په مور غني خان درې نظمونه او يوه څلوريزه ليکلې ده۔ د يو نظم عنوان ئې “مور” دے۔ او د نورو دريو واړو منظوماتو عنوان ئې “مورې” ايښے دے۔ څلور واړه منظومات ئې شاهکار دي۔ پۀ مور ګڼ شمېر شاعرانو نظمونه ليکلي دي۔ زما خپله شعري مجموعه “ما خو لا هېڅ درته وئيلي نۀ دي” کښې پۀ مور څلور نظمونه شامل دي۔ چې يو طويل نظم دے او د دغه طويل نظم جائزه ډاکټر سلمیٰ شاهين د جرس مجلې د نظم نمبر د پاره ليکلې وه چې دغه مجله کښې چاپ ده۔ دغه شان د باقاعده نظمونو نه علاوه مې پۀ غزلو کښې هم ځينې شعرونه د مور د مقدسې رشتې پۀ تناظر کښې وئيلي دي۔ مونږ به د نهم لسم پۀ نصابي کتاب کښې د فضل حق شيدا پۀ مور ليکلے يو نظم لوستو چې پۀ ساده ژبه ئې د سکول د ماشوم د جذباتو څرګندونه پکښې کړې وه۔ پۀ دغو ټولو نظمونو کښې د غني خان پۀ مور ليکلے شوي نظمونه يو جدا رنګ او آهنګ لري۔ زۀ يوې خبرې ته فکر اوړے يم چې زمونږ پۀ کلاسيکي شاعرۍ کښې دغه رجحان ډېر کم تر نظره کېږي او د شلمې صدۍ پۀ نوې شاعرۍ کښې د مور رشتې سره د تړلي احترام عقيدت او تقدس جذبات پۀ شدت سره مخې ته راځي چې يو ځانګړے نوم پکښې د غني خان هم دے۔ غني خان پۀ ماشوموالي کښې د خپلې مور جدائي ليدلې ځکه د هغۀ پۀ نظمونو کښې د مور د پاکې مينې نه د محرومۍ جذبات زيات پۀ غورځنګ دي او عموماً د هغه احساس ياد ورته پۀ زړۀ زيات راځي چې مور ئې د ماشوم بچي سره پۀ جذباتي تړون لري۔ پۀ دغو نظمونو کښې غني خان د مور د سيرت او کردار د حُسن خبره کوي خو ورسره د مور د مادي او معاشرتي ښائست ياد هم تازه کوي۔ غني خان دغو نظمونو کښې د خپل فلسفيانه مزاج تر مخه د ژوند او مرګ پۀ فلسفه هم خبره کوي او د مور سره د بچي د نفسياتي تړون نه هم پرده پورته کوي۔ هغه خپل وړومبي نظم “مور” سره يو وضاحتي نوټ هم ليکلے دے او نظم ئې هر څو کۀ پابند نظم دے خو د کوم مخصوص هيئت او چوکاټ پابند بيا هم نۀ دے۔ دغه وضاحتي نوټ او د نظم اغاز ئې پۀ دې ډول دے۔
مور
د ښکلې نه ښکلې د مست نه مست، د سور نه سور ګل اخر خپلې حېرانې او غمژنې سترګې د خزان يخو او بې رحمو بادونو ته پورته کړي او د خپل ژوند د شروع او خلاصېدو تپوس ترې اوکړي او دغې ته وايو مونږ فلسفه۔
زۀ مرګ يوه ورځ پۀ مخه کړم او د خپلې مور د سينې نه ئې د خاورو هغه ډيري له بوتلم کوم ځاے چې پۀ يو دشت او بيابان کښې د هغې هډوکي پراتۀ وو۔ ما چارچاپېره اوکتل ستغ درب، سره خاؤره او شنۀ کاڼي وو۔ دلته نۀ د ګلونو چمن وۀ، نۀ د بلبلو باغ، دې د بدرنګۍ پۀ سمندر کښې د حُسن يوه قطره هم نۀ وه۔ زۀ د خاؤرې د يو ډېري خوا کښې اودرېدم۔ يوه ماته شنه خازه وه۔ شل دېرش کاڼي ښکته پراتۀ وو۔ نورې ټولې وچې تږې اوږې خاؤرې وې۔ مرګ هم راورسېد او شاته مې د اسمانه اوچت ولاړ وۀ خو ما سر اوچت کړو او د مرګ خالق ته مې اووې
زۀ د هغې لال زۀ د هغې د سترګو تور ومه
زۀ به د هغې پۀ سينه تل اودۀ نسکور ومه
اوس ئې ښکته ښکته د مزار کاڼو ته ګورمه
خاورو کښې پرته ده چې ئې زۀ د زړۀ هلال ومه
هغه لال شو خاؤرې چې ئې زۀ وړوکے لال ومه
غني خان دويم نظم د “مورې” د عنوان لاندې ليکلے دے۔ دا نظم د مثنوي پۀ هيئت (Form)کښې دے چې د ژبې د سادګۍ او روانۍ سره سره د مصرعو چستي او ترنم هم ډېر لري۔ پۀ دې نظم کښې هم غني خان خپلې مور سره د خپل ماشومتوب د جذباتي تړون اظهار او د نفسياتي کېفيت څرګندونه کړې ده چې مونږ ته د پښتنو پۀ کليوال ټولنيز ژوند کښې د پښتني کلتور او دود دستور رنګونه هم ښائي۔ تر دې چې هغه لحظو سره مو هم مخ کوي چې يوه مور د يخنۍ پۀ اوږدو شپو کښې بچي ته روايتي قيصۍ کوي۔ د تکليف او درد پۀ وخت کښې د مور د مينې کېفيت او د ماشوم د وراني او شرارت پۀ وخت کښې د مور فطري غصه، بيا د پلار د غصې پۀ وخت د مور خپل بچي سره پۀ څنګ اودرېدل او د پلار د غصې نه ئې ساتل۔ د مور خپل بچي له پۀ ټال جوټې ورکول او ورسره سندرې وئيل، پۀ ماشومتوب کښې د مور پۀ غېږه کښې اودۀ کېدل او د الاهو ترنم محسوسول، د ماشوم د ناجوړتيا پۀ وخت د مور بې قراري او بيا پۀ همدغه ماشومتوب کښې د دغسې مهربانې هستۍ مرګ ليدل، دا داسې محسوسات دي چې زړګے رالړزوي۔ غني خان دغه محسوسات او کېفيات د نظم پۀ کينوس کښې راګير کړي دي او د خپل جذباتي شدت سره ئې بيان کړي دي چې خپل نظم ئې پرې شاهکار جوړ کړے دے۔ د انسان د داخلي کېفياتو داسې تصوير کشي، د مادي نړۍ د ټولو نه اوچتې او مقدسې رشتې سره د خپل جذباتي تړون داسې شاعرانه اظهار د پښتو پۀ شعري سرمايه کښې ډېر کم ليدے شي۔د دغه نظم اغاز ئې د “مورې” د عنوان لاندې پۀ دې ډول دے۔
مورې
ګر چې خاورو کښې دے پټ وجود ستا مورې
ماته يادې هغه شان ستا سترګې تورې
مورې ستا لاسونه مانه نۀ دي هېر
چې تکليف کښې به زما نۀ وو چاپېر
ستا د خولې قيصې يادومه هر ماښام
د ګنجي د هره مونې د بهرام(
ستا وهل د بل د مينې نه خواږۀ وو
ستا کنځل راته د بل دعا نه ښۀ وو
د “مورې” پۀ عنوان د غني خان دريم نظم د نفسياتي او کلتوري منظر نامې نه زيات فلسفيانه رنګ لري۔ د مور او بچي د تړون او رشتې د تصوير کشۍ پۀ وخت غني خان يو ځل بيا پۀ ماشوموالي کښې د مور جدائي پۀ خپل تنکي وجود د يو دروند غر هومره بوج ګڼي او د دغه بوج او کرب پۀ کېفيت کښې د کائنات خالق سره خبرې کوي۔ خالق کائنات ته د ماشوم عيسیٰ او بي بي مريم د جذباتي تړون حواله ورکوي۔ د رحيم او رحمٰن خالق پۀ دربار کښې خپله عاجزي او بې وسي د مور د مقدسې او لا زواله رشتې پس منظر کښې وړاندې کوي او دغه ټول احساسات او کېفيات د سواليه نخښو پۀ شکل د شعر پۀ ژبه وړاندې کوي۔ د اتو چپو پۀ بحر کښې معریٰ نظم ته نزدې د نظم پۀ هيئت کښې غني خان داسې ګويانه کېږي۔
مورې
دا پۀ سترګو د مريم کښې
چې ژړا وه کۀ خندا وه
چې ئې سور پۀ صليب اوليد
د عيسـیٰ د زلفو ول
دا څۀ ووايمه تا ته
چې رحيم ئې کۀ رحمن ئې
چې پۀ خاورو کښې کړې خاورې
د ګلاب ښکلے وربل
دا مستي وه کۀ معراج وۀ
دا جهان ئې چې روښان کۀ
کۀ د نور د يار د سترګو
دريابونه بهېدل
چې دا کفر کۀ ايمان وۀ
چې دا زۀ ئې لېونے کړم
چې دا غم مې پۀ خندا شو
کۀ مستۍ مې اوژړل
د مور د جدائۍ پۀ نتيجه کښې د ټولو محروميو شاعرانه اظهار غني پۀ درې واړو نظمونو کښې څرګند کړے دے خو د “مورې” د عنوان لاندې څلوريزه کښې ئې د يادو شوو ټولو محروميو ازاله د نتيجې پۀ توګه وړاندې کړې ده۔ د کائنات خالق نه د کړو سوالونو جواب ئې هم پخپله پۀ دغه څلوريزه کښې موندلے دے۔ د مور د مرګ نه پس هم غني د دغه مقدسې رشتې له تاثيره بې برخې شوے نۀ دے۔ د مور د وفات نه پس هم هغۀ د دغه لا زواله او بې مثاله رشتې خواږۀ محوسوس کړي دي۔ د مور د وفات نه پس هم د هغې د موسکو سترګو ياد د غني د هر غم علاج جوړ شوے دے او د زمانې د هر بېداد جواب جوړ شوے دے۔ دغه څلوريزه ئې د وړاندې دريو نظمونو د خلاصې او نتيجې حېثيت لري چې پۀ دې ډول ئې وړاندې کوي۔
مورې
چې غمونه مې د زړۀ نۀ شي چاپېره
او د خلقو بد خوئي د حده تېره
ستا مسکۍ سترګې مې تل وي مددګارې
ستا ياد د درد بېديا کړي ما نه هېره