Paakha Rangona (Dramagai) 0

پاخۀ رنګونه (ډرامګۍ)

کردارونه
جهانګير خان: ريټائرډ ډي سي
ټکور خان: د جهانګير مشر زوے ارمي افسر
مراد : د جهانګير کشرې زوے د کرکټ لوبغاړې
شميم: د جهانګير ښځه
ګلے کاکا: ناظر
وړومبۍ ننداره
د کلي ماحول
ماسپښين تېر د کلي په لويه لار يو ښائسته سپين جيپ د کلي قبلئيز اړخ ته روان دے.د ګاډي سېورے هم په ګاډي پسې په تندۍ په زغل دے.د ګاډي شيشې تورې دي او فوګ لائټس ئې آن دي.په ډرائيونګ سيټ مراد ناست دے.پلار او مشر ورور ئې وروسته ناست دي او يو محافظ په مخکښې سيټ کښې چمتو ناست دے.
ټکور خان: (په انهماک) بابا دا کلے خو ډېر زيات اباد شوے دے. تاسو وينئ کنه .
جهانګير: ( د څۀ سوچ نه رابيدارېږي) هن… او _ او _ بچے دا کلے داسې نۀ ؤ. د خاورو ګټو کچه کورونه وو . هر خوا ازادې ډاګې وې . لوئې لوئې فراخه کوڅې وې . چې ګردونه به پکښې الوت…
ټکور: او کنه بابا … اوس خو دلته هم دغه تارکولي سړک او پخو لارو کوڅو د دې کلي خوند رنګ بدل کړے دے.
جهانګير : ( مراد ته مخاطب شي) هلکه استاذ دې ګس اړخ ته دغه حجرې سره دا ګاډے پارک کړه! بيا ټکور خان ته وائي ، تۀ خو چې اخري ځل راغلے وې زما سره نو خان بابا دې خدائے وبخښي د هغۀ جنازې له مونږ راغلي وو د نن نه پينځه شپږ کاله وړاندې خبره ده. دلته دا هر څۀ داسې نۀ وو. د دې لارو کوڅو په ګردونو کښې مونږ خپل ټول وړوکوالے تېر کړے دے . د دې کلي د خاورو او ګردونو خوند او خوشبو اوس هم زما د روح ورشو سرشاره ساتي.
مراد: بابا ! دغه حجره _ دا مخامخ _ دا خو لکه چې بنده وي … ګېټ ئې بند ښکاري.
جهانګير: هن _ او کنه . (په افسوس) دا هغه کلے دے چرته چې به د هرې حجرې دروازې هر وخت د هر چا دپاره لرې وې.حجرې د خاورو وې او اکثر به بې دروازو وې…
ټکور: بابا دا د چا حجره ده؟
جهانګير: دا د ملک ازاد کاکا دلې حجره ده. الله دې ئې د خاورو سره وبخښي هغۀ او خان بابا خو ددې کلي دوه داسې ياران وو چې د کلي په هره ښۀ بده کښې به د کلي والو سره ولاړ وو. مجال شته کۀ څوک ورله مخې له ورتلې شو.
مراد: ( د حجرې د ګېټ سره ګاډے ودروي او هارن وهي) لږ وخت پس يو سړے د وړوکي ګېټ نه سر راښکاره کوي اوبيا په دؤ ځي لوئے ګېټ لرې کوي او مراد حجرې ته ګاډے نناباسي او د چنار د ګورې ونې لاندې ئې ودروي. محافظ راکوزېږي او د جهانګير خان دپاره د ګاډي دروازه لرې کوي.جهانګير خان په خپل شان سره راکوزېږي او محافظ دروازه بندوي.
ټکور خان هم راکوزېږي او مراد هم. د مراد او ټکور په لاسو کښې جديد موبائيلونه وي.مراد د راکوزېدو سره زر زر څو تصويره اخلي.
جهانګير: (ناظر ته) هلکه شېرے ئې کۀ ګلے؟
ګلے : (په خندا خندا کښې) خان جي جوړې هېر کړے دې يم . زۀ خو ګلاب يم ستاسو ګلے .
جهانګير: (ځان ته ئې رانزدې کوي ، په ملا ئې ټپوي او په خندا ورته وائي ) هلکه ګليه تۀ خو ما هډو ونۀ پېژندلې. لاړې ګېره برېت دې سپين شو بې وخته!
ګلے: خان جي! بې وخته خو نۀدي (خاندي) د خېره دا دي ستاسو سره په څلورم پړاؤ ولاړ يم نو…
ټکور او مراد ورته هم سلام کوي.
ګلے: ستړي مۀ شئ بچيه! وګورئ کنه خان بابا مو څۀ وائي ؟ ما شا الله تاسو پکښې دا دې زلمي شوئ او ډېر مشران پکښې د خاورو لاندې شو.
جهانګير : بس ګليه وخت ډېر په منډا روان دے . واقعي چې زما او ستا بچي زمونږ څلورم پړاؤ دے. او رښتيا زما هغۀ تربور څۀ شو ؟ چرته دے؟
ګلے: خان جي! هغۀ به اوس راشي بر کلي کښې يوې جرګې له سحر تلے دے . ماته ئې ستاسو د راتګ دپاره کال کړے ؤ.تاسو راځئ دمه وکړئ بيا به د کلي چکر ووهو.
جهانګير: هلکانو راځئ. هغۀ مخکښې شي او ټکور او مراد ورپسې په چمن کښې د کټونو پله روان شي.
( قدمونه پېډ اوټ)
دوېمه ننداره
د کلي ماحول دے محافظ او ګلے وروستۀ او جهانګير نه ښۍ اړخ ته ټکور او ګس اړخ ته مراد روان دے.
جهانګير: مراده ته خو ډېر ماشوم وې چې کلي ته راغلے وې . ټکور خو بيا هم دومره ؤ چې په خپله ګرځېدلے ؤ.
مراد: بابا هسې ټکور لالا اوس هم کنفيوز دے. (خاندي)
ټکور: نۀ يره… زۀ په څۀ کنفيوز يم. بس حيران يم چې زۀ د خان بابا سره راغلے ووم نو هاغه مخامخ ابادي نۀ وه دغلته به مازيګر ډېرو وړو لوبې کولې .
مراد : څنګه لوبې ؟
جهانګير: بچے ! د نن دور واړۀ خو هډو د ژوند د خوږو نه خبر نۀ دي . ځان ته ګوره کنه. چې سحر پاسېدلو سره دې په کي پېډ او سکرين نظر پرېوتلو سره ورځ شروع کېږي.بهر هم د تارکولي سړک په ننداره سحر اووځې او ماښام بيا په هغه لاره راځې.
مراد: دا خو ده خان بابا. خو ددلته به تاسو کومې لوبې کولې ؟ تاسو خو هم د دې کلي په دې خاورو کښې خپاړې کړي دي.
جهانګير: دلته به هلکانو جينکو ډېرې لوبې کولې لکه ګلي ډنډه، خنډک،لوېشتينکه،پټ پټونے،شلغاتې،ګاټه ،مرګاټي،کټونۍ کټونۍ…(ساه اخلي)
مراد: ګاټه؟ دا پکښې لا هم لوبه وه.( په حېرانۍ)
ټکور: او کنه . ګاټه ته ډېرو ځايونو کښې چندرو هم وئيلے شي.
مراد: زبردست.
ټکور: د دې نه علاوه چې کله زۀ راغلے ووم نو ماته اوس هم ياد شي چې دغلته په دغه پورې ځائے کښې هلکانو کبډي کوله او ډېر خلق ورته تماشې ته ولاړ وو.
جهانګير: بس اوس هغه خوندونه او مزې چرته دي. مونږ به تر نيمو نيمو شپو په حجره کښې ناست وو . اول به مو د مشرانو په موجودګۍ د هغوي خبرو اترو ته غوږ وو او بيا به چې هغوي لاړل نو مونږ زلمو به د ټنګ ټکور په زمزمو کښې خپله ستړيا ويستله.
ټکور: خان بابا اوس هم دغه هر څۀ ماته سم د خوب ليدۀ ښکاري يا چرته ديومالائي قيصه.
مراد: او کنه لالا . زۀ هم دغه سوچ کووم چې په هغه وخت کښې ډېره مينه وه خلوص ؤ ،ژوند دومره تېز نۀ ؤ او خودغرضه نۀ ؤ.
جهانګير: ( يوې زړې ابادۍ ته ګوته نيسي) ټکوره کور دې ياد دے؟
ټکور: (په سوچ کښې شي ، د رايادولو کوشش کوي) بابا داسې اشنا اشنا راته لګي خو …
مراد: ( په ايکسائيټمنټ ) بابا زۀ ئې پېژنم .
ټکور: هغه څنګه؟
مراد: ماته اپي په تصويرونو کښې ښودلے ؤ. دا د خان بابا د نيکۀ کور دے.
جهانګير: ( ايګزيکټلي) بچے دا هم زما د نيکۀ کور دے او اوس مونږ هم دغې کور ته ورځو.
ټول د پټو په مېنځ کښې په پله د ولې په غاړه غاړه په بې اختياره قطار کښې روان وي.
کټ
درېمه ننداره
پينځه واړۀ د هغې زوړ کور زړې دروازې ته ولاړ دي .جهانګير د خپل واسکټ په جېب کښې کونجې لټوي.او بيا يوه ړزه شان کونجي راخلي او ګلے په زړه جرنده کښې کونجي تاوهي او د درې څلور ځله تاوهلو نه پس جرنده خلاصه شي. او دروازه لرې کړي،جهانګير خان مخکښې او نور ورپسې کور ته ننوځي.
جهانګير: ( خاموشي ماتوي) ټکورخانه! مراد خانه!
ټکور او مراد يو ځائے
جي ! بابا
جهانګير: په ژړغوني غږ) دا زما د نيکۀ د بادشاهۍ کور دے. د دې کور دا ديوالونه او وړې کږې وږې بلۍ په خپل ځان کښې پوره يو تاريخ او يو دور لري.
مراد: (په موبائيل تصويرونه اخلي) بابا دا خو پوره تاريخي بنګله ده د خپل دور.
جهانګير: او بچے! ما هم په دې کور په دې غولي کښې خپاړې کړي او هم دا خاورې مې خوړلي.
ټکور: خو بابا ستاسو وختونه ډېر جدا او خواږۀ وو .کۀ کورونه خاورين وو خو د محبت او خلوص په رنګونو مزين وو.
جهانګير: بلکل بچے هم دغسې ده. د نوي دور ترقي او دې سهولتونو خو زمونږ مونږ د خپل فطرت نه دومره لرې کړې يو چې ځانونه رانه ورک دي.صفا هوا او اوبۀ اوس چرته دي.
( په کور کښې روان دي )
مراد: بابا دغه د لرګي سټېنډ د څۀ دے؟
جهانګير: (په خندا) بچے دغه ګړونج دے .په دې به ئې د اوبو ډک کړي منګي ايښودل.
ټکور: (يو طرف ته اشاره کوي) دغه کوهے دے او دغه پرې ګرځنے دے څوک ورته کړکړے هم وائي.
مراد: لکه دغه چرخه باندې به ترې خلقو اوبۀ راويستلې؟
جهانګير: او بچے. په دې ټول چم کښې صرف دا يو کوهے ؤ او ټولو به ترې اوبۀ وړې. (يوې زړې ونې ته په کونټۍ اشاره کوي) او دغه بېره ده ماله پکښې زما نيکۀ ټال اچولے ؤ.
مراد: بابا دا ونه خو اوس سمه په وچېدلو ده. خو په هغه دور کښې به خو ترې تاسو ښه خوندونه اخستلي وي.
جهانګير: خوندونه کۀ خوندونه. زما نيا له چې به ماسپښين مونځ نه پس د چم ګاونډ ښځې سبق له راغلې نو هر يوې به ماله ټالۍ راکولې . سمه مزه به ئې کوله.
ګلے د کوټې ورونه هم لرې کوي ټول هغې طرف ته ورځي.
څلورمه ننداره
زړه کوټه ده .توڼۍ پکښې په دوړو کښې پټه ده او نور زاړۀ څيزونه پکښې هم دي.
جهانګير: (د ورتلو سره جذباتي شي) دا وګورئ بچو . دا هم هغه کوټه ده او هم هغه هر څۀ دي د کوم سره چې زما د وړوکوالي بلها يادونه تړلي دي.
ټکور: بابا تاسو خو ډېر په فطرتي ماحول کښې ژوند کړے دے.
مراد: ټکور لالا دا د لرګي المارۍ ټائپ څنګه ښکلي نقش و نګار لري. زبر دست!
جهانګير: ( په ډډ اواز) بچے ! دا توڼۍ ده . په دې کښې زما ترور، بي بي جي به ماله ډېر څۀ ايښودل.
ټکور: دا خو لکه چې خزانه وي.
مراد: خزانه کۀ خزانه … بابا خو دا هر څۀ ولې اوس ستاسو پاتې نۀ دي.
جهانګير: دا پوره لويه قيصه ده . خو مختصر دا چې زما ماماګان به الله پاک په وړوکوالي اخستل او هم دغه وجه وه چې بيا زمونږ د لاسو هر څۀ ووتل.
ټکور: دا څنګه ؟ ولې ستاسو د نيا نيکۀ دومره څوک نۀ ؤ د تپوس؟
جهانګير: (مخ ته ورله ګوري) ټکوره نۀ داسې خبره نۀ ده خو چې کله مې نيکۀ د لاده باده پرېوتلو نو زميداره وغېره ئې هم سرته نۀ رسېدله او دلته حجره ساتل خو هم څۀ غواړي. نو ځکه ئې دا هرڅۀ خرڅ کړل. دواړه حج له هم لاړل او بيا دغه د دنيا ساعت وي نو…
مراد: او بابا نو د ژوند د پړاؤونه هم عجيبه دي. چې دې کلي ته وګورم نو سمه ژوندۍ اديره ده.
جهانګير ډېر په معني خېز انداز مراد ته ګوري او مخې روان شي.
(کټ)
څلورمه ننداره
د کلي ماحول . د کلي کور دے خو لږ په نوي انداز جوړ دے. چمن دے او په چکن کښې په پروت کټ کښې شميم ناسته ده ساګ پرې کوي.
جهانګير او د هغه دواړه بچي راځي . او سلام کوي.
شميم: ( په مينه ) وعليکم سلام . راغلئ . راځئ. ( خاله له اواز ورکوي) خاله لګې تازه اوبه راوړه.
جهانګير: او شکر دے راغلو.
ټکور: مور جانې دومره عجيبه کلے دے . چې اوس هم پکښې خلق ډېر په خلوص او مينه د يو بل سره وسېږي.
مراد: خيال دې نۀ ؤ چې هغۀ کوم کاکا ؤ په زور ئې حجرې ته بوتلو وېل چائے خو به ارو مرو څښئ.
جهانګير: دغه خو ژوند دے کنه بچو. ګنې نن سبا خو هر طرف ته ژوندۍ اديرې دي هر څوک په خپلو خولو کښې ډوب دے.
شميم: نو لکه ستاسو کلے خوښ شو.ځه شکر دے. زما سره خو دغه فکر ؤ چې هسې نه په کلي کښې مې د بچو زړونه خفه وي.
مراد: مور جانې ټکور په هاسټل کښې دے،نوره جان هم د ښار په هسپتال کښې پوسټډ ده او زما هم پوسټنګ کشمير ته شوے دے.
جهانګير: په خندا نو لکه ستا دا مطلب دے چې تاسو پوهه شئ او دا کلے کلوېغي.
(ټول خاندي)
شميم: خو راځئ خو به هم دغې د پلار نيکۀ استانې له کنه.
ټکور: او کنه مور جانې. خو الله دې وکړي چې دلته اوس د انټر نيټ دا مسئله حل شي.
مراد: حل به شي . غم مۀ کوه.
جهانګير: ښه ده تاسو هم فرېش شئ او زۀ هم فرېش کېږم بيا چائے يو ځائے څښو.
مراد: ډېره ښۀ ده جې.
جهانګير روانېږي او مراد او ټکور دواړه و مور په غېږ کښې سر ږدي.
(کټ)
(زرياب يوسفزے، بلېک باکس ساؤنډ پرډکشن هاؤس اسلام اباد نشر کړي)

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ