Nazam By Sahib Shah Sabir 0

د هغه کلي نه راغلې مېلمه!

د هغه کلي نه راغلې مېلمه!
وايه د هغه کلي حال څنګه دے؟
چې څه بدلون پکښې راغلے که نه؟
د خلکو فکر څنګه خيال څنګه دے؟
اوس هم د هغه ځائے ليکوال شاعران
د افسرانو قصيدې وائي؟
اوس هم د هغه ځائے خانان ملکان
ځان درنوي خپلې درنې وائي؟
اوس هم د هغه ځائے غريب دله دے؟
په ټوک ډوډۍ پردۍ حجرې ساتي؟
په شاباسي باندې مرګونه کوي؟
شان د خانانو د شملې ساتي؟
مجرمان! اوس هم سپين سپېځلي ګرځي؟
افسران اوس هم رشوتونه اخلي؟
سمګلران! اوس هم د نوټونو په زور
د چا ايمان د چا سرونه اخلي؟
د هغه کلي نه راغللې مېلمه!
وايه د هغه کلي حال څنګه دے؟
هلته کښې اوس هم د عاشق زندګي؟
په غم لړلو اسوېلو کېږي؟
اوس هم د مينې د مئين زندګي
په فريادونو په زبېرګو کېږي؟
اوس هم د هغه ځائے د ښکلو فِرقه
له عشقه بود غواړي بهبود غواړي؟
له مئينانو نه څه بوده کوي؟
د محبت له سره سود غواړي؟
له هغه کلي نه راغلې مېلمه!
وايه زما د ﻻلي حال څنګه دے؟
چېرته په لار کوڅه کښې ښکاري که نه؟
څوک يې په ښه بده کې ستائي که نه؟
زما غزلې خو ترې هېرې نه دي؟
د خپل ښائست سندرې وائي که نه؟
رښتيا زما هغه ياران څنګه دي؟
د محبت په ﻻره سم دي که نه
د غېرت اوور خو ئې مړ شوے نۀ دے
پۀ مينه هغسې محکم  دي که نۀ؟
د هغه کلي نه راغلې مېلمه!
وايه د هغه کلي حال څنګه دے؟ا

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ