Money 0

پېسه ټکه

انسان په مختلفو شکلونو خپلې ماضي ته د تلو هڅه کوي ځکه چې د ماضي نه بغير انسان نيمګړی وي– يوه لاره ماضي ته د تللو دا هم ده چې په مختلفو دورونو کښې انسان د کرنسي يعنې پيسو استعمال څنګه کړی دی-
زمونږ په ژبه روزمره او محاوره کښې د مال دولت د پاره –پيسه ټکه — اصطلاح ډيره کارولی شوې ده وروستو بيا د روپۍ استمال هم شروع شوی دی- د انساني تهذيب په وړومبيو دورونو کښې خو به د جنس بدله کښې جنس يعنې د څيزونو بدله کښې د څيزونو ورکړه راکړه وه ځکه چې پيسه نه وه خو بيا د پيسې علامت د سرو سپينو اوسپنې وغيره په سيکه شروع شو- چې پلټنه وکړو نو په شپږ سوه قبل مسيح کښې د وړومبۍ سيکې استعمال سره به مخ شو چې هغه دور کښې د –پنه– په نوم ياده شوې ده- دغه روايت په درې سوه قبل مسيح کښې د موريه واکمنۍ پورې عام شوی وو- په وړومبۍ عيسوي پيړۍ کښې بيا د –رتۍ–په نوم يوه سيکه پخواني سري لنکا کښې جاري شوه چې زمونږ تر دوره خلقو يې نامه اوريده او په خپلو خبرو کښې به يې د کم نه کم قيمت د پاره يادوله- پيسه– اصطلاح په شپاړسمه عيسوي صدۍ کښې رواج شوې ده چې تر اوسه عام ده- دغسې د روپۍ اصطلاح په څوارلسمه عيسوي صدۍ کښې په هند کښې رواج شوې ده چې تر ننه عام ده–په سنسکرت ژبه کښې دا –روپيه– وه چې معنا يې وه د چاندۍ يا سپينو زرو سيکه- په برصغير چې انګريز واکمن شو نو د پيسه او روپۍ دواړه اصطلاحات يې جاري وساتل-او ورسره د کم نه کم قيمت د پاره ځنې نور اصطلاحات هم مشهور شول- لکه سورۍ پيسه–پائي–کوړي– دمړۍ–ټيړهي–کاسيره ټکه او انه وغيره- په انګريز دور کښې يوه روپۍ د څلور شپيته پيسو او شپاړس انو برابره وه-ګويا يوه –انه– کښې به څلور پيسې وي-يو درې پيسيز سره به يوه ټيړهي ملګرې شوه نو يوه انه به ترې جوړه شوه–دغسې يو شپږ پيسيز سره به دوه ټيړهي ملګرې شوې نو دوه انيز به ترې جوړ شو–دوه انيز به چې ډبل شو نو څلور انيز او څلور انيز به چې ډبل شو نو اته انيز او اته انيز به چې ډبل شو نو روپۍ به ترې جوړه شوه او دغه هر څه د پاره به خپله خپله سيکه وه-يوه پيسه به په يوه ټکه هم ياديده چې ورسره د کم قيمته څيز د پاره به د ټکه وال اصطلاح هم مروج وه- وروستو بيا بنګله ديش خپله کرنسي په ټکه بنياد کړه چې د پاکستان د دوه روپو برابره وه-افغانستان خپلې کرنسي ته افغانۍ ووييله او هندي يا پاکستاني کرنسي ته يې کلداره ووييله چې دغه کلداره بيا خپل تاريخي شاليد لري-په نولس سوه اووه پنځوسم کښې چې هند خپله روپۍ د څلور شپيته په ځاې د سلو پيسو برابره وګرځوله نو پاکستان هم دغه روايت خپل کړو او اوس يوه روپۍ د سلو پيسو برابره ده-خو د خوند خبره دا ده چې زمونږ ماشومان بلکې ځوانان هم نن پيسه– ټکه– پائي– دمړۍ–رتۍ– کوړي–کاسيره–يو هم نه پيژني–که ورته متل ووايې چې—اوښ په کاسيره شو خو کاسيره هم نشته–نو اوسنی نسل د دې متل په معنا نه پوهيږي– او دغسې نور ژبني اصطلاحات او کلتوري پس منظر هم دی چې تعلق يې کرنسي يا پيسې ټکې سره دی زمونږ اوسنی نسل يې له تفهيم او معنويت نه محروم دی– لږ ډير پام دې لور ته هم پکار دی– دا هم زمونږ ماضي ده– زمونږ د پلرونو نيکونو نخښې پکښې خوندي دي–

ډاکټر حنيف خليل

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ