0

تحريک او نظريه د ادب په تناظر کښې

تحريکونه د دوو بنيادي لارو نه سر ښکاره کوي يو د انداز اسلوب يا سبک نه او دويم د نظريې نه– يعني ځينې سبکونه په ارتقايي شکل تحريکونه جوړېږي او ځينې (Theorie) يا نظرئې تحريکونه جوړېږي،دا نظريات هم هغسې کېدے شي، چې سياسي نظريات وي نو سياسي تحريک به ترې جوړيږي، که ادبي نظريه وي، ادبي تحريک، که مذهبي نظريه وي مذهبي تحريک ترې جوړ شي، د دې مطلب دا دے، چې د تحريک يو بنياد خو هغه وو چې مونږ د سبک نه شروع کړو او تحريک ته راورسېدو خو يو بنياد ئې نظريه دے، په دې ټولنيزو علومو کښې يو څيز هم بغېر نظرئې نۀ شي کېدلے، څنګه چې سياسي، نفسياتي، مذهبي، نظريات دي، دغه شان ادبي نظرئې هم شته، نظريه پېش کوونکے يو فرد وي، هغه څۀ تصور وړاندې کړي، هغه تصور که انفرادي نه اجتماعي شو هغې ډېرو خلقو ته اپېل وکړو، په هغه نظريه باندې عملي کار وشو نو نظريه په خپله د تحريک شکل واخلي، دغه شان ادب کښې هم شوي دي، چې د ادب په مېدان کښې مختلفې نظرئې په مختلفو دورونو کښې پېش شوي دي او بيا هغه نظرياتو د تحريکونو شکل اخستے دے، د مثال په توګه، مارکسيزم، چې د مارکس د تصوراتو نوم دے، په ابتداء کښې دا نظريات دي، چې د هغۀ څومره د نظرياتو په حق کښې پيروکار وو، هغوي خپل ليکونه وکړل نو نظريه د تحريک په لُور روانه شوه، اوس چې مونږ مارکسيزم وايو، سره د دې چې بنياد ئې نظريه ده چې اوس ئې د تحريک شکل اخستلے دے، کله چې مونږ رييلزم يا رومانټيسزم وايو نو دا د نظړيو نه تحريکونه جوړ شوي دي، کله چې مونږ کميونزم وايو نو دا يو نظر وو، يو تصور او نظريه وه، چې دغه نظريه زياتو خلقو خپله کړه نو کميونيزم په خپله د تحريک په لُور مزل وکړو، د دې نظريو په بنياد تحريکونه وچلېدل- يعنې د هر عملي قدم د پاره يو نظرياتي اساس وي، تصورات وي، دغه تصورات په مختلفو ټولنيزو علومو کښې موجود وي نو دغه رنګ په ادب کښې هم نظريات موجود دي، دغه ټول نظريات دي چې د تحريک په لُور ئې قدم اخستلے دے،
دلته د دې خبرې وضاحت ضروري وو، چې (Theory) په تحريک څنګه بدلېږي، چې کله يو (Theorist) يا يو نظريه پېش کوونکے يو تصور پېش کړي، په خپل دور کښې هغه تحريک نۀ وي خو د هغې (Theory) يا نظرئې او تصور منونکي پېداشي، شرح کوونکي يې پېدا شي او هغه خلق بيا په خپلو ليکونو کښې يا په خپل سياست او ادب يا په خپلو مذهبي ليکونو کښې يا په نورو ټولنيزو علومو کښې په هغه نظرياتو باندې عملي قدمونه اخلي، کله چې دغه اجتماعي رنګ واخلي نو نظريه په خپله تحريک شي، ګويا تحريک ته رارسېدل په دوو لارو کېږي، يو د نظرئې د لارې او بله د انداز او اسلوب يا سبک د لارې، که اوس په ادب کښې تحريکونه لټوو نو مونږ به دغه دواړو لارو ته ګورو، ادبي تحريکونه نظرياتو نه جوړ شوي دي او يا ځينې تحريکونه د سبک او اسلوب نه جوړ شوي دي او د تحريکونو شکل ئې اخستلے دے، چې کله مونږ د تحريک خبره کوو، په دې کښې بنيادي څيز (Movement) وي، (Move) حرکت وي نو دا حرکت دا (Movement) يواځې د ادب د پاره نۀ وي، دا خو د ژوند د هر اړخ د پاره وي، چې د ژوند د هر اړخ د پاره وي نو مونږ سره ځينې تحريکونه سياسي دي، ځينې نفسياتي دي او ځنې نور- خو دغه ټول د ادب برخه هم ده، د ادب نه مراد نړي وال ادب دے يا دغسې د ژوند سره تړلې نورې نظرئې، روئې، سوچ،فکر هغه چې د تحريک شکل ئې اخستې دے، اول په خپله په خپل مېدان کښې هغه (Theory) وي او د (Theory) نه بيا تحريک جوړ شوے وي، بيا ئې د هغه ميدان يا مضمون نه سفر کړے وي، او په ادب کښې هم بيا يو ادبي (Theory) نظريه او بيا ادبي تحريک جوړ شوے وي. اوس که په دې تناظر کښې په تحريکونو نظر اچوو نو اصل خبره زمونږ ادبي تحريکونه دي، په ادبي تحريکونو کښې سياسي، نفسياتي، جمالياتي، مذهبي ټول تحريکونه شامل دي- هغه مونږ د ادب دائره کښې د بحث موضوع جوړه وو، نور د دې تحريکونو خپل خپل ځائے او محرک، مضمون دے، چې خپل پس منظر کښې راوچت شوے دے خو د ادب برخه جوړه شوې ده، په هغه تناظر کښې که مونږ د ادب لوئے تحريکونه راخلو، په ادب کښې درې لوې او بنيادي تحريکونه ګڼلے شي — کلاسيکي– رومانوي– او مقصدي يا حقيقت پسند– بيا نور ادبي تحريکونه، د دې درېو څانګې وې او بيا ځانله هم تحريکونه جوړ شوي دي چې د دغو درې واړو او يا دغو دريو نه زيږیدلو نورو ادبي تحريکونو بنياد په ابتدا کښې خپله خپله نظريه وه چې ورو ورو يې د تحريک په لور سفر کړے دے-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ