زما لوستونکيو ته پته ده چې شيدا سره مينه او عقيدت زما د هغه وخت نه دی چې د ادب ميدان کښې مې وړومبی قدم ايښودی وو- د هم هغه وخت نه مې چې د شيدا مطالعه کوله نو د هغه په کلام کښې به مې د هغه ذات او شخصيت لټولو- همدغه تناظر کښې به زما د ذهن په تختۍ د هغه يوه خاکه جوړيده – بيا چې مې د شيدا په اړه د يو داسې شخصيت معلومات تر نظره شول چا چې شيدا په خپلو سترګو ليدلی وو او بيا د خپلو سترګو ليدلې مشاهده يې په لفظونو کښې هم بيان کړې وه- زما مراد د هند تذکره نګار قدرت الله شوق رامپوري دی چې د شيدا د ذات او شخصيت په اړه يې خپله مشاهده داسې بيان کړې ده-
”خان عالي شان کاظم خان رئيس قوم افاغنه خټک يعني انسان متمثل به صورت ملک ، زاهد ، متورع ، عابد ، متشرع ، بسيار عالي حوصله و خوش سليقه ، نازک دماغ ، صاحب تمکنت ، نهايت بردبار ، کوه تحمل و وقار ، موصوف به جميع صفات انساني ، مجمع هنر و قابليت و سخنداني ، صاحب فضل و کمال ، شاعر خوش مقال نازک خيال ، معني ياب تازۀ نزاکت هند ، متلاشي مضامين دلپسند و بلند ، تا حال در قوم افاغنه روه چنين شخص خوش فکر و خوش گو پيدا نه شده و نه خواهد شد ۔ چند سال شد که ازين جهان فاني رحلت به عالم جاوداني نمود۔“
نو بس زړه ته مې راغله چې د شيدا د کلام او بيا د هغه د همعصر شوق رامپوري د اشارو نه يوه ايډيا جوړيدلی شي چې د شيدا يو خيالي عکس پرې جوړ کړی شي لکه څنګه چې د خوشحال بابا او رحمان بابا عکسونه جوړ شوي دي او د اولس نفسياتو منلي دي– هر څو که د شيدا دوه عکسونه مخکښې هم جوړ شوي دي خو په يو هم زړه اوبه نه څښي- ياده دې وي چې د شيدا په عکس جوړولو کښې د شيدا زمانه او پښتني کلتور– د هغه عمر چې زما د څيړنې ترمخه په ۱۱۲۵ کښې د پيدايش په حساب يو کم اويا کلونه د راورټي او نورو څيړونکيو تر مخه ۱۱۳۵ کښې پيدايش په حساب يو کم شپيته او ۱۱۴۰ کښې پيدايش په حساب څلور پنځوس کلونه جوړيږي نو د عکس د پاره مونږ دغه يو کم شپيته کلونه مناسب وګڼلو — دغسې بيا پښتني جلال– د خټکو د قبيلوي سردارۍ پس منظر– ديني او صوفيانه مزاج– د صورت ښکلا او د سيرت پاکوالی– او د شوق رامپوري په قول— متمثل به صورت ملک– يعنې د فرشتې په صورت کښې انسان — دغه ځانګړنې هم دغه عکس د پاره په نظر کښې ساتل ډيرې ضروري وې — زما خيال وو چې زه خپله دغه ايډيا په کوم مصور انځور کړم خو بيا مې ذهن ومنله چې په اوسنۍ زمانه کښې خو دا کار اے ائي يعنې مصنوعي ذهانت هم کولی شي– نو بس خپل کشر عباس خليل مې ځان سره کړو– خاکه مې ورته بيان کړه– په اے ائي مو عکسونه جوړول شروع کړل خو په يو مو هم تسلي نه کيده– لس اته تصويران مو جوړ کړل او رد کړل– څو مياشتې مو مسلسل رياضت وکړو- بدلونونه به مو پکښې کول– اخر هم دغه عکس مو زړه ته پريوتو چې د شيدا په اړه دستياب اشارو او معلوماتو عکاسي يې کوله نو بس د شيدا عکس تيار شو– د خپلو ملګرو جوهر خليل او شير احمد خليل تسلي مې هم پرې واخسته- اوس يې تاسو هم وګورئ-