د باجوړ فضا د ویر او ژړا نه ډکه ده ! هره سترګه نمجنه او هر زړه دریدلی دی !
ستا په ګاړي باندې د ډزو شمېر نه شي کیدې ! ستا وینه د باچا خان بابا د سل کلن امانت “ پښتون رساله “ باندې پرته ده ! د پښتون مبګزین جوړه د پښتون وطن نقشه چې وینه خوري نو ستا د وینې رنګ خړوب کړه ! ستا په ویر یو “ لیونی” چغې وهي ! ستا د شخصیت جادو لیونی مازغه هم د درړ سره اشنا کړي دي ! غار غار سینه د دښمن په ګولیو ….ستا د خولې ټپه څومره رشتونی وه
په تور دکن دې څلې جوړ شه
د بې ننګې اواز دې رامه شه مئینه
د لفظونو د حرمت نه خبرداره مولانا !!!! تا چې د ازداۍ امن کوم ارمان په سینه پورې نېولی تر ګوره یوړو خو دغه بزدل او دله دشمن ته دې سر ټیټ نه کړو ،،،، ستا زیکه ځواني ، چنار چنار قد به لا د چا نه څنګ هیر شي ؟؟؟؟
د باچا خان بابا د فکر شمع په لاس په پښتون وطن کې لکه ملنګ ګرځیدلي ېاره ! ته په هر څه خبر وې ! بیا هم د مړانې دغه رسم او دغه ادا تاریخ خوندي کړه
په ناوګۍ کې اوبه نه وې
د میمونۍ د وینو راغلل سېلابونه
هم هغه ناوګۍ کې چې خلکو ستا اخري دیدار کولو نو ټولې سترګې د اوبو ډکې وي شاهد چې چا لیدلی وې چې په ناوګۍ کې اوبه شته که نه ! د خان زیب جانان په ویر د اوښکو سیلابونه راغلي دي !
زما یو نژدی ډاکټر ملګری چې ټول عمر یې اپریشنونه کړي دي زړه یې سندان دی داسې راسره په بړف بړف اوژړل چې ما ورته قدرې دا هم نه شو ويلې چې مه ژړا !
ستا د مرګ تماشه د ژوند هینداره وه ! مونږ مړو ستا د ژوند جناره کوله ستا مرګ په مړو زړونو کې هغه ادا اوکړه جې دغه زړونو کې یې ساه پوک کړه !
باچا خان بابا ته جنت کې وایه هسک سر درته راغلی یمه
نه ځان ته مختورن یم … نه تاریخ ته او نه قام ته !
زما په مخ لاړې راتو کړه
که مې د ننګ ګولۍ په شاه خوړلي وینه !
ستا هره ادا رشتونی وه … په ژوند مئین خلک د مرګ نه ډار نه کوي ،——- خو رشتیا دا دي چې مونږ دې یتیمان کړو !ً
د وطن او ژوند په مینه مسته مولانا ! څوک تا هیرولې شي
تاریخونه به په تا ویاړ کوي
تا یو ورځ ماته وې د شیر عالم قیصې په باره کې ستا څه خیال دی ما درته اوږده قیصه کړې وه
ما وې شیر عالم ذهني بیمار ؤ دغه بیمارۍ ته مونږ Othelo syndrome وائیو او دغه اوتهلو ټکی نفسیات دانو د شکسپیر د ډرامې د یو کرداره راخستی دی ! خو دغه قیصه کې تر ټولو د خوند ټکی دا دی چې پښتانه دغه کار غندي !!!
خداې خو دې خوار کړه شیر عالمه
د تماکو په پاڼو چا کړي مرګونه
تا وې تا زه په بل کفیت کې واچولم معنا دا که پښتو د نقسیاتو ژبه وې نو دغه بیمارۍ ته به بیا مونږ شیر عالم سنډرړم وئیلو !!! ما اوخندل خو ستا په دغه خبره مې بیا سوچ ډېر کړې ؤ او چې کله به مې هم طالب علمانو ته اوتهلو سنډروم وئيلو نو دغه قېصه او د ژبې د ارزښت خبره به مې ضرور کړي وي
د ناوګۍ د وینو د سیلاب مولانا !
ستا د ژوند ادا به تل ژوندی وي ! ستا رشتنې ارمان به تل سپځلی وي ! ستا وینا او لیک عمل او کردار به چرته هم د پښتون د تاریخ نه څوک وران نه کړې شي
خداې خبر دا څه لیکم ستا د غم کهتارسس چل راله هم نه راځي
همدرد يوسفزے