0

پښتو موسيقي

ارواښاد مولانا حسن جان صېب به وئيل امام بخاري وائي چې د اختر په ورځ د ماشومانو له خوا د خوشالی سندرې وئيل شوې خو پېغمبر عليه السلام پرې بد نه ګنړل دا څرګندوي چې د ښادې مړې او د اوچې بزرګان د ځان مه جوړوئ! په مستند رواياتو کښی د نکاح واده خوشالی د خبر لپاره د دف/ چمبې وهلو حکم راغلے.
دا وخت پښتنو ته بربادي ، رباب نه،  بلکې هغه پردی ټوپک راوړې چې د هر پښتون عالم او امي حیا اخيستل شوې.
د موسیقې په اړه تر ټولو غوره علمي او تاريخي بحث سل پانړې امام غزالي په احياء العلوم کښې تفصيلي کړے، ما پخپله پښتون رساله کښی د موسېقۍ په اړه تفصيلي علمي او تاريخي بحث ليکلے دے ، د بده مرغه هر اړخ ته افراط او تفريط لانجه جوړه کړي ۔ اسلام د هر قام په هره سیمه کښی ډېر کلتوري اقدار د اعتدال په دائره کښی مني څنګه چې يو کلتور د يو قام د مېنځه وړل تفريط دے هم دغه راز د کلتور په نامه باندې د حد نه وتل هم افراط دے .
موسيقي هغه علم دے چې غنا او لحن لري چې په يو بل په سر کښې پرېوځي پرله پسې وي نغمه پکښې موزونه وي د ډېرو نورو خلکو سره امام فارابي او شاه عبد الحق محدث دهلوي د موسیقی په علم مستقل کتابونه /بحثونه ليکلي .
په ختيځه موسيقۍ کښې سازونه تر پينځه سوه پورې دي .
لياقت تابان او مصطفی جهاد ليکي چې څلور زره کاله پخوا د چینایانو خپل يو ځوان ، لنګ لن ، د شپېلۍ هنر ايزده کولو لپاره باختر ته رالېږلے وو رباب ، بربط ، سه تار ، او تنبوره ، هم د باختر نه د آريا یانو له خوا په دوېمه پېړۍ ز کښې د سینګیانګ له لارې چين ته وړل شوي وو .
علامه حبيبي وائي باېزيد روښان په هلکوالې کښې د سرود سره ډېره مینه لرله چرته به چې د سرود ميئلس وو، ده به توره په لاس وردانګل ۔ پلار په دې کارونو د کوره اوشړلو خو په بايزيد روښان ددې خبرې څه اغېز نه کېدو تر دې چې د خپل مريدانو ګډ اتن به ئې کولو .
زرنوش استاذ د نړۍ په سر هغه یواځینے هنرمند وو چې هيڅ تعليم ئې نه وو کړے خو د غنمو د ساده ، دروځې ، نه ئې د لسو کالو په عمر کښی د شپېلې ساز ايجاد کړے وو ، زرنوش په 1948 کښی د پېښور په جګړه ، ملوګو ، کلي کښی زېږېدلے وو د پېښور ټي وي په برکت ترې نړۍ د دې ځانګړي ساز نه خبر شوی وه .
زرنوش استاذ پخپله يوه مرکه کښې وئيلي چې زما دا ساز جاپانيانو واورېدو نو زه ئې د يو مياشت لپاره جاپان ته بوتلم هغو د دې ساز د ايزده کولو ډېره هڅه اوکړه ډېرې دروځې ئې جوړې کړې خو په داسې غږولو کښی ناکام شو.
زرنوش به په ژوند وئيل چې دا ساز زما نه ايزده کړئ خو هيڅ کوم  پام ورته نه کول شو.
اخرعمر کښی د ميرګي په رنځ اخته وو ډېر غريب وو د خپل علاج وس ئې هم نه کېدو په 2004 کښی هم ددغه رنځ له کبله مړ شو د مرګ سره ئې د يو پښتون ايجاد دغه ځانګړے ساز هم مړ شو.
رباب د پښتنو ځانګړے ساز دے زرګونو کاله پخوا د ګندهاريانو په انځورونو کښی هم رباب انځور شوے ښکاری.
د علي محمد مخلص حال نامې د وېنا ترمخه د مير فضل الله ولي خليفه د حاجي محمد په رباب کښې د نوي تارونو زيات والے اوکړو پښتنو موسیقارانو نوي راګونه د دې په برکت جوړ کړل خو غږوونکو د ساز په وزن نشو سمولے نو بايزيد روښان پخپله د هغوي اصلاح اوکړه او د نوي تار د راګ سره ئې بلد کړل پښتانه د خپلې موسيقۍ ځانګړي اوزار هم لري چې رباب او شپېلې پکښې ده .
غازي سیال وائي د رباب شپېلۍ نه سېوا د پښتوسازونه نور هم دي لکه ډول، دف (تمبل / چمبه)، سُرنا، (شهنائي)، سارينده، ، منګے، شپېلۍ، چترالے ستار، چوتاږه، ډاګه، ډرم، ټاڼه، ميردنګ، دروزه اؤ د ګوتوباجه (هارمونيم) چې په پښتوموسيقۍ کښې په کثرت سره استعمالېږي.
د موسيقۍ په اړه په پښتون مجله کښې ما يو تفصیلی ليک کړے د موسيقۍ په اړه هر اړخيز بحث پکښی دے د پښتون په پانړه ئې 👈 کتلے 👉شې.
مولانا خانزېب..

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ