0

په سويلي پښتونخوا کښې د نظري کره کتنې ارتقائي يون

تنقيد د ادب سره داسې اوږه په اوږه راروان دے چې په هيڅ صورت ترې انکار نۀ شي کېدے ادب د تنقيد نه او تنقيد دادب نه بغېر نيمګړے وي د تنقيد د پاره د کره کتنې،جاج، محاکمې او فيصلې نومونه پکارولے شي چې  تقريباً ټول د يو غرض او مقصد په توګه خپله دنده ترسره کوي،د کره کتنې وضيفه د يوې شاهپارې يا ادب پارې ښه او بد کره او کوټه په ګوته کول وي ـ

” تنقيد د عربۍ اصطلاح ده،په ادبي دنيا کښې په انګرېزۍ کښې د criticism په معنیٰ استعمالېږي چې د يوناني اصطلاح  krnien څخه اخذ کړے شوې ده، د دغه يوناني کلمې مطلب  to judge or to discover دے ـ  په عربۍ کښې د تنقيد د پاره نورې کلمې هم استعمال شوي دي، لکه موازنه، محاکمه او تقريظ خو دا د تنقيد د خاصو طريقو نومونه دي موازنه د دوو يا دوو نه زياتو شاعرانو د کلام تقابلې مطالعه ده محاکمه د نزاع په حال کښې د شاعرانو ترمينځ د فيصلې يو شکل دے تقريظ د يو ادبي شاهکار ستاينه ده، په انګرېزۍ کښې هم د تنقيد سره سره   Estimate, Appreciation, Evaluation, Assessment, Judgmentاو دغه رنګ نور اصطلاحات پکارولے شي”[1] ـ

 په لويه پېمانه تنقيد يعني کره کتنه محض دوه  غټ قسمونه لري چې يو ته نظري يا نظرياتي  کره کتنه او بل ته عملي کره کتنه وائي ـ  د دې نه علاوه  د وخت او ضرورت له مخه نور نوي نوي مکتبونه  او دبستانونه په وجود کښې راغلي دي  او دا سلسله روانه هم ده چې زياتره پوهان هم دغه مکتبونه د تنقيد قسمونه ګڼي خو ولې دا قسمونه نه دي بلکې مکتبونه او دبستانونه دي ـ

”  تنقيد د ژوند د هرې څانګې او هر مېدان سره تعلق لري او هر علم او فن خپل تنقيد لري خو څومره تعلق چې ئې ادب سره دے دومره ئې بلې څانګې يا بل مېدان سره نشته بلکې ادب د ژوند يواځنے داسې مېدان دے چې د دې په حقله د کېدونکي تنقيد دائره ډېره فراخه ده “[2]

 د کره کتنې بنياد هم په نظرياتي تنقيد ولاړ وي ځکه چې هم په دې تنقيد کښې د ادب او د ادب د نورو قسمونو په حواله اصول، قاعدې او ضابطې وضع کېږي معيارونه ئې ټاکلے کېږي ـ

” د دې تنقيد دا هڅه وي چې عمومي اصول اوټاکي او تنقيدي او جمالياتي قدرونه په ګوته کړي”[3] ـ

نظري تنقيد د اصولو سازولو سره سره د ادب او هنر پورې اړوند مسايل او بحثونه څېړي او د ادبي ارزښتونو په څېړلو سره د تخليقي معيارونو تحليل کوي. ادب څه شی دے؟ د تنقيد اهميت څه دے؟ د تخليق سره ئې څه رشته ده؟ د نقاد منصب څه دے؟ د مختلفو ژانرونو د هنري ښکلا او بدرنګۍ د ټاکلو لپاره د لارښوونو جوړښت او تحليل ځوابونو ورکول د نظري تنقيد په  ذمه وارو کښې شامل وی [4] ـ

ځکه خو لکه څنګه چې د ادب په مختلفو مېدانونو کښې په مختلفو حوالو کارونه او زيارونه کېږي هم دغه رنګ د ادب د ودې او پرمختګ په لړ کښې د نظرياتي يا نظري تنقيد په مېدان کښې هم په مختلفو سيمو کښې وخت په وخت اضافه  شوې ده او کېږي او کۀ مونږ  پښتو ادب ته پام وکړو نو د نثر په حواله د نظم برخه زياته ده ځکه چې نظم خو د قدرتي ورکړې او ظاهرې مشاهدې په بنياد پېدا کېږي ولې نثر يوه غرقه مطالعه او لوسته غواړي او بغېر د لوستې نۀ نثر ليکل هسې په هوا کښې غشې ويشتل وي او بيا علمي نثر ليکل د هغې نه هم ګران کار دے ځکه نو نظرياتي تنقيد ټول په ټوله  علمي، فرهنګي او څه نه څه سائينسي مېدان دے ـ

 په ادب کښې ډېر څيزونه د عالمي پوهې او زيرکۍ په بنياد پېدا شوې دي او تخليقکاران ئې د دنيا د مختلفو ځايونو او مختلفو ژبو سره تعلق لرونکي خلک وي د هغې ژبې او قام خپل خپل نفسيات وي په دې خبره کښې شک نشته چې کوم څيزونه د عالمي ادب په مېدان کښې شامل شوي دي هغه په څه نۀ څه شکل کښې  د عامو انسانانو د نفسياتو عېن مطابق وي خو په هغې پوهېدل او بيا پرې بل پوهول د هغې نه هم ګران کار وي، ځکه نو که مونږ د پښتو ادب  په حواله خبره کوؤ نو د تنقيد په حواله پکښې تنقيدي اثار په څه نه څه شکل کښې په هر وخت او هره زمانه کښې په نظر راځي خو که مونږ د نظري تنقيد  په حواله  خبره کوؤ نو کۀ يو خوا د مقدار په حواله په پښتو کښې کم دے نو بل خوا پکښې د معيار په حواله هم څه خاص د داد او ډاډ وړ کارونه او زيارونه هغسې په نظر نۀ راځي څنګه چې پکار دي او که په رشتيا شي نو اوس هم  ډېرې کمۍ او کوتاهۍ لرې خو پښتو ادب هم په تنقيدي حواله د ارتقائي سفر نه تېرېږي ـ

 په ادب کښې  ډېر داسې ادبې صنفونه شته چې د هغې څه عناصر داسې وي چې هغه په ښکاره په نظر نۀ راځي لکه د مثال په توګه د غزل په حواله په تغزل خبره کول په افسانوي ادب کښې په پلاټ او په شاعرۍ کښې په وزن خبره کول د هر چا د وس خبره نۀ ده خو بيا هم په موجوده زمانه کښې څه داسې پوهان او ليکوال پيدا شوه چې  په نظري تنقيد کښې ئې خاطر خوا اضافه ضرور وکړه چې د پښتو ژبې او ادب د پاره نېک مرغي ده ـ

 ” تنقيد د يو ذهني کيفيت او علمي رويې په ډول د هر علم او هنرپه جوړولو او پرمخ بوتللو کښي لاس لري خو ادبي تنقيد د خپل نوم پېژندګلو په هره حواله د ادب سره تعلق او تړون لري په انسان کښې تنقيدي توان له ځايه دے خو د تنقيد لارې چارې انسان د خپلې پوهې او تجربې په رڼا کښې جوړوي،ورانوي د تنقيد اصول د اعلیٰ  تخليقي نمونو د صفاتو په رڼا کښې جوړ شوي دي او جوړېږي”[5].

 او که مونږ د نظري کره کتنې د ارتقائي  يون په لړ کښې  د سويلي پښتونخوا په کردار خبره کوؤ نو د ادارو سره سره مختلفو ادبي تنظيمونو او مختلفو شخصياتو په ذاتي توګه په دغه ميدان کښې تر ډېره حده کردار لوبولے دے  د کره کتنې عالمي معيارونه او نظريات ئې راډاګې ته کړې دي او څه اصول او قاعدې او ضابطې ئې د خپلې ژبې او ادب د مزاج سره سمې وضع کړې هم دي  ـ  دوي په دې خبره پوهه دي چې نظري تنقيد د ادب بنياد دے او بغېر د نظري تنقيد نه د يوې  ژبې او ادب پرمخ تګ کول ناممکن دي ځکه نو ټول عمر د تنقيد په حق کښې ولاړ دي او تنقيد ته ئې لارې هوارې کړې هم دي ـ

د  تنقيد په حواله بدګمانۍ هغه خلکو ته وي څوک چې ادب ته په ډېر ژور نظر نۀ ګوري محض د تفريح په نظر ورته ګوري  او که هغوي دا سطحي فرق نظر انداز کړي  او غور وکړي نو بيا به ورته معلومه شي چې د تخليقي ادب د ژوند د پاره  تنقيد څومره ضروري دے[6]۔

 نظري تنقيد او عملي تنقيد د تنقيد دوه داسې په مشکله له يو تر بله بېلېدونکي قسمونه دي چې هر وخت او هر ځائے څنګ په څنګ  په نظر راځي دواړه په ځانله توګه ترتيبول مشکل په دې وي چې که چرته څوک عملي تنقيد کوي نو ضرور به د نظري تنقيد په حواله د  هغه ادب پارې په حواله اصول قاعدې او ضابطې اول ږدي او بيا به هم په هغه حواله خپل نظر وړاندې کوي هم دغه شان کۀ چرته څوک په نظري تنقيد خبره کوي او خپل نظر وړاندې کوي نو د خپلې خبرې د مظبوطيا د پاره به ئې مثالونه په عملي ډول وړاندې کوي بله دا چې کوم کره کتونکي عملي کره کتنه کوي نو کۀ په ظاهره نظري تنقيد په نظر نۀ راځي ولې په غېر محسوس انداز کښې د عملي تنقيد بنيادونه په نظري تنقيد ولاړ وي  ځکه نو ماته هم دغه ستونزه راپېښه ده ، زۀ چې په سويلې پښتونخوا کښې د نظري تنقيد د يون کړۍ د يو بل سره لړۍ کوؤم نو مشکل په دې پېدا کېږي چې تر اوسه پورې چې په سويلې پښتونخوا کښې څومره هم کتابونه چاپ شوې دي او څومره پوهانو پرې ليکل کړې دي يعنې سريزې او ديباچې ئې پرې ليکلې دي نو په څۀ نه څه شکل کښې ئې ضرور هم د دغه صنف په حواله هغه معيارونه په ګوته کړې دي کوم چې هم د دغې صنف په حواله ضروري وي او بيا ئې وروسته هم د دغې اصولو معيارونو او قاعدو په رڼا کښې پرې عملي کره کتنې کړې دي ځکه نو دغه قسمه معيارونه او اصول له عملي تنقيد نه بېلول او منظم کول يوه لويه سندي څېړنه غواړي کومه چې  په دې مختصر ليک او وخت  کښې ګرانه ده ـ  بله ستونزه ما ته “په سويلي پښتونخوا کښې د نظري کره کتنې د ارتقائي يون” په حواله دا راپېښېده چې د دغه ارتقائي سفر په لړ کښې هغه ليکوال شاملول پکار دي کۀ نۀ کوم چې د لرې او برې پښتونخوا سره تعلق لري او د نظري کره کتنې په حواله ئې کتابونه ليکلې دي او بيا پښتو اکېډ مۍ بلوچستان کوټې په خپلو وسايلو خپاره کړې  هم دي ـ  هر څو که دغه ليکوال او کتابونه ما هم په دغه بنياد د خپل فهرست نه بهر کړې دي چې د هغوي  ډوميسايل د سويلي پښتونخوا نۀ دے ولې په دغه حواله د دغه ليکوالو سره سره د سويلي پښتنوخوا ليکوال اديبان او پوهان چې څومره هم وستائلے شي کم به وي ځکه چې دوي هم په دې خبره پوهه دي چې د يوې ژبې او ادب د پر مختګ په لړ کښې د تنقيد يعني کره کتنې څومره ارزښت او اهميت دے ځکه خو ئې په دغه حواله د پښتونخوا د هرې سيمې د ليکوالانو کتابونه هم په دغه حواله د سويلي پښتونخوا په وسايلو چاپ کړې او خپاره کړې دي ـ

خو کله چې مونږ په سويلي پښتونخوا کښې د نظري تنقيد ارتقائي يون راسپړو نو په دغه حواله مونږ ته مختلفې سرکارې او غېر سرکاري ادارې، ادبي تنظيمونه په نظر راځي کوم چې په لسيزو لسيزو لګيا دي د ادب او تنقيد په لړ کښې خپل کارونه او زيارونه ګالي ،ادبي سيمنارونه او کانفرنسونه  کوي دغه شان  په مختلفو نومونو وتلې رسالې او ګڼې هم  په عمومي ډول په تنقيد کښې او بيا په تېره تېره په نظري تنقيد کښې هم خپل کردار لوبوي ـ  د دغې ادبي تنظيمونو او ادارو له خوا د لرې برې پښتونخوا په کچ  داسې ستر ستر نومونه پېدا شوي دي چې پښتو او پښتانه پرې فخر کوي ـ

مونږ که په سويلي پښتونخوا کښې د تنقيد رګ ريښې لټوؤ نو سر به ئې هم هلته رسي د چرته نه چې هم دغلته ادب پېل شوے دے ـ

” ادبي تنقيد دومره زوړ دے څومره چې ادب زوړ دے ـ  ادب د ژوند ترجماني ده خو دا ترجماني هر څوک نۀ شي کولے ـ  په اديب او عام سړي کښې ډېر فرق وي ـ  يو اديب د تېز نظر،ژورې مشاهدې طبعيت خاوند وي”[7] ـ

په سويلي پښتونخوا کښې په هر وخت او هر رنګ کښې د تېز نظر کره کتونکي پېدا شوي دي دغه لړۍ ډېره اوږده ده  خو که مونږ دغه بحث د کتابونو ليکلو پورې محدود وساتو نو مونږ ته په وړومبي سر کښې د نظري کره کتنې په حواله د پروفېسر ربنواز مائل نوم په نظر راځي څوک  چې نۀ يواځي يو بهترين نظري نقاد دے بلکې په سويلي پښتونخوا کښې ئې د ادبي  ملګري تنظيم له لارې چې په دغه حواله کوم کردار لوبولے دے دغه ئې په عمومي ډول په پښتو ادب او په خصوصي ډول د سويلې پښتونخوا په ادب لوے احسان دے ـ  پروفېسر ربنواز مائل د ” ادب تنقيد او فکر”[8] په نوم  چې کوم کتاب ليکلے دے هغه په وړومبي ځله ۲۰۰۳ء کښې چاپ دے چې خال خال د عملي تنقيد نه علاوه پکښې  زياتره په نظري تنقيد بحث شوے دے او په هغه يو دېرش موضاعاتو ئې په عالمانه انداز کښې خپل نظر او مطالعه وړاندې کړې ده  کومه چې د نظري تنقيد په مېدان کښې په عمومي ډول د راپورته کېدونکي سوالونو تر ډېره حده جوابونه دي ـ د دغې کتاب د “دوې خبرې” نومې سرخط لاندې عابد شاه عابد د مائل صيب په حواله خپل نظر داسې وړاندې کوي ـ

“د مائل صاحب قلم ډېره تېره څوکه لري او ذهن ئې ډېره تېزي، د تحرير انداز ئې کله کله دومره بې رحمه وي چې د يو بې زړۀ سويه نقاد ګمان پر کېداے سي ـ  د تنقيد په پيرائې هم ښه خبر دے ـ  دے د ماحول په شکست وريخت او نور بدلېدونکي حالاتو باندې هم نظر ساتي او هم دغه د يوه بېداره متحرکه او حاضر باشه ليکوال، ناقد او شاعر خصوصيت وي”[9] دا کتاب که يو خوا د موضوع په لحاظ که يوخوا د ستائينې وړ دے نو بل خوا ئې د نظري تنقيد په حواله داسې مظبوط بنياد کېښودو چې څو کاله پس يعني په ۲۰۰۷ء کښې  پرې ډاکټر نصيب الله سيماب د پي ايچ ډي مقاله وليکله دغه شان دروېش دراني او عارف تبسم  پرې هم د ستائينې وړ ردې کېښودې چې پکښې د

دروېش دراني د” پښتو عروض”[10] په نوم داسې کتاب منظر عام ته راغلو چې په خصوصي توګه د شاعرۍ بنياد دے کۀ هر څو مونږ ته پته ده چې د هرې ژبې او ادبي صنفونو خپل خپل مزاج او نفسيات وي او کله کله داسې ډېر معيارونه،اصول او قاعدي وي چې د هرې ژبې د ادبي صنفونو سره سمون نۀ خوري، څه شرقي عروض داسي هم شته چې د پښتو شاعرۍ د مزاج سره سمون په هغه رنګ نۀ خوري خو بيا هم دروېش دراني په ډېر کړاؤ هڅه کړې ده او د پښتو عروضو په حواله ئې ډېره په عرق رېزۍ سره د شاعرۍ د يوئې اکائۍ نه واخله تر د بحرونو پورې په علمي انداز  خپل نظر وړاندې کړے دے ـ د سيلاب او سيلابونو په قسمونو او د بحر او د بحر په مختلفو ډولونو ئې  په ډېر علمي او تکنيکي انداز کښې بحث کړے دے هر څو کۀ دغه موضوع ډېره فراخۀ او ګرانه ده ولې د وخت ضرورت هم دے او په پښتو کښې هم په دغه موضوع ډېر کم استاذان  پوهېږي هم دغه د دروېش دراني له خوا په عمومي ډول پښتو ادب ته او بيا په تېره تېره په نظري تنقيد کښې په سويلي پښتونخوا کښې د قدر وړ ګام پورته کړے دے ـ

 د عارف تبسم ” پښتو ادب  او نړيوال کلے”[11] نومې کتاب  کۀ يو خوا د عملي تنقيد او علمي مضمونونو يوه غوره او مؤثره مجموعه ده نو بل خوا هم په دغه کتاب کښې  نظري تنقيد په څه نه څه شکل کښې په نظر راځي او دغه نظرونه زياتره د جديدو رجحاناتو سره سره د عصري غوښتنو په اړه هم تبصره کوي او د راپېښو ستونزو د حل په لړ کښې هڅې هم کوي ـ

په سويلي پښتونخوا کښې  چې د تنقيد او په خصوصې توګه د نظري تنقيد ذکر کېږي نو د ډاکټر نصيب الله سيماب نوم به ارومرو اخستے کېږي ځکه چې د ښاغلي تر اوسه پورې درې کتابونه منظر عام ته راغلي دي چې يو پکښې د پي ايچ ډي مقاله ” پښتو ادب او تنقيدي اړخونه” هم ده کومه چې په ۲۰۰۷ء کښې مکمل شوې ده دا مقاله په داسې وخت کښې ليکلې شوې ده په کوم وخت کښې چې په سويلي پښتونخوا کښې د نظري تنقيد په حواله ډېر کار نۀ وو شوے په دغه مقاله کښې دوه درې بابونه داسې دي چې هغه ټول په ټوله په نظري تنقيد لکيلے شوې دي يو باب ترې بېل چاپ هم دے او نوره مقاله په ۲۰۲۱ء کښې چاپ شوې  ده[12]  خو د ډاکټر سيماب په چاپ شکل کښې وړومبے کتاب  “د کره کتنې اصطلاحات”[13]  په نوم په وړومبي ځل په ۲۰۱۳ء کښې چاپ شوے دے او بيا د نورو اضافو سره په ۲۰۱۷ء کښې چاپ شوے دے که يو خوا دغه کتاب د مقدار په حواله د ضخامت په حواله تر ډېره حده هغه ټول ضرورتونه پوره کوي کوم چې د کره کتنې په حواله ضروري وي نو بل خوا د معيار په حواله هم په عمومي ډول د پښتو په تنقيدي ادب کښې د ذکر وړ اضافه ده بلکې په خصوصي توګه د سويلي پښتونخوا په تنقيدي ادب  او د علم بيان او علم معانې په حواله يوه ستره اضافه ده ـ

” د کره کتنې اصطلاحات معنا او مقصديت له فکري او ادبي تنقيد سره دي،دغه ترازو چې د چا په لاس کښې وي نو بايد چې هغه په موضوع او د هغه په نزاکتونو ښه خبر وي ـ  د ادب په حواله چې د کومې ژبې ادب وسنجوي نو به دغه اصطلاحات مونږ ته په هره حواله مخې ته راځي”[14] ـ

 که مونږ وګورو نو په دغه حواله ډاکټر نصيب الله سېماب د يو کره کتونکي له پاره تر ډېره حده هغه ټول شرقي او غربي اصطلاحات او د کره کتنې معيارونه په الفابائي ترتيب په داسې منظم شکل وړاندې کړې دي چې په رسېدو کښې ورته اساني ده او بل  په کوټلي  او جامع انداز کښې د علم بيان او معاني سره سره د کره کتنې اصطلاحات په يو کتاب کښې وړاندې کول ئې د پښتو تنقيدي ادب په حواله د ستائينې وړ کار او زيار دے او د سويلي پښتونخوا د کره کتنې په ارتقائي يون کښې د قدر ور اضافه کړې ده ـ

د دروېش درانې د نظري تنقيد په حواله دوېم کتاب” کره کتنه او د هغې زغمل” کوم چې  د طاهر افريدي او درويش دراني د علمي سيمنار په وياړ کندهار پوهنتون په ۲۰۱۸ء کښې چاپ کړے دے چې زياتره هم په دغه کتاب کښې د عملي تنقيد سره سره د نظري تنقيد په حواله د ډېرو اهمو سوالونو په ډېره غوره او مؤثره طريقه ورکړې شوې دي او داسې د ذکر وړ اړخونه پکښې چېړلې شوي دي چې نۀ يواځي د کره کتنې د اهميت ارزښت او د هغې د زغملو يوه غوره نمونه ده بلکې د کره کتنې د روايتي موضوعاتو په مېدان کښې ئې د جدت سره فراخي هم راوستې ده ـ

 د نظري تنقيد په حواله د ډاکټر نصيب الله سيماب “پښتو ادب او تنقيدي نظريات”[15]  يو بل اهم  کتاب دے کوم چې په عمومي ډول په پښتو ادب او په خصوصي توګه د سويلي پښتونخوا په تنقيدي ادب کښې د قدر وړ اضافه ده، په  دغه کتاب کښې د تنقيد او کره کتنې د اصطلاح د هر اړخيزې جائزې او د عالمي نظرياتو سره سره د پښتو ادب او کره کتنې په نظرياتو او د کره کتنې سره تړلې په نورو اهمو امورو هم په علمي اندز کښې بحث شوے دے هر څو که د ضخامت په لحاظ دا کتاب وړوکے دے ولې د موضوعاتو له رويه ډېر د اهميت جوګه دے ځکه چې په عمومي ډول پښتانۀ  رومانيت ،جديديت او مابعد جديديت غوندې د ګرانو او اهمو موضوعاتو سره بلد نۀ دي او په دې کتاب کښې هڅه شوې ده چې پښتانۀ هم د دغې عصرې غوښتنو سره اشنا کړي ـ

محمود اياز په مختلفو ګڼو او د کتابونو په ديباچو کښې د عملي تنقيد په بحثونو کښې د نظري تنقيد په حواله هم  خپل نظريات  وړاندې کړي دي خو  بقول د پروفېسر محمود اياز چې د نظري تنقيد په لړ کښې کوم د ادبي اصطلاحاتو په حواله په الفابائي ترتيب کښې تقريباً د درې نيمو زرو اصطلاحاتو کومې شرحې کړې دي او منظر عام  ته د راتلو په مرحله کښې دي ډېر د ستائيې او داد جوګه زيار دے  خدائے دې وکړې چې ډېر زر چاپ شي او پښتانۀ هم د دوي د علم پوهې او لوستې نه  په خلاص مټ استفاده هم وکړي ـ

د پوره پوره کتابونو نه علاوه چې په سويلي پښتونخوا کښې په تنقيد کومو ښاغلو خپل کرادر لوبولے دے په هغوي کښې د سعيد ګوهر علمي او منطقي نظري تنقيد،د راز محمد راز فلسفيانه نظري نظري تنقيد،د باقي دراني فلسفيانه او نفسياتي انداز په څه نه ډول موجود دے دغه شان د سيال کا کړ او ډاکټر صادق ژړک د  فولکلور په اړه بحثونه د ذکر وړ دي د دوي نۀ علاوه د تنقيد او د نظري تنقيد په حواله  سرور سودائي، عبدلکريم  بريالے،خېر محمد عارف،افضل شوق، سهيل جعفر،عمرګل عسکر، خليل باور، نعيم ازاداو رازق فهيم هم خپل کردار لوبولے دے ـ دغه سلسله روانه ده او پوهان د عصري غوښتنو په تناظر کښې هغه ټول نړيوال ادبي نظريات په ّمختلفو شکلونو کښې مخې ته راؤړي اوس ضرورت د دې خبرې دے چې په سويلي پښتونخوا کښې په نظري تنقيد د پي ايچ ډي په کچ يوه مربوطه څېړنه ووشي او د نظري تنقيد دغه خوري ورې کړۍ د يو بل سره لړۍ شي ـ

                                             حوالې

[1]  صابر، صاحب شاه،ډاکټر، د پښتو شاعرۍ په وده کښي د تنقيد کردار، عامر پرنت اينډ پبلشرز،۲۰۱۵،مخ ۶۵ ـ

[2]  فېض،فېض الوهاب، ادب او تنقيد، دوېم ځل خورونکي د ادبي دوستانو مرکه مردان،۲۰۱۷، مخ۱۱ ـ

[3] عارف نسيم، پروفېسر ډاکټر،ادبي تنقيدځنې څانګې او څېړنې،پښتو اکېډمي پېښور يونيورسټي،۲۰۰۷،مخ۲۱ ـ

[4]  سلیم اختر، ڈاکٹر، تنقیدی دبستان، سنگ میل پبلی کیشنز لاہور،۲۰۰۹،ص ۲۵۔

[5]  صابر، صاحب شاه ډاکټر، د پښتو شاعرۍ په وده کښي د تنقيد کردار، عامر پرنټ اينډ پبلشرز،۲۰۱۵،مخ۷۰ ـ

[6]  عابد، سید عابد علی، اصول انتقاد ادبیات، سنگ میل پبلی کیشنز لاہور،۲۰۰۶،ص ۱۱۔

[7]  بخاري،سيد طاهر  ـ  تنقيد او ادبي مفردات،موسیٰ اينډ برادرز پرنټرز،۲۰۱۶،مخ ۳ ـ

[8]  مائل، ربنواز،پروفېسر، ادب تنقيد او فکر،پښتو اکېډمي کوټه بلوچستان، ۲۰۰۳ء

[9]  مائل، ربنواز،پروفېسر، ادب تنقيد او فکر،پښتو اکېډمي کوټه بلوچستان، ۲۰۰۳ء، مخ ۷ ـ

[10]  درويش دراني ـ  پښتو عروض، اکرام پريس لاهور ،۲۰۰۷ء

[11]  عارف تبسم ، پښتو ادب او نړېوال کلے، غزنوي خپرندويه ټولنه کوټه،اګست ۲۰۰۷ء

[12]  سيماب،نصيب الله ډاکټر پروفېسر، پښتو ادب او تنقيدي اړخونه، د تکتو کتاب کور تخنيکي څانګه کوټه،۲۰۲۱ء

[13]  سيماب ـ نصيب الله،ډاکټر، د کره کتنې اصطلاحات، دوېم ايډشن،پښتو اکېډمي بلوچستان کوټه، ۲۰۱۷ء ـ

[14] عابد، سيد عابد شاه، دوې خبرې ـ سيماب ـ نصيب الله،ډاکټر، د کره کتنې اصطلاحات، دوېم ايډشن،پښتو اکېډمي بلوچستان کوټه، ۲۰۱۷ء ـ مخ ۲۳ ـ

[15]  سيماب، نصيب الله،،ډاکټر، پښتو ادب او تنقيدي نظريات، يونائټد کوټه،۲۰۱۸ء ـ

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ