0

باچا خان او عدم تشدد

تشدد د دليل او مکالمې لاره نيسي او عدم تشدد دليل او مکالمې ته لاره ورکوي- تشدد د بې صبرو خلقو کار وي او عدم تشدد د صبر او زغم نوم دی- تشدد لنډ مهالی وي او عدم تشدد د مسلسل جدوجهد نوم دی- تشدد که هر څومره اوږد هم شي خو نتيجه يې بيا هم په عدم تشدد تماميږي-
د باچا خان د عدم تشدد په تصور ډير تنقيدونه هم شوي دي- خو زه وايم چې په ځانګړي ډول هم او په اجتماعي ډول هم د تشدد او عدم تشدد خپل خپل وخت تناظر او موقع وي او د باچا خان د عدم تشدد محل او تناظر د تشدد په مقابله کښې درست او زيات موثر وو- د دغه تشدد او عدم تشدد تصور پخپله د هند په لوې ګوند کانګريس کښې هم شتون لرلو چې ګاندهي يې د عدم تشدد او سبهاش چندر بوس د تشدد منونکی وو- سبهاش که په خپل مقصد کښې هر څومره مخلص وو خو اولس ته ګټې ګاندهي راوړې وې- ځکه چې لار يې د عدم تشدد وه- د پښتون اولس مزاج هر څو که د عدم تشدد نه وو خو باچا خان سره يې بيا هم منلی وو– تر دې چې دغه تصور په پښتنو منلو د پاره پخپله ګاندهي د باچا خان په پښتنه سيمه کښې وخت هم تير کړی وو چې بيا پرې هندي ليکوال پيارے لال ځانګړی کتاب وليکلو — ګاندهی جی بادشاه خان کے ديس مين– باچا خان پخپله هم د پښتون مجلې د کال ۱۹۴۰ په ګڼو کښې د عدم تشدد په وضاحت کولو ليکونه کړي دي او د خپلو تقريرونو خلاصې يې هم چاپ کړې دي چې عدم تشدد ته يې د خدايي خدمتګارو اصول وييلي دي نه چې د کمزورو خاصه- باچا خان دا هم وضاحت کړی دی چې د هغه د عدم تشدد تصور د ګاندهي نه هم ماخوذ نه دی او دا خبره يې اپيل هم کوي ځکه چې باچا خان د عدم تشدد رويه له هغه ځايه خپله کړې وه چې ۱۹۱۰ نه د ازادو سکولونو رواج يې شروع کړی وو- پښتانه يې د ذاتي دشمنو او د ټوپک په ځايې تعليم او قلم ته رابلل- او بيا په ۱۹۲۱ کښې يې د انجمن اصلاح الافاغنه د سيوري لاندې د تعليم تهذيب ادب شعور پوهې او اصلاح کار ته تحريک ورکړو نو دې وخت کښې خو د باچا خان ګاندهي سره هيڅ تعلق او اړيکه نه وه- باچا خان په خپل دغه تصور کلک ولاړ وو– کله کله به د انکريز ظلم و ستم کښی شدت هم دې د پاره وو چې پښتانه په تشدد مجبور کړي خو باچا خان پوره زغم او استقامت سره د عدم تشدد لاره نيولې وه تر دې چې همدغه عدم تشدد يې خپل طاقت او وسله جوړه کړې وه- په رښتيا هم دغه صبر زغم نرمۍ او عدم تشدد کښی زور وو- ځکه زه چې د خيبر اپريدي د دې شعر په معنا ځان پوهول غواړم نو د باچا خان جدوجهد او د عدم تشدد تصور مخې ته ږدم چې خيبر وييلي وو —

زور دی په نرمۍ کښې د سختۍ نه ډير
لار په غره کښې وباسي پستې اوبه

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ