د خپل پلار ستر حمزه بابا فکر و نظر سره اختلاف لرونکے مراد شنوارے پخپله د پښتو ادب يو ستره حواله ده خو هغسې نه شي يادولے څنګه يې چې حق جوړيږي- نه په خپل ژوند کښې چرته قبليدو او نه د وفات نه پس- د څيړنکار په حيث يې د خيبر ادب په ۱۹۵۸ کښې چاپ کول د مترجم په حيث د شيکسپيير د ډرامو ترجمې کول د ډرامه ليکونکي په حيث پخپله هم ريډيو له يو شمير ډرامې ليکل د افسانه نګار په حيث يوه ټولګه افسانې ليکل د منتظم په حيث د اولسي ادبي جرګې لواړګي سکتر او روداد ليکونکی د ريډيو سکرپټ ليکونکی لايبريرين پاتې کيدل او د نورو ډيرو اړخونو او صلاحيتونو سره سره د شاعر په حيث بې بدله نظمونه ليکل بيا په شخصياتو کښې په کامل صاحب خاطر مولانا عبدالقادر او په ځانګړې توګه په رحمان بابا هغه نظم چې
يو فقير به اوسيدلو
تا ته ياد دي پيښوره
دا هر څه د مراد شنواري په کريډټ دي خو دې هر څه نه زيات جوت اړخ يې د پښتو د فلمي شاعرۍ دے چې د پښتو په فلمي نړۍ کښې ئې د فلم سازۍ، هدايتکارۍ، قيصه ليکونکي او طرز جوړونکي وظيفه هم تر سره کړې ده خو اصلي مېدان ئې د فلمي شاعرۍ دے. د معيار په حواله مراد شنواري هغه ځانګړے نوم دے چې په فلمي شاعرۍ کښې خپل مثال پخپله دے. د فلمي شاعرۍ د مزاج او ماحول د خيال ساتلو باوجود ئې پښتو فلمونو دپاره د ډېر اوچت معيار سندرې ليکلې دي چې يو شمېر سندرې پکښې دپښتني شان، غېرت، ځوانمردۍ او تاريخي شعور ترجماني کوي او ګڼ شمېر سندرې ئې د فلم د ماحول مطابق رومانوي او کلتوري رنګونه هم لري. د پښتو فلمونو کښې د پښتنو په اتل او جنګيالي مجاهد ملتان خان يو فلم د “ملتانے” په نوم جوړ شوے دے چې د قيصې ليکوال ئې هم مراد شنوارے دے.د موسيقۍ په تړون کښې ئې هم د موسيقار کمال احمد سره برخه لرلې ده او د دغه فلم سندرې هم مراد شنواري ليکلې دي. په دې فلم کښې څو سندرې په اردو ژبه کښې هم شاملې کړے شوي دي چې د اردو شاعر سعيد ګيلاني ليکلې دي او د ناهيد اختر او غلام عباس په اوازونو کښې وئيلے شوي دي. هسې خو دا غونډ فلم د پښتو سره سره په اردو ژبه کښې هم نندارې ته پېش شوے ؤ خو دلته مونږ د دغه فلم په پښتو شاعرۍ خبره کوو چې شاعر ئې مراد شنوارے دے. د دغه فلم ټولې سندرې يادګارې، زړۀ راښکونکې او مقبولې دي چې يوه پکښې د خيال محمد په اواز دا مقبوله سندره هم شامله ده.
مۀ خېژه سپوږمۍ
زما سپوږمۍ — په خوب اوده ده
خوب ئې د ځوانۍ دے
د ځوانۍ په خوب نشه ده
مه خېژه سپوږمۍ
د دغه فلم نورې سندرې هم ډېرې خوږې او خوندورې دي چې د موسيقۍ د تړون سره سره د مراد شنواري د شاعرانه مهارت نخښې هم ښائي. څو نمونې ئې وګورئ.
لاس په تندي مې درته ايښے دي سلام واخله
د مينې جام واخله د مينې جام واخله
د کشور سلطان په اواز
يارانو نورې خوشې د دنيا واړه قيصې دي
نشې يا تماشې دي
(دهدايت الله او خيال محمد په اواز د چرسيانو سندره)
يم بغدادۍ کونتره
تاوېږم لر و بره
په سترګو سترګو کښې هر چاته زۀ ستونه کوم
نخرې نازونه کوم
(د ګلنار بېګم په اواز)
دغه شان د اوربل فلم سندرې هم د کلاسک درجه لري چې مراد شنواري ليکلې دي “مينه او وينه” دپښتو يو بل داسې فلم دے چې د خپلې ژوندۍ شاعرۍ او موسيقۍ په وجه ئې شهرت او مقبوليت تر لاسه کړے ؤ. د دې فلم موسيقار رفيق شنواري او شاعر مراد شنواري دے. دې فلم کښې مراد صېب د پښتنو د ننګ او مړانې سندرې هم شاملې کړې وې او روماني سندرې هم. د هدايت الله په اواز دا سندره ئې دپښتنې ننګ ترجماني کوي:
اے د شاه زلمو وطنه
اے د ننګيالو وطنه
تا کښې خو پراتۀ زمونږ د تورې داستانونه دي
خاورو کښې دا ستا پرته زمونږ د غېرت وينه ده
ستا هره ذره زمونږ په سرو وينو رنګينه ده
ستا د پاره زړونو کښې زمونږ لېونۍ مينه ده
ښۀ ولاړ په فخر درته هسکه غړۍ غرونه دي
د نويته خان په اواز دا سندره ئې هم د رومانوي فضا تخليق کوي:
زما د مينې په اور سوي لېوني پراتۀ دي
په دې کوڅه کښې داسې داسې لېوني پراتۀ دي
فلم “وينه او مينه” کښې د نورو ګڼو سندرو سره سره د مراد صېب ليکلې يوه بدله هم شامله ده چې د قمرو جان په اواز وئيلے شوې ده او فلم کښې د ياسمين خان په خلۀ وئيلے شوې ده. د دغه بدلې ابتدا داسې ده:
خطا نۀ شې د دنيا په سود او زيان
وفا نۀ کوي د چا سره دوران
اخر وبه خورې په مخ د مرګ څپېړه
کۀ ډېر اوګرځې ژوندے په دې جهان
د دغو سندرو نه علاوه چې د مراد شنواري په فلمي شاعرۍ کښې کومو سندرو د شاهکار درجه ترلاسه کړې ده هغه سندرو کښې د فلم “جرم او سزا” دا سندره وګورئ:
اواز په ټول جهان زمونږ د ننګ دے
هر خوا ته د پښتون د تورې شرنګ تلے دے
د فلم “ټوپک زما قانون” دا سندره!
وطن درنه د وينې قرباني غواړي غازيانو
په شمع د ننګ وسېزي ځانونه پتنګانو
د فلم “عجب خان” دا سندره چې :
د ننګ پښتو په دې جامه څومره درنه شومه
خدائيګو پښتنه شومه !
د “اجرتي قاتل” دا سندره د ګلنار بېګم په اواز ريکارډ شوې ده
خط مې راغلے د جانان دے
څۀ ئې درته ليکلي دي
خورې شرمېږم چا ته نۀ وايم حالونه
دې کښې چل دے
او بيا د کورس په شکل نورې ملګرې وائي:
څۀ ئې درته ليکلي خورې
څۀ ئې درته ليکلي:
همدغه شان د کورس په شکل د ګلنار بېګم او ملګرو په اواز د مراد شنواري دا سندره هم د قبول عام درجې ته رسېدلې ده چې:
نن مې يو خبره په خپل کور کښې اورېدلې ده
تاسو ته همزولو — او وايم که نۀ وايم
د فلم “اوربل” سندرې خو ټولې د قبول عام درجه لري چې وړاندې ئې يادؤنه هم شوې ده خو يوه سندره ئې دلته پېش کول غواړم : دخيال محمد اونويته خان په اوازونو دا برغيزه سندره وګورئ.
هيره مې نۀ کړې زۀ منت درته کوومه
قربان شم
ياره مسافره قربان شم
څۀ وائې ګلې څنګه تا به هېرومه
قربان شم — تا به يادومه قربان شم
او بيا د فلم ګناهګار دا شاهکار سندره هم وګورئ:
تر څو پورې به سوزمه دغم په سرو لمبو کښې
دا څۀ رنګه ژوندون دے
وهم به تيندکونه لا تر کومه په تېرؤ کښې
دا څۀ رنګه ژوندون دے
د خيال محمد په اواز د فلم لمبې دا سندره ئې هم په زړونو نقش ده چې:
نن په څنګ کښې د خوبونو شهزادګۍ چې راسره ده
دغه شپه دې نۀ تيريږي — څومره ښکلې غوندې شپه ده
د مراد شنواري د فلمي شاعرۍ د معيار او مقام دغه قيصه ډېره اوږده ده ځکه مونږ وئيلے شو چې د پښتو په فلمي شاعرانو کښې که امير غلام صادق د سند او اعتبار نامه ده نو مراد شنوارے هم د وقار او معيار نامه ده.—– خو ورسره مراد د علمي ادبي ميدان د شهسوار نامه هم ده–
0
