0

زمونږ خلک او طبي ستونځې

دلته هر څوک د فېملي فزيشن سره رجسټرډ وي او هغه د مريض ټول طبي ريکارډ پۀ کمپيوټر کښې خوندي ساتي – څوک نېغ پۀ نېغه سپېشلست له نشي تلے بلکه د ضرورت تر مخه ئې فېملي ډاکټر سره د ريکارډه ريفر کوي او دواړه بيا د مريض د فالو اپ کوي –

زمونږ پۀ وطن د فېملي فزيشن تصور نشته – د سرکار هېلتھ سسټم پرائېوېټ ډاکټران د ريکارډ ساتلو پۀ قانوني توګه نۀ پابند کوي – څوک ډاکټر دے څوک نۀ دے هېڅ پته نۀ لګي – کۀ څوک ډاکټر له ځي او کة سپېشلسټ له خوښه ئې خپله – کومې دوايانې خوري ؟ د کله نه ئې خوري ؟ او څومره ئې خوري ؟ کومې پرې ښې راخي ؟ کومې پرې بدې راځي ؟ هېڅ ريکارډ ئې نۀ وي –

پۀ دې وجه اول خو مريض ته د خپلو دوايانو پته نۀ وي – او کۀ څوک د ځان سره دوايانې يوسي نو د ډاکټر سره دومره وخت نۀ وي چې هغه لويه کڅوړۍ دوايانې ، ټسټونه او نسخې اوګوري خو بس دومره اوکړي چې يوه نوې تېلۍ ورته ډکه‌ کړي او کور ته ئې وليږي –

بله ستونځه دا وي کۀ د زړۀ سپېشلسټ د معدې دوايانې نۀ ګوري , د معدې هغه د ګردو نۀ ګوري او ګردو واله د مزغو نۀ ګوري – د دې نه دا جنجال جوړ شي – چې ځينې دوايانې د بلې دوائي اثر زياتوي نو دا هم نقصان کوي – او ځينې د يو بل اثر کموي نو هغه ځان له مسئله ده ځکه مريض د نوې کشالې سره مخ کړي –

د دې پۀ نتېجه کښې د انسان د وجود روغ اندامونه هم متاثره کېدل شورو شي – ځکه چې زمونږ د خلکو زياتره بيمارۍ ميټابالک وي او چې د يو سپېشلټي مرض پۀ چا کښې ننوځي نو بيا پۀ نمبر نمبر ټول نظامونه خرابوي – ځکه چې ميټابالک رنځونه د يو بل سره تړلي دي – خو بس سيند خړ دے او مهي ړاندۀ دي –

د سپېشلسټ نه پس پکښې اوس د سب سپېشلسټ يا سوپر سپېشلټ اضافه اوشوه – چې مرکزي ډهانچه نشته نو دا خو مريض دا شته اندامونه ښۀ تقسيمول دي – د ټېسټونو کاروبار او د فيسونو مستقبل به نور روښانه شي – د دوايانو کڅوړۍ به بوجۍ ته ترقی وکړي خو يقين مې نشي چې پۀ دې شته نظام کښې ترې يو مريض ته هم فائده ورسي –

اخيري او مهمه خبره دا ده چې د دوايانو خوراک هسې هم ښۀ کار نۀ دے – کۀ بيا هم ضرورت وي نو هغې ډاکټر له ځئ چې څوک مو مکمل ډيجيټل ريکارډ ساتي – او پۀ يو اېس بي کښې ترې خپل ټول ريکارډ خپل کمپيوټر له د خوندي کېدو له پاره راوړئ –

چې کومه ليبارټري درله هر رنګه ټېسټ کوي د هغې سافټ کاپي ترې خامخا اخلئ – او د مريض د نور ريکارډ سره ئې خوندي کوئ – چې بيا د ضرورت پۀ وخت د رېفرنس له پاره ئې پۀ يو کلک د دنيا هر ګوټ ته لېږلے شئ –

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ