د پېشمني د پاره د ټولو نه ښۀ خوراکونه هغه دي چې بدن ته تر ډېره وخته توانائي ورکوي او د دې سره تنده او لوږه کنټرول ساتي – او دا کار پروټين او چربي fats کوي – خو پۀ چربي کښې بيا د ښۀ او بد تفاوت ضروري دے –
زمونږ د خلکو چونکه د ډوډۍ نه بغېر ګذاره نۀ کيږي – نو د خپلو سرو غنمو ډوډۍ دې استعمالوي – او کۀ څوک د کور نه بهر وي نو هول ويټ whole wheat وړۀ يا ډوډۍ دې اخلي – د دې سره پۀ پروټين کښې غوښه ، چرګ ، اګۍ ، پۍ ، ماستۀ او دالونه وغېره – کۀ څوک سبزيانې خوړے شي نو هغه هم ښې دي معدنيات او فائبر لري –
د پخلي طريقه کار دې ساده ساتي – اګۍ ويشېدلي ښې دي – د عام پخلي د پاره د زېتون تېل غوره دي – فرائي پخلے نۀ دے پکار ځکه چې فرائي خوراکونه نۀ يواځې غېر صحت مند دي بلکه پۀ روژه کښې ستاسو د وجود نه اوبۀ هم راکاږي او د تندې سره مو مخ کوي –
پۀ څښلو کښې هېڅ قسمه سافټ ډرنک يا نور شربتونه نۀ دي پکار – د دې سره انرجي ډرنک ، قهوه ، تورې چائے وغېره د کېفين مقدار زياتوي – بدن ته اوبۀ نۀ ورکوي بلکه د اوبو مقدار کموي او تنده سېوا کوي – کۀ څوک د تورو چايو عادت وي نو څښلے شي – کۀ څوک وزن کمول غواړي نو قهوه هم څښے شي – خو چې روژه پۀ خله ئې کار سخت نۀ وي –
سپينه ډوډۍ ، سپينې وريجې ، نان ، پراټه ، کېکونه ، بسکټ ، خواږۀ جوسونه او حلواګانې وغېره زر پۀ وينه کښې د شوګر مقدار زياتوي ځکه چې زر هضميږي – خو انسان زر وږے کوي ځکه چې د شوګر مقدار زر کموي هم – پۀ نتېجه کښې انسان د روژې د ماسپښين نه پس کمزوري ، لوږه او ستړے والے محسوسوي –
دغسې اچار ، مصاله دار خوراکونه ، پکوړې ، سموسې او نور فاسټ فوډ وغېره نه يواځې د بدن نه اوبۀ راکاږي – بلکه د معدې تېزابيت زياتوي او هاضمه هم خرابوي –
#ډاکټرديداريوسفزے