Non-violence and Islam 0

عدم تشدّد او اسلام

وحي د ذاتي مفاداتو او مصلحتونو څخه آزاده وي او دغسې وحي د هر انسان بريالتوب، فلاح، خوشحالۍ او کامیابۍ په پام کښې نیسي. وحي ته د هر انسان واړه غوښتنې یو شان مهم دي. د دې په مقابل کښې چې کله دغه مسؤلیت انساني عقل ته وسپارلې شي نو انساني عقل به د ژوند د واړه امورو سره تعامل د خپلو تجربو په بنیاد کوي. د یو حدیث په اړه صحابه، تابعین او فقهاء د خپلو پوهې او بصیرت له مخې پوهیدلي او ټولو دغه مفاهیم د دلائلو په اساس امّت ته وړاندې کړي دي. که چرته د یو نه زیات تعبیرات وړاندې شوي هم دي نو د الله رسول ﷺ د دې اجازه ورکړې مګر دا اجازت د شریعیت په حدودو او چوکاټونو کښې دننه ورکړلې شوې ده. زمونږ د بنسټیزې لارښوونې سرچینه قرآن او حدیث دے. که چرې دا حدود نۀ وے نو هره ورځ به لکه د مغرب نوې نوې نظریات او مذاهب مخې ته راتللې. هره ورځ به د حق او د باطل د پاره نوې نوې معیارونه جوړېدل. دا د اسلام ځانګړتیا ده چې معقولیت پکښې شته دے. لویو لویو فقهاءُ او محقّقینو په دې اړه په خپلو تصنیفاتو کښې وضاحتي خبرې کړي دي او دا ئې ثابته کړي ده چې اسلامي احکامات د عقلي غوښتنو او مصلحتونو سره سمون خوري، تر دې چې بعضې اهلِ علم وئیلې دي چې اسلام د مصلحت نه عبارت دے او هر شرعي حکم په انساني ژوند کښې مصلحت تر لاسه کول دي. د اسلام یو صفت د توازن او اعتدال هم دے. اسلام د نارینه او ښځو د پاره متوازن قانون لري او دغسې په بشري حقوقو کښې ئې نارینه او ښځې له مساوي درجه ورکړې ده. د شتمنو، غریبانانو، کاروباریانو، مذدورانو، د عوامو او د حکومت تر مینځ اړیکې، د مجرمانو او مظلومانو تر مینځ د انصاف غوښتنو ته که په حقیقت پسندۍ سره وکتلې شي نو اسلام ورسره د توازن معامله کوي.

د تشدّد تلبیس د طاقت استعمال ته وئيلې کېږي او د دې د لارې د یو چا مرګ، ژوبله او استحصال کېدې شي. د نړۍ په کچه د تصادم او بدامني یوه مهمه وجه د انکل سېم استعماري پالیسۍ ده او د عالمي بالادستۍ د پاره ئې تشدّد ته مخه کړې ده او دوي په دې باوري دي چې تر څو پورې په نړۍ کښې تاو تریخوالے نۀ وي، تر هغې پورې د دوي تسلط په عالمي کچه ممکن نۀ دے.

د استعماري قوتونو د پاره تر ټولو لوي خط_ر اسلام دے او د دې مهمه وجه قرآن کریم دے چې په هر دور کښې د نړیوال انق_لاب رامینځته کولو وړتیا لري. د سابقه ص_در ج..ارج ب_ش مشیر او د دفاعي بورډ غړي “ا_یلیټ ک_وهین” وائي چې “د ام_ریکې اصلي دښم_ن، اس_لام دے”.

باختصار شديد که څوک د خپل ځواک په زور د ښځو سره ناوړه چلند کوي نو خلاف ئې یو، که څوک په ښونځیو کښې په ماشومانو جسماني تشدّد کوي نو غندنه ئې کوو ، که څوک په مدرسه کښې د ماشومانو سره زیاتې کوي نو criticize کوو ئې، که څوک اسلام د خپل ذاتي مفاداتو د پاره استعمالوي نو دغه لوي تدلیس د ابلیس دے.

د دې نه سر بېره ډېرې مفروضې او پروپیګنډې دي چې په هر صورت کښې په هره معاشره کښې شتون لري. که یو فریق په چا ظلم کوي نو بل فریق هم په ظلم کښې وړومبے دے، دویم نۀ دے، ځکه چرته چې قانون نۀ وي نو هلته د یو جرم د اثبات د پاره د بل جرم د اثبات وسائل امرِ ممکن دے.

خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ