په کوڅه ټیټې سترګې تېر شي
جانان پښتون دی مینه نه رسوا کوینه
پاتې لتانه دا ڪوڅــــې دی
زه ليونے يم چـــې په طمع ئې ساتمه
په ما دي ځان د انځر ګل کړو
بوي دي راځي ګل دي په سترګو نه وينمه
کله به یم کله به نۀ یم
زما یاري په ړنګه مۀ شمیره مئینه!
چې روانېږې منګول راکړه
چې پناه کېږې مخ راواړوه مئینه
مينځ ڪي مو ډېري فاصلـې دي
په خوب ڪښې راشـه راته ووايه حالونه
خپله وې تللے خپله راغلې
بې ننګه یاره ننګ دې چا سره کوونه
په خــــال مئینه راته ڰوره
نن مـې د یـو په ځاے څلور وهلي دینه
ڪه جنڰ د تـورو وي تيار يم
د سترڰو جنڰ مـې هميشه بائيللے وينه
خدایه يار جوړ کړې ما ناجوړه
چې يار مې جوړ شي زۀ به روغه جوړه شمه
په طمع طمع به دې زوړ کړم
نه به دې يار کړم نۀ به درکړم جوابونه
لاليه حال دې راته وايه
د زندګۍ چارې دې څنګ روانې دينه
وطن د سرو او سپينو ډک دے
تور ئې په تور ټوپک لوټي ژړا راځينه
ستا به لوګ په سينه زوړ شي
په بنګو روږد لالے دې بل وطن کښې مرينه
د بدو ورځو مل دې زه ووم
لاليه ښاد شوې بيا دې ونۀ کړه پوښتنه
ستا به زما نه ګيله کېږي
قسم دے ياره نظر بنده مې ساتينه
رانجه دې ورک شي زر پاکيږي
جينۍ ته وايه د نکريزو خال دې ږدينه
خدايه ځواني ئې خاورې مۀ کړي
زما په لاس کښې ورته مړاوي شو ګلونه
ما نه دې څټه غنم واخلي
په لېونۍ دې وږي نۀ راټولوينه
ستا د ديدن لارو ته ګورم
ستا د دې وران کلي نه هيڅوک نۀ راځينه