0

وَالشُّعَـرَآءُ يَتَّبِعُهُـمُ الْغَاوُوْنَ

وَالشُّعَـرَآءُ يَتَّبِعُهُـمُ الْغَاوُوْنَ (224) ↖
اور شاعروں کی پیروی تو گمراہ ہی کرتے ہیں۔

اَلَمْ تَـرَ اَنَّـهُـمْ فِىْ كُلِّ وَادٍ يَّهِيْمُوْنَ (225) ↖
کیا تم نے نہیں دیکھا کہ وہ ہر میدان میں بھٹکتے پھرتے ہیں۔

وَاَنَّـهُـمْ يَقُوْلُوْنَ مَا لَا يَفْعَلُوْنَ (226) ↖
اور جو وہ کہتے ہیں کرتے نہیں۔

اِلَّا الَّـذِيْنَ اٰمَنُـوْا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللّـٰهَ كَثِيْـرًا وَّانْـتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّـذِيْنَ ظَلَمُـوٓا اَىَّ مُنْقَلَبٍ يَّنْقَلِبُوْنَ (227) ↖
مگر وہ جو ایمان لائے اور نیک کام کیے اور اللہ کو بہت یاد کیا اور مظلوم ہونے کے بعد بدلہ لیا، اور ظالموں کو ابھی معلوم ہو جائے گا کہ کس کروٹ پر پڑتے ہیں۔

د سوره الشعرا دغه څلور ايتونه مې د اردو ترجمې سره ځکه راواخستل چې څوک دا ونه وايي چې ترجمه دې له ځانه کړې ده– مقصد مې د طارق پټهان ورور جواب کول هم نه دي بلکې وضاحت کول دي او دا بحث ختمول دي– البته ګران پټهان ورور ته دا خو وييل غواړم چې شاعري په موضوعاتو شاعري نه شي بللی بلکې په شعري تکنيک او هنر شاعري بللی شي– موضوعات خو په سياست صحافت او مذهب وغيره کښې هم وي خو هغه شاعري نه وي ځکه چې تکنيک يې د شاعرۍ نه وي– نو پټهان ورور بايد چې په شعري تکنيک خبره وکړي او دا جوته کړي چې دغه شعري تکنيک اسلام کښې په کومه موقع او کله منع شوی دی– بل دا هم توجه غواړي چې د موضوعاتو په حواله هم قران او حديث د شاعرانو رد کړی دی که د شاعرۍ— ورور جانه د شاعرۍ رد چرته هم نه دی شوی د شاعرانو رد شوی دی او هغه هم د بې لارې شاعرانو– نو بې لارې خلق خو که د شاعرۍ نه علاوه هم په صحافت سياست او مذهب يا هر ميدان کښې وي نو خراب دي بيا د شاعرۍ څه قصور–خو تاسو وايئ چې حضور شاعرۍ ته زهر انسانيت وييلي دي – بيا دا هم لازمه ده چې د کومو شاعرانو غندنه شوې ده د هغې تناظر څه دی او د دغو ايتونو شان نزول څه دی دا خو جوته کړه کنه– بيا دا هم چې په وړومبۍ ويډيو کښې دې انداز او موقف څه وو په دويمه ويډيو کښې هغه هم بدل دی– داسې خو مه کوه ګرانه– او د ټولو نه اهمه خبره دا چې د قران حکيم د ايت معنې خو مه بدلوه کنه– د خداې کتاب کښې د لاس وهلو اختيار تاسو ته چا درکړی دی– سوره الشعرا دغو څلورو ذکر شوو کښې وړومبي ايت کښې وييلی شوي ډي چې د شاعرانو پيروي ګمراه خلق کوي او تاسو د وړومبۍ نه پس خپله دويمه ويډيو کښې هم بيا معنا داسې وکړه چې د ګمراه خلقو پيروي شاعران کوي–يعنې خبره مو بلکل اپوټه کړه– خداې يو څه وايي او تاسو د هغې اپوټه – نو داسې خو مه کوه کنه ګرانه– که تاسو وايئ چې دواړه يوه خبره ده نو دا به لا زياتی کوئ چې د خداې کلام په خپله خوښه بدلول او بيا وييل چې دواړه يوه خبره ده نو دا اختيار مو چا نه ترلاسه کړی دی–
ته زما خوښ يې او ستا کار و زيار هم ستايم خو که قران حکيم سره دغه د تناظر پريښودلو شان نزول نه مخ اړولو او د خداې الفاظو له معنې په خپله خوښه يا د ناپوهۍ په وجه اپوټه کولو عمل نه لاس واخلې او دغه لړ کښې محتاط شې او دا هم چې زياته توجو هغه مضامينو ته وکړې په کومو چې کليير يې نو شايد ستا’ ستا د اوريدونکيو او زمونږ ټولو په ګټه وي

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ