pashtun-culture-and-pashtun-heroes-in-hindi-films 0

پښتني کلتور او پښتانه اتلان په هندي فلمونو کښې

دې لړ کښې د ټولو نه وړومبے د علامه اقبال يادؤنه ضروري ده چې د هغۀ تعلق د فلمي صنعت سره خو نۀ وو البته د پښتون اولس سره د هغۀ قلبي او روحاني تړون او د هغۀ په اردو، فارسۍ او انګرېزۍ ژبو کښې د دغه روحاني تړون اظهار د علامه په ليکونو کښې ضرور ښۀ په شدت سره ځان ښائي. په پښتنو شخصياتو کښې د ستر خوشحال خان خټک سره د علامه عقيدت او فکري نزديکت خو هسې هم جوت دے خو د ستر خوشحال په ژوند او کارنامو دعلامه له خوا د يو هندي فلم قيصه ليکل تر اوسه ډېرو پښتنو دانشورو ته نۀ وه څرګنده. يواځې پښتانۀ دانشور نه بلکې د نړۍ او په خصوصي توګه د برصغير دانشور هم دغه لړ کښې د لا علمۍ ښکار دي. د اردو ناموره دانشوره قرة العين حېدر په خپله يوه مرکه کښې د دغه لا علمۍ اظهار هم کوي او مونږ ته د علامه اقبال د ليکلے شوي فلم “افغان شهزاده” پته هم راکوي. هغه دې لړ کښې داسې ليکي:
“اس لا علمی کے متعلق میں کیا کہہ سکتی ہوں۔ آپ نیرنگ خیال کے 1934ء یا 1935ء کے شمارے دیکھئے۔ ان میں آپ کو فلم “افغان شہزادہ ” کا اشتہار پورے صفحہ پر مل جائے گا جس کی کہانی علامہ اقبال نے لکھی تھی۔”
د دغه فلم قيصه علامه اقبال او مکالمې ئې خواجه حسن نظامي ليکلې وې چې پکښې د ستر خوشحال بابا د ژوند او کارنامو عکاسي شوې وه. د دغه ابتدائي فلم نه پس چې باقاعده د هندي فلمونو په تاريخ نظر اچوو نو په څرګند ډول راته د پښتون ثقافت ترجماني د دغو فلمونو بنيادي موضوع تر سترګو کېږي. مشهور هندي فلم ” امراؤ جان ادا” دوه واره جوړ شوے دے. د محمد هادي رسوا دناول نه ئې مرکزي خيال اخستے شوے دے. دغه فلم کښې د امراؤ کردار د لکهنو د يوې رقاصې کردار دے چې په وړومبي جوړ شوي هندي فلم کښې ريکها او دوېم کښې ايشوريه رائے لوبولے دے. د دغې رقاصې(طوائف) په مقابله کښې د هيرو کردار د يو پښتون نواب دے چې ورسره په هند کښې د مېشته پښتنو په عمومي توګه او د نوابانو په خصوصي توګه د کلتوري اقدارو څرګندونه کيږي.
د برصغير د فلمي تاريخ دغه سفر چې کال ١٩٣٧ء ته راورسېدو نو بالي وډ د پښتني کلتور ترجمان فلم “خېبر پاس” جوړ کړو چې د خېبر د قبائلي پښتنو دود دستور پکښې په خصوصي توګه ښودلے شوے ؤ. د پښتنې کلتور ترجمان دغه فلم کښې د اتل کردار د پاره هم د بالي وډ حسين ترين پښتون اداکار ګل حميد ټاکلے شوے ؤ چې په دغه وخت کښې ئې په بالي وډ راج کولو. ګل حميد د دغه فلم هدايتکاري هم کړې وه. دا فلم ايسټ انډيا فلم کمپنۍ جوړ کړے
ګل حميد د دغه فلم هيرو هم ؤ، هدايتکار هم او د پښتني کلتور د ترجمانۍ په حواله د دې فلم ليکونکے هم ګل حميد ؤ. د دې فلم فلمبندي هم زياته په پښتنه سيمه کښې شوې وه.
دا د برصغير د هندي يا اردو وياندو فلمونو ابتدائي دور ؤ. وياندو فلمونو چې په کال ١٩٣١ء کښې د “عالم اراء” نه کوم سفر شروع کړے ؤ هغه شپږ کاله پس په کال ١٩٣٧ء کښې “خېبر پاس” ته راورسېدو. دغسې د بالي وډ دغه شپږ کلن سفر په بالي وډ کښې د پښتنو دعملي خدماتو او کردار نه تر پښتني کلتور او د پښتنو د ټولنيز ژوند ترجمانۍ ته راورسېدو چې د “خېبر پاس” د پاره بنيادي موضوع د پښتنو ټولنيز ژوند غوره کړے شو. د خېبر پاس په نوم د دغه فلم درې زاويې پښتنې وي. يوه دا چې د دې فلم اتل پښتون ګل حميد ؤ چې د بالي وډ بادشاه ګڼلے شو. دوېمه دا چې د دې فلم يوه برخه د خليلو پښتنو مشهور کلي تاکال کښې د ارباب مدد خان په حجره کښې فلم بند شوې وه. درېمه زاويه ئې دا وه چې دې فلم کښې د پښتني کلتور ځنې اړخونه هم منعکس شوي وو. د پښتون ماحول سره سره د دې فلم په موسيقۍ هم پښتانۀ اثرات وو. دې فلم کښې پښتون رفيق غزنوي او د پښتو سندرغاړې حبيب جان هم اداکاري کړې وه او د ګوهر جان په اواز پکښې سندرې هم وئيلې شوې وې چې په متحده هندوستان کښې د پښتو وړومبۍ سندره هم دغې ګوهر جان وئيلې وه. دا هغه زمانه وه چې د برصغير ويش لا نۀ وو شوے. د برصغير د وېش نه پس چې هندوستان او پاکستان دوه بيل هېوادونه شول نو د دواړو هېوادونو په اردو، پنجابۍ او نورو هندوستاني ژبو په فلمونو کښې د پښتون کلتور نخښې څرګندې وې. د پاکستان په اردو فلمونو کښې د پښتون کردار عموماً د څوکيدار، نالوستي، کم عقل، جګړمار او نور منفي اړخونو سره ښودلے شوے دے چې وضاحت ئې مونږ ته د همدغه پاکستاني فلمي صنعت نوميالے پښتون فلمساز، هدايتکار او ليکوال ښاغلے رحيم ګل په دې الفاظو کوي:
“زۀ د پاکستان په فلم انډسټرۍ کښې يکې يواځې پښتون وم او ما د نن نه اوولس اتلس کاله مخکښې يعنې غالباً په کال ١٩٥٢ء کښې په دې اراده فلمي انډسټرۍ سره ځان وتړلو چې د پښتون د لاس نه دا د نسوارو ډبے واخلم او د هغۀ په لاس کښې د نسوارو د ډبي په ځائے ټوپک ورکړم. ما دنيا ته دا هم ښودل غوښتل چې پښتون د ښکلي احساساتو نه هيچرې بې پروا نۀ دے او کۀ هغه چرې توره او ټوپک چلولے شي نو بل خوا هغه د مينې محبت د پاکو او ښائسته جذباتو نه هم بې پروا نۀ دے. او د دې ثابتولو د پاره ما د آغا جي اے ګل د پاره د “نغمه دل” قيصه وليکله او دا فلم په ملک کښې په ډېره لويه پېمانه خوښ کړے شو.”
د پاکستاني فلمي صنعت په مقابله کښې په بهرنۍ نړۍ کښې د فلمي صنعت خلق د پښتون د صلاحيت او پښتنې خاورې د زرخېزۍ نه ښۀ خبر وو هم دغه وجه وه چې په بهرنۍ نړۍ کښې په فلمي صنعت کښې يو خوا خو د پښتون د صلاحيتونو نه ګټه پورته کړے شوه نو بل خوا د پښتني کلتور د ترجمانۍ مثبت اړخونه هم رامخې ته شول چې پکښې د هالي وډ نه علاوه د بالي وډ فلمونو کښې هم دغه مثبت اړخونه جوت وليدے شول. تر دې چې د برصغير د وېش نه پس جوړو شوو هندي فلمونو کښې هم د پښتني کلتور دغه مثبت اړخونه وخت په وخت را څرګند شول. دغه دور کښې چې کوم فلمونه جوړېدل په هغې کښې به د پښتون کردار عموماً د ډېر جرات، بهادرۍ، ځوانمردۍ، غېرت، وفادارۍ او صادقانه کلتوري روئيو نمائنده ښودلے شو او تر اوسه دغه مثبت انداز زمونږ تر نظره کيږي چې په مثال کښې ئې ګڼ شمېر د بالي وډ فلمونه پېش کېدلے شي.
په کال ١٩٦٢ء کښې د پښتنې اداکارې مدهو بالا پلار هدايتکار عطاء الله خان د پټهان په نوم يو فلم جوړ کړو چې د پښتني کلتور ترجمان فلم ؤ. دغه فلم کښې د يو غېرت مند، وفادار او مثالي پښتون کردار بالي وډ اداکار پريم ناتهـ لوبولے ؤ او په نورو اداکارانو کښې ممتاز، ماسټر بهاګوان، پښتون اداکار افتخار حسېن، اچالا سجديو، نيرنجن شرما او سدهو شامل ؤ. فلمسازه ئې پخپله مدهو بالا وه.
په کال ١٩٧٧ء کښې هدايتکار جوګندر شيلے د “پنډت اور پټهان” په نوم يو فلم جوړ کړے دے چې پکښې د يو هندو پنډت او پښتون د تعلق او تړون نه قيصه شروع کېږي او د مينې او ايکشن د واقعاتو سره قيصه مخ په وړاندې ځي. د پنډت او پښتون مرکزي کردارونه پکښې نذير حسېن او آغا لوبولي دي. د موسيقۍ تړون ئې سونيکا اومي کړے دے. په نورو اداکارانو کښې ئې رجن هکسر، هيلن، دهيراج کمار، کرن کمار، محمود، رام موهن، مکري، نازنين، جوګندر، جيا شري، مينا او سيما کپور لوبولي دي. د پښتون کردار پکښې د شير خان په نوم را وړاندې کېږي. دې فلم کښې د شنکر (پنډت) او شېر خان (پښتون) د دوستۍ، مينې،ايثار او وفادارۍ قيصه موضوع جوړه شوې ده. رادها د شنکر خور وي چې دواړه په يوکلي کښې د غربت ژوندتېروي. سلمى يوه انټرنېشنل سمګلره وي. شنکر او شېر خان په ملک کښې د سمګلنګ خلاف جدو جهد کوي او د پوليس مرسته هم کوي. چې په جواب کښې ئې سلمٰى او د هغې سملګرانو ګوند دواړ پنډت او پښتون ته مشکلات پېدا کوي. د قتل هڅې ئې کوي خو دواړه بچ کېږي. د شېر خان سره د رادها دمينې پس منظر هم دې فلم کښې ښودلے شي چې پښتون شېر خان په مينه، وفادارۍ، قربانۍ او دوستۍ کښې په هره موقع پوره او کامياب خېژي. د دې فلم سندرې او موسيقي زيات زړۀ راښکونکي دي. چې په ځنو سندرو ئې د پښتو موسيقۍ د سُرونو او سازونو اثر هم شته. بالي وډ د “پټهان” په نوم هم يو فلم په تامل او بهوجپورۍ ژبه کښې جوړ کړے دے چې لا تر اوسه نندارې ته نۀ دے وړاندې شوے. دغه شان په کال ٢٠١٦ء کښې بالي وډ د “کابلي پټهان” په نوم يو فلم په فارسۍ ژبه کښې جوړ کړے دے چې هدايتکار ئې هري دېش کمبلے دے. دا فلم په بنيادي توګه په رومانوي موضوع ليکلے شوے دے چې د کابل د پښتنو په ماحول او ټولنه کښې د مينې او رومان قيصه پکښې بيان شوې ده.
“پالے خان” د پښتني ژوند ترجمان يو بل فلم دے چې په کال ١٩٨٦ء کښې جوړ شوے او نندارې ته وړاندې شوے دے. هدايتکاري ئې اشيم-ايس سمانتا کړې ده. مرکزي کردارونه پکښې جيکي شروف او پونم لوبولي دي. په نورو اداکارانو کښې ئې فرح ناز او انوپم کهير بنيادي کردارونه ادا کړي دي. موسيقي ئې آر.ډي برمن ترتيب کړې ده. د دې فلم پلاټ داسې دے چې په برصغير پاک و هند کښې د انګرېز سامراج خلاف د ازادۍ کومو تحريکونو سر پورته کړے وي په هغې کښې د پښتون حريت پسند “پالے خان” د عملي جدوجهد او قربانو ډېره غټه برخه وي. پالے خان د ازادۍ د دغه تحريک دوران کښې د انګرېز جنرل بونز لور هيلن سره د مينې لړۍ هم دوامداره ساتي. دغه مينه ئې د انګرېز او حريت پسندو تر مېنځه کرکه او دښمني هم له منځه يوسي او دغسې پښتون پالے خان په خپل لوې مقصد کښې اخر هم کامياب شي. د نوميالي پښتون حکمران شېر شاه سوري په ژوند او کارنامو وړومبے بالي وډ په کال ١٩٤٣ء کښې يو فلم د “ايک دن کا سلطان” په نوم جوړ کړو چې د شېر شاه سوري کردار پکښې پښتون اداکار آغا پير جان لوبولے ؤ. او موسيقار ئې د بالي وډلوې اداکار، موسيقار او هنر مند رفيق غزنوي ؤ. د فلم هدايتکار سهراب مودي ؤ. د دې فلم فلمبندي په کال ١٩٤٣ء شروع شوې وه چې تر کال ١٩٤٥ء تکميل ته رسېدلې ده او بيا په دغه کال فلم نندارې ته پيش شوے ؤ. د دغه فلم نه پس هالي وډ په شېر شاه سوري يو بل فلم په کال ١٩٦٢ء کښې د ” شېر خان” په نوم جوړ کړو چې د شېر شاه سوري کردار پکښې پښتون اداکار جينت پشاوري(زکريا خان) لوبولے دے. هدايتکاري ئې رادها کانت کړې ده. بيا په دغه پلاټ په کال ١٩٨١ء کښې لالي وډ (پاکستاني فلمي صنعت) په پنجابۍ کښې د “شير خان” په نوم فلم جوړ کړے دے چې مرکزي کردار ئې سلطان راهي لوبولے دے. په کال ٢٠١٦ء کښې هالي وډ يو ځل بيا “شېر خان” فلم جوړ کړو چې مرکزي کردار ئې پښتون اداکار سلمان خان ولوبولو. په کال ١٩٨٣ء کښې د هدايتکار او ليکوال کمال امروهي په فلم “رضيه سلطانه” کښې هم د پښتون کلتور سياست او ځوانمردۍ ځنې اړخونه ښودلے شوي دي. دې فلم کښې پښتنې اداکارې پروين بابي هم اداکاري کړې ده او په مرکزي کردارونو کښې ئې هيمامالني او دهرميندر راښکاره شوي دي.
د پښتنو اتلانو په ژوند او کارنامو د بالي وډ لخوا د فلمونو جوړولو په دغه لړۍ کښې اوس اوس د ستر پښتون اتل احمد شاه بابا(احمد شاه ابدالي) په سياسي ژوند او حکمرانۍ هم يو فلم “پاني پت” د بالي وډ له خوا جوړ شوے دے. دغه فلم د ٢٠١٩ء په وروستۍ برخه کښې نندارې ته وړاندې شو. دغه فلم کښې هندي فلمي صنعت د پښتون احمد شاه بابا کردار په زخمي شکل پېش کړے دے. په هندوستان د احمد شاه بابا حکمراني ئې يو تېرے او غاصبانه قدم ګڼلے دے چې د ځنو ليکونکو له خوا پرې تنقيدي نظر او اعتراضونه هم رامخې ته شوي دي. خو بيا هم دا څرګنده ده چې بالي وډ دغه ستر پښتون اتل، د هغۀ ژوند، حکمراني او د ډيلي په تخت د هغۀ ناسته ئې د فلم موضوع جوړه کړې ده. هر څو کۀ پخپله احمد شاه باباپه خپله شاعرۍ کښې وئيلي دي چې :
د ډيلي تخت هيرؤمه چې راياد کړم
زما د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه
“کابلي والا” د نوميالي بنګالي ليکونکي رابندر ناتهـ ټائګور افسانه ده چې د کابل د پښتون ماحول عکاسي کوي. په دغه افسانه بالي وډ په وړومبي ځل په کال ١٩٥٧ء کښې په بنګالۍ ژبه کښې فلم جوړ کړو او بيا په کال ١٩٦١ء کښې ئې په هم دغه افسانه په هندۍ/اردو ژبه کښې هم فلم جوړ کړو چې د پښتني ژوند په موضوع ئې اډاڼه لرله. د رابندر ناتهـ ټائيګور د قيصې په پلاټ جوړ شوي دغه فلم مکالمې ايس خليل او ويشرام بريکر ليکلي وې او نغمې ئې ګلزار او پريم دهون ليکلې وې. د دې فلم په سندرو هم د پښتني کلتور رنګ اوړېدلے دے. سندرغاړي ئې لتا منګيشکر، محمد رفيع او همينت کمار دي. د هندي فلم کابلي والا په اداکارانو کښې بلراج ثاني، سونو، ساجن او شاکرن او فريده شامل دي. دا فلم د هندي سنيما نه علاوه په ځنو نورو هېوادونو او ورسره په افغانستان کښې هم نندارې ته وړاندې شوے دے.
د اميتابهـ بچن د اتل په حېث وړومبے فلم زنجير دے. چې په کال ١٩٧٣ء کښې جوړ شوے دے. ليکوال ئې پښتون سليم خان، فلمساز او هدايتکار ئې پرکاش مهرا دے. دغه فلم کښې د پران کردار د يو پښتون وي چې نوم ئې شېر خان وي. شېر خان د يو غېرتي او بهادر پښتون په شکل ښودلے شوے دے. سره د دې چې د شېر خان دغه کردار تر څۀ حده منفي هم دے خو د پښتون شان سره سمون لرونکے کردار دے. يو بل هندي فلم د “حنا” په نوم جوړ شوے دے چې هيرو ئې رشي کپور دے او هيروئن ئې پاکستاني اداکاره زېبا بختيار ده. د دې فلم زياته فلمبندي په سوات کښې شوې ده او د يو نه زيات کردارونه پکښې پښتانۀ دي. پښتانۀ پکښې د خپل مېلمه محافظان او د قربانۍ او ايثار سربازان ښودلے شوي دي، چې د پښتون کلتور ځانګړي رنګونه رامخې ته کوي. په دې فلم کښې چې رشي کپور د يو هندوستاني په کردار کښې د يو حادثې نه پس د سمندر په لاره پاکستان کښې د پښتنو سيمې ته را رسي. ياداشت ئې ختمېږي او د نوي سره د پښتنې قبيلې پېغلې (زېبا بختيار) سره ئې مينه پېدا کېږي نو بيا دغه پښتنه قبيله خپل ځان تباه کړي خو خپلې سيمې ته د رارسيدلي هندوستاني حفاظت او مېلمستيا کښې هېڅ کمے نۀ راولي. تر دې چې دغه هندوستانے په امن او حفاظت سره واپس خپل وطن ته رسوي. دې فلم کښې د پښتنې قبيلې پېغله(زېبا بختيار) چې ديوهندوستاني د پاره د خپلې مينې قرباني ورکوي او په هره لحظه د هغۀ د پاره مرګ سره لوبې کوي او بيا د دغه قبيلې نور ځوانان چې په دغه هندوستاني قربانېږي او د قبيلې مشر پښتون ګل بابا چې کومې قربانۍ ورکوي. د هغې مثال نۀ پېدا کېږي. په پښتنه قبيله کښې چې د ډېرو زياتو خطرو او مشکلاتو په وجه د قبيلې کشران ګل بابا ته تجويز ورکوي چې دا هندوستانے مونږ د پاره ډېره خطره جوړه شوه. په څۀ طريقه ترې ځان خلاصول پکار دي نو په دغه موقع د ګل بابا مکالمې د پښتنې کلتور، ايثار او قربانۍ عملي نمونه څرګندوي چې ګل بابا وائي:
“کیا ہوا کہ یہ شخص ہندوستانی ہے ۔ کیا یہ انسان نہیں رہا۔ کیا یہ ہمارا مہمان نہیں رہا”
نو دغو مکالمو سره د پښتون په شان نور هم ايمان تازه شي. د دې فلم هدايتکار اوفلم ساز پښتون ستورے راج کپور دے چې په ځنو نورو فلمونو کښې ئې هم د پښتني هوډ ترجماني کړې ده. خو د پښتني کلتور د ترجمانۍ په حواله د هغۀ فلم حنا بې مثاله دے. په دې فلم کښې پښتون اداکار رضا مراد د يو پاکستاني پوليس کردار لوبولے دے چې په بنيادي توګه منفي کردار دے خو د پښتنې قبيلې د وګړو، د قبيلې د مشر ګل بابا او په خصوصي توګه د پښتنې پېغلې (زېبا) کردارونه په دې فلم کښې د پښتون اولس د جذباتو ډېره مناسبه ترجماني کوي.
دغه شان يو تاريخي فلم “جھانسی کی رانی” د ١٨٥٧ء د جنګِ ازادۍ د نوميالي پښتون اتل بخت خان روهيله په کارنامو، شجاعت او بهادرۍ جوړ شوے دے. په دې توګه په ځنو هندي فلمونو کښې د پښتني سياست رنګونه هم ليدے شي او ورسره د پښتنو سياسي شخصيتونو مزاج، نومونه او سياسي نظريات هم د فېکشن په رنګ کښې رنګ شوي ښودلے شوي دي. د بالي وډ فلم “ټينګو” يوه مکالمه دې لړ کښې وړاندې کولے شي چې د فلم د ولن له خوا يو سړے راځې نو هغۀ نه پښتنه کېږي چې
“تمہیں کس نے بھیجا ہے وجے”
هغه ورته ځواب کښې وائي:
” مجھے ولی خان نے بھیجا ہے”
ولي خان پکښې د پران نوم وي چې پښتون کردار وي. دغه مکالمه فلم کښې بار بار تکراريږي. دغه شان مشهور هندي فلم “خداګواه” خو تقريباً ټول د پښتنو په سياسي، سماجي او کلتوري اړخونو جوړ شوے دے. دغه فلم کښې مرکزي کردار د “بادشاه خان” په نوم اميتابهـ لوبوي او په مقابله کښې ئې د بې نظير په نوم سري ديوي اداکاري کوي. د دې فلم ټول ماحول پښتون دے فلم بندي ئې په هندوستان او افغانستان کښې شوې ده.
د هندوستان او افغانستان په شريک کلتور اوتعلقاتو پکښې رڼا اچولې شوې ده. يوه مکالمه خو ئې لکه د پښتو د متل مشهوره شوې ده چې اميتابهـ بچن د بادشاه خان په خله وائي.
“محبت! جس کے لئے مجنوں نے صحراوؤں کی خاک چھانی۔ اسی محبت کے لئے کابل کا یہ پٹھان سرزمین ہندوستان سے محبت کا خیر مانگنے ایا ہے۔”
دې فلم کښې سري ديوي د مور او لور په ډبل کردار کښې رامخې ته کيږي چې د لور په کردرا کښې د خپل پښتون پلار بادشاه خان په لهجه کښې ځنې داسې مکالمې ادا کوي لکه پښتانۀ چې په اردو کښې خبرې کوي. ګويا د پښتني غېرت نه علاوه دپښتنې لهجې خيال هم په دغه فلم کښې ډېر په ښائسته انداز ساتلے شوے دے. د دې فلم فلمبندي چې په افغانستان کښې کېده دغه وخت کښې افغانستان کښې د ډاکټر نجيب الله حکومت ؤ. د نجيب د حکومت نه پس چې افغانستان کښې د طالبانو حکومت راغلو نو څۀ موده پس بالي وډ د “طالبان” په نوم يو فلم جوړ کړو چې پکښې د طالبانو په طرز حکومت، غير جمهوري روئيو او جبري پاليسو سخت تنقيد شوے دے. دغسې دا فلم د پښتون کلتور د مختلفو اړخونو سره سره د هغه وخت افغان سياسي پاليسۍ او حکومتي روئې رامخې ته کوي. کله چې د سياسي او سماجي روئيو سره سره د پښتني کلتور شوخو رنګونو ته ګورو نو هندي فلم “قرباني” زمونږ مخې ته راځي چې د پښتنو د ايثار، قربانۍ او مينې د تصور نقاب کشائي کوي. د پښتون فلمساز او هدايتکار فېروز خان دا فلم په کال ١٩٨٠ء کښې جوړ شوے دے. قرباني فلم کښې د فېروز خان او امجد خان کردارونه د پښتنو دي چې د اداکارۍ او کردار نګارۍ اصليت ئې په دې وجه هم جوت دے چې دواړه اداکاران په اصلي شکل هم پښتانۀ دي. د دغو دواړو پښتانو کردارونو په ژبه نېغ په نېغه دغه هندي فلم کښې د پښتو ژبې مکالمې هم ادا کړے شوې دي او د پښتنو حجره او اتڼ هم پکښې ښودلے شوي دي. د فېروز خان يو بل فلم “جانشين” کښې د افغانستان پښتنه ټولنه او جنګي حالات ښودلے شوي دي. چې لږ ډېر سياسي رنګ هم لري. دغه شان د هندوستاني سياست دان او سرتير سبهاش چندر بوس په ژوند چې بالي وډ کوم فلم د “بوس” په نوم جوړ کړے دے. په هغې کښې هم پښتون کلتور سره سره د پښتني سياست ځنې اړخونو رامخې ته کيږي. ځکه چې سبهاش چندر بوس په خپل سياسي ژوند کښې د پښتنو سيمې ته هم راغلے ؤ او د پښتنو سياسي مشرانو، ميا اکبر شاه، حاجي محمد امين، کاکاجي صنوبر حسېن، عباد خان او بهګت رام سياسي مرسته هم ورته حاصله وه. دغه هر څۀ په بالي وډ فلم “بوس” کښې په ډېره ښائسته طريقه او سليقه ښودلے شوې دي. “کابل ايکسپريس” د پښتون بالي وډ هدايتکار کبيرخان فلم دے چې ليکونکے ئې هم پخپله کبيرخان او فلمساز ادتيا چوپړا دے. دا فلم د ١١ /٩ د واقعې نه پس په افغانستان کښې د طالبانو د عملدارۍ او کابل په ټولنيزو حالاتو جوړ شوے دے چې جان ابراهيم پکښې د سهيل خان په نوم او ارشد وارثي د جے کپور په نوم د دوو صحافيانو کردار لوبولے دے. دغه دواړه صحافيان دکابل نه يو ټېکسي اخلي او د هېواد په مختلفو برخو کښې ګرځي او په دغه طريقه د طالبانو د دور تباهۍ بيانوي او ورسره په کابل او افغانستان کښې د پښتون اولس د ټولنيز ژوند حال ښايي-
دغه موضوع سره نزدې د پښتنو په سياسي او ټولنيز ژوند بالي وډ يو فلم د “کندهار” په نوم جوړ کړے دے. د دې فلم ليکونکے او هدايتکار مېجر روي دے او فلمساز ئې سنيل سي او ناصر موهن لال دي. دا فلم په ١٦ دسمبر ٢٠١٠ء کښې نندارې ته وړاندې شوے ؤ. دې فلم کښې فلمساز موهن لال د يو فوجي مېجر کردار لوبولے دے او اميتابهـ بچن پکښې د لوکاناتهـ شرما په نوم مرکزي کردار ادا کړے دے. د فلم نوم “کندهار” دے خو زياته توجه په هندوستاني سياست ورکړے شوې ده چې د هندوستان يو جهاز په کال ١٩٩٩ء کښې تښتولے شوے وي نو په نتيجه کښې ئې هندوستانے حکومت او فوج چې کوم جدوجهد کوي د هغې پس منظر زيات رامخې ته شوے دے او د کندهار د پښتون اولس او جنګي حالاتو ترجماني هم تر څۀ حده شوې ده. دا فلم وړومبے د هندوستان په علاقائي ژبه مليالم کښې جوړ شوے ؤ چې وروستو په اردو ژبه کښې هم نندارې ته وړاندې کړے شو. د دې فلم زياته برخه په هندوستان او يوه برخه ئې په روس او د افغانستان په کندهار کښې فلمبند شوې ده.
د شاه رخ خان فلم “مائي نېم از خان” د کال ٢٠١٠ء فلم دے چې د ١١ /٩ د واقعې نه پس د پښتون اولس د سماجي اوسياسي حالاتو په تناظر کښې جوړ شوے دے. دې فلم کښې هيرو (اتل) د هغه تاثر ختمولو هڅه کوي چې پښتانۀ په نړۍ کښې د شرپسندو په حېث مشهور دي. خان په دې فلم کښې ښائي چې زۀ پښتون يم. په نړۍ کښې د مينې، امن، سوکالۍ، ورورولۍ، ايثار او قربانۍ نمائنده يم. شرپسند نۀ يم. د فلم مرکزي کردار شاخ رخ خان لوبولے دے او په نورو اداکارانو کښې کاجل، زرينه، سونيا، وهاب او ځنې نور ستوري شامل دي. د فلم ليکوال کرن جوهر او شيباني دي. فلم ساز او هدايتکار ئې هم کرن جوهر دے. دې فلم ګڼ شمېر سندونه او اېوارډونه هم ګټلي دي او په يو وخت د نړۍ په څلور څلوېښتو هېوادونو کښې نندارې ته وړاندې شوے دے. دا فلم په دې وجه هم د زيات اهميت او توجه وړ دے چې د پښتنو د سياسي او ټولنيز ژوند او کردار په حقله د ډېرو غلط فهمو لرې کولو او پښتانۀ په خپل اصلي شکل وړاندې کولو هڅه پکښې شوې ده.
د قيصې، واقعاتو او مکالمو نه علاوه د هندي فلمونو په موسيقۍ هم د پښتني کلتور شوخ رنګونه اوړېدلي دي. د پښتني سازونو او راګونو نه علاوه د پښتو ژبې پوره جملې او مصرعې پکښې بيان شوې دي. د فلم “کابلى والا” دا سندره بيخي په پښتني ساز او انداز کښې وئيلے شوې ده چې :
“ٹانگہ لاہوری میرا
گھوڑا پشوری میرا
بیٹھو میاں جی بیٹھو لالا
میں ہوں البیلا ٹانگے والا
د لاهورۍ ټانګې او پېښورۍ اسپې صفتونه په پښتو سندرو کښې هم شوي دي چې د ګلنار بېګم يوه مشهوره سندره په دې ډول ده :
د لاهورۍ ټانګې دې کېږي صفتونه
د پېښورۍ اسپې دې نشته مثالونه
جانانه نن پکښې سيدو بابا له ځونه
د همدغه فلم يوه بله سندره کښې د کابل او قندهار ذکر هم کيږي او موسيقي، ساز، اواز او انداز ئې هم پښتني رنګ لري. د سندرې استاني داسې ده:
او سبا کہنا میرے دلدار کو
دل تڑپتا ہے تیرے دیدار کو
د محمد رفيع په اواز دې سندره کښې د پښتو ټپې په طرز کړۍ هم اچولے شوې دي خو په اردو ژبه کښې. او ترينه مخکښې د پښتو ټپې غوندې: “يا قربان ” هم وئيلے شي. دغه شان يو بل فلم “بهائي بهائي” يوه سندره کښې د پښتو دهن او آهنګ سره د پښتون کردار عبدالرحمان ذکر هم په دې توګه شوے دے.
ميرا نام عبدالرحمان
پستے والا میں ہوں پٹھان
او بيا هم د دې سندرې د هرې کړۍ په اخره کښې د کورس په شکل جينکۍ په پښتو کښې وائي:
زما لالے چنار دے
نارنجه ولې ولې
زما د غاړې هار دے
نارنجه ولې ولې
د فلم “ټينګو” يوه سندره داسې ده:
خو چې قربان وئ وئ
راوړه بندۍ بندۍ
چې اوپېرو نه
جانانه پېرې له راځه نو
چې او زانګو نه
د فلم “کالي ټوپي لال رومال” په يوه سندره کښې د پښتو نه علاوه فارسي هم شته. سندره داسې ده.
دغه دغه وئ وئ
هو گئى
تم سې الفت هو گئى
چه کنم … چه کنم
دغه دغه وئ وئ
هو گئى…..
په هندي فلمونو کښې د پښتون کلتور د ترجمانۍ، پښتو ژپه کښې د مکالمو مثالونه او د پښتنې لهجې عکاسي او ادائيګي. د پښتو موسيقۍ ، راګونه او سازونه، سندرو کښې د پښتو ژبې د مصرعو سره سره پښتون سُر او آهنګ او د پښتو موسيقۍ مجموعي اثرات که په تفصيل سره بيان شي نو په لازيات وضاحت سره دا خبره مخې ته راځي چې د بالي وډ فلمونو يوه غټه برخه د پښتون کلتور د مختلفواړخونو عکاسي کوي او دا هم جوتيږي چې دغه عکاسي ډېره په مهارت، استاذۍ، هنرمندۍ او ډېره په مثبت انداز او سوچ سره شوې ده. د هُم دغه پښتني کلتور د ګڼو رنګونو جوتولو سره په اخره کښې دا وضاحت هم کوم چې د حمزه بابا د “ليلى مجنون” په نوم د هندي پښتو فلم نه علاوه د ځنو نورو هندي فلمونو قيصې او خلاصې هم وړومبے په پښتو کښې ليکلے شوي دي چې بيا وروستو ورته د هندۍ يا اردو مکالماتي رنګ ورکړے شوے دے. دغه پښتو قيصې او خلاصې عموماً رام سرن کپور، چکرورتي، دهرمندر کمار او ممتاز ولي ليکلې دي. چې د هند پښتانه او د پښتنې کلتور پياوړي ليکونکي او ترجمان دي.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ