Pashto poetry by Ali Khan 0

غزل ، علي خان ، انتخاب حسن زېب حسن

د نمر مخ چې دې تر مخه ډېر شـرمېږي
ځـــــکه هره ورځ په غرونو کښې پټېږي

سپوږمۍ شپول تر خان چاپېره کړو صنمه
چې د حسن له تاراجـــه دې وېرېږي

مخ يې نمر خلۀ یی حیات تعجب دادے
چې زلال په روشنایی کښې ليدۀ کېږي

لــــــکه زوړ زړو کے راکاږې پۀ غنه
ستا له هجره مې زړۀ هسې رنګ شو کېږي

خال د مینځ د وروځو وینم حېرانېږم
چې کارغه لۀ ليندې ولې نه وېرېږي

نرم زړۀ مې ستا د مخ لۀ عکسه تورشۀ
اوبۀ نمرته لکه زر هسې ځلېږي

مخ يې اور زلفې يې ځکه پرې تاؤ تاؤ شوې
چې وېښتۀ و اور ته نيسې خو تاوېږي

یا وفا پۀ هوايي لالي کښې نۀ وه
یاد غره پۀ اور لاسونه نۀ تودېږي

صاف نازک وۀ لکه سترګه حېرانېږم
چې پۀ دود د اه مې ولـــې نــه نرمېږي

ما يې غوټه جبین پوست په ژړا نۀ کړۀ
ولې غوټه چې لمده شي لا سختېږي

خو اخر به دې زړۀ و چوي علي خانه
چې پۀ شان د ننکی له درده سوېږي

خط يي وار د زلفو تېر کۀ علي خانه
کله مارله مېرتون سره چلېږي
(علي خان)

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ