسلې.
👈3. ایګ ډونیشن (Egg Donation)
ایګ ډونیشن یوه مهمه او موثره طبی طریقه ده چې د بې اولاده جوړو لپاره د امید لار برابروي. په دې طریقه کې یوه ښځه خپلې انډې (Eggs) بلې ښځې ته عطیه کوي، ترڅو هغه ښځه چې د خپلو انډو د تولید ستونزه لري، د ماشوم پیدا کولو لپاره دغه انډې وکاروي. دا طریقه عموماً د هغو ښځو لپاره کارول کیږي چې طبیعي توګه انډې نه تولیدوي یا د انډو کیفیت یې د حمل لپاره مناسب نه وي۔
👈4سروګیسی (Surrogacy)
سروګیسی (Surrogacy) یوه بله طبی او تولیدي طریقه ده چې پکې یوه صحت منده او په طبي شرایطو پوره ښځه (سروګیټ) د بلې جوړې لپاره حمل کوي او ماشوم پیدا کوي. دا طریقه هغه جوړو لپاره کارول کیږي چې د ماشوم پیدا کولو په برخه کې ستونزې لري یا ښځه په طبیعي توګه حمل نشي کولی. د سروګیسی بنیادې دوه ډولونه دي:
1. جنیټیکي سروګیسی (Traditional Surrogacy):
– په دې طریقه کې، سروګیټ خپله انډه کاروي او د نارینه سپرم په واسطه مصنوعي تلقيح (Artificial Insemination) سره حمل کوي. دا مطلب دی چې سروګیټ ماشوم ته جنیټیکي تړاو لري. دې طریقې ته نور د زیاتو اخلاقي او قانوني پیچلتیاوو له کبله ترجیح نه ورکول کیږي.
2. ګیسټشنل سروګیسی (Gestational Surrogacy):
– دا د سروګیسی نوې او عامه شکل دی. چې پکې د ښځې او نارینه انډه او سپرم د ان ویټرو فرټیلایزیشن (IVF) په واسطه په لیبارټرۍ کې یوځای کېږي او جوړ شوی ایمبرو د سروګیټ رحم ته انتقال کیږي. په دې صورت کې، سروګیټ ماشوم ته هیڅ جنیټیکي تړاو نلري، فقط حمل به نیسې او ماشوم به پیدا کوي.
👈5.سپرم ډونیشن(Sperm donation)
سپرم ډونیشن د انساني تخلیق په نړۍ کې یو بل انقلابي ګام دی. سپرم ډونیشن هغه پروسس دی چې پکې یو روغ نارینه خپله نطفه(sperm) یو تولیدي کلینیک ته ورکوي، چې بیا دا نطفه د هغو ښځو یا جوړو لپاره کارول کیږي چې د تولیدي ستونزو له امله په طبیعي توګه ماشوم نه شي زیږولی. دا طریقه کار د هغو جوړو لپاره یو فرصت دی چې د نارینه د نطفې کمښت یا د نارینه تولیدي ستونزې لري.
په پرمختللو هیوادونو کې، سپرم ډونیشن یو منل شوی تکنیک دی چې د کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو په مرسته ترسره کیږي. ډونران د سپرم د اخیستلو لپاره د یو ځانګړي صحي او جنیټیکي معیار سره سم ټاکل کیږي، او د ډونیشن پروسس د قوي قانوني چوکاټ لاندې ترسره کیږي.
👈6 مصنوعې رحم( artificial Womb)
مصنوعې رحم یوه بله ټیکنالوژې ده چې د ماده د ګیډې نه بهر ایمبریو ته سازګار ماحول مهیا کوي او وده ورکوي که څه هم دا ټیکنالوجې فلحال د ریسرچ په مرحلو کې ده او ځناورو کې یي مثبتې نتیجې راوړي ۔
⬅پاکستان کې د ART په اړه قانوني او مذهبي تناظر:
په پاکستان کې د Assisted Reproductive Technology (ART) کارول قانوني او مذهبي اړخونه لري. په پرمختللو هیوادونو کې د ART لپاره قانون شته خو په پاکستان کې د ART په اړه ځانګړي قانونونه محدود دي، او موجود قانونونه لاهم د دې ټکنالوژۍ لپاره بشپړ چوکاټ نه لري.
پاکستان کې د ART طریقو کارول لکه In Vitro Fertilization (IVF) معمولاً د هغو جوړو لپاره روا ګڼل کیږي چې د خپل نطفې او هګۍ کارولو له لارې امیندوارۍ ته اړتیا لري. خو دا باید د نکاح په چوکاټ کې ترسره شي، او د بلې خوا څخه د نطفې یا هګۍ کارول یا سروګیسی مذهبي لحاظ منفي ګڼل کیږي.
⬅دی مضمون کې ځیني د پښتو لفظونه کیدلې شي د بعض ملګرو لپاره نا اشنا وي ،زده یي کړۍ چې په اسانه د خبرې په مقصد پوهیږۍ۔
👈امیندارې: حمل (pregnancy)
👈تولید: جوړیدل (reproduction)
👈بشپړ: مکمل، په مکمله طریقه (complete)
👈ستونزې: مسلې، مشکلات
👈رحم: بچه دانه( uterus )
👈کارول: استعمالول (use)
👈جنسې ملاپ: جنسي اړیکه (sexual intercourse)
👈څیړنه: ریسرچ (research)
👈پیچلتیاوې: مشکلات، (complications)
👈انتقالول یا لیږدول : (transfer)
👈جوړه: جوړې (couples)
👈طبیعي طور یا طریقه: قدرتي (naturally)
👈غیر جراحې: بغیر د جراحي (non-surgical)
👈تخمدان: اوورۍ (ovaries)
👈تولیدې نظام: (reproductive system )
👈پرمختګ: ترقې
👈تولیدې ستونزې:( fertility issues)
👈اړتیا: ضرورت ( requirment)
#الیګزینډر_حسین_ننګیال

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ