“نرګس” (Narcissus) د يو ښکلي ګل نوم دے کوم چې پۀ جدا جدا رنګونو کښې موندلے شي. پۀ ځينې علاقو کښې دغه ګل د “ګلينګس” پۀ نامه هم پېژندلے شي. شاعران د سترګو تشبيح د نرګس سره کوي لکه چې رحمان بابا وائي:
هغه سترګې چې نرګس وې هم بادام وې
تـېـرې تورې شـــــوې زمــــــــــا پۀ قتلولو
د نرګسيت Narcissism اصطلاح هم د دغه ګل نرګس نه پېدا شوې ده او معنا يې ده پۀ ځان مئېنېدل، د ځان سره مينه کول، د ځان نه متاثره کېدل، ځان ته متوجه کېدل، انانيت، خود پرستي وغېره. نرګسيت د ارواه پوهنې/سائېکالوجي اصطلاح ده او د سائېکالوجسټانو د وېنا ترمخه دا يوه نفسياتي بيماري ده پۀ کومې کښې چې انسان ته خپله هره ادا او هر عمل د نورو خلقو نه غوره ښکاري. خپل کړۀ وړۀ او خپل ځان ورته د نورو نه ښۀ او اوچت ښکاري. پۀ دې بيمارۍ ناروغه خلق نن سبا پۀ هره شعبه او هر ځاے کښې موندلے شي. دلته دا پوښتنه پېدا کيږي چې نرګس د يو ګل نوم دے نو بيا ولې پۀ ځان مئېنېدو ته نرګسيت وائي؟ نو د دې پۀ شا يوه يوناني ديومالائي (Greek Mythology) قيصه پرته ده. د يونانو د عقيدې مطابق د اسمانونو غټ خداے “زېوس” Zeus ډېر زيات حُسن پرست وو او ګڼ شمېر عشقونه يې کړي وو. د هغۀ اوومه (7th) ښځه “هيرا” (کومه چې د هغۀ خور هم وه) د زېوس د دغه عادت نه ډېره تنګه شوې وه. د زېوس يوه معشوقه د ګلونو خداے “ايکو” Eco هم وه او چې کله به هغه پۀ ځنګل تېريدۀ نو د “اېکو” سره به ټوله ټوله ورځ ناست وو. د “اېکو” پۀ دغه محفل کښې به نورې جينکۍ هم موجود وې او “زېوس” به د دغه نورو جينکو سره هم تعلقات ساتل. د “زېوس” ښځه “هيرا” چې کله د دې قيصې نه خبر شوه نو “اېکو” ته يې ښېرې اوکړي او دغه ښېرو اثر ډېر زر اثر ښکاره شو. “اېکو” د ستونځو سره مخ شوه. او هغه د چا خبره چې خپه يې سمه نۀ لږېده. يوه ورځ “اېکو” پۀ ځنګل کښې ګرزېده چې د سيندونو د خداے ځوے “نرګس” Narcissus يې وليدو. نرګس ډېر زيات ښکلے ځوان وو. چې د “اېکو” نظر پۀ “نرګس” ولږېدو نو د هغۀ پۀ مئېنه کښې بنديوانه شوه. نرګس د هيچ چا سره هم مينه نۀ کوله او لاپرواه ژوند يې تېرولو. ورځ تر ورځ به “اېکو” د نرګس پۀ مينه کښې نوره هم ډوبېده خو پۀ نرګس د چا د مينې هيڅ اثر نۀ کېدۀ. “ايکو” چې کله ډېره مايوسه شوه نو نرګس ته يې دا ښېرې اوکړې چې “پۀ ځان مئېن شې چې د مينې د حاصلولو هيڅ چل نۀ درځي” نرګس ته ښېرې قبولې شوې او يوه ورځ نرګس پۀ اوبو کښې خپل ځان وليدو او پۀ ځان مئېن شو. دغه د ځان سره مينه اخر دې حد ته ورسېده چې نرګس بۀ هر وخت د ډنډ پۀ غاړه ولاړ وو او پۀ اوبو کښې به يې خپل ځان ته کتل. يو ورځ نرګس پۀ ډنډ کښې د ځان د ښکلولو هڅه کوله چې ډنډ ته پرېوت او ډوب شو. څۀ موده پس پۀ ډنډ کښې پۀ هغه ځاے يو ښکلے ګل راوټوکېدو او د هغه ورځې نه د د دغه ګل نوم “ګل نرګس” کېښودلے شو. نرګس چې به کله خپل عکس ته پۀ اوبو کښې کتل نو ټيټ به ولاړ وو دغه وجه ده چې د نرګس بوټے هم ټيټ/کوږ وي.
پۀ ادب کښې د نرګسيت سره سمه د “د شاعرانه تعلي” اصطلاح کارولے شي. تعلي او نرګسيت پۀ ښکاره خو يو شے دي خو بيا هم ځينې پوهان دعوه کوي چې د دواړو ترمېنځه لږ شان توپير خامخا شته او هغه دا دے چې پۀ “تعلي” کښې شاعر صرف د خپلې شاعرۍ نه متاثره وي او خپله شاعري د نورو نۀ غوره او اوچته ګڼې ولې پۀ نرګسيت کښې انسان ته خپله هره يوه ادا غوره او ښکلې ښکاري. د شاعرانه تعلي مثالونه د کلاسک نه واخله تر دې دمه پورې د ډېرو شاعرانو پۀ شاعرۍ کښې موندلے شي لکه چې رحمان بابا وائي:
خوشحالا او دولتا مې غلامان دي
زۀ رحمان پۀ پښتو ژبه عالمګير يم
او يا خوشحال خان خټک وائي
پۀ پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتح پۀ سمند کړ
حميد بابا وائي:
اوس د فکر توره واچوه حميده
چې دې نشته پۀ پښتو کښې بل حريف
#حسن_زېب_حسن