Political fallacy 0

سیاسي مغالطه

ده څه وخت نه د پښتنو په خاوره روان ناورين جائز ثابت کولو لپاره ېوه ډېره خطرناکه مغالطه د مذهبي او سیاسي دليل په بنېاد وړاندې کولې شی وائي څه چې کيږي پدې خاوره نو ذمه وار ئې پښتانه دي.
دا خبره په مذهبي ټچ داسې وړاندې کول شي وائي دا هرڅه زمونږ د عمل نتيجه دا مغالطه په سیاسي اړخ ډېره خطرناکه ده.
د دی مغالطه په نتيجه کښې پدې خاوره جوړ نړۍ وال انډوخر ، د رياست ناسمه خارجه داخله تګ لاره ، د پښتنو وطن څلوېښت کاله د وسلو او جنګي تشدد مرکز جوړول ، سیاسي عمل د مېنځه وړل ، منظم وسلوالې ډلې جوړول ، په نصاب ، سياست ،او ميډيا کښی پښتانه جنګېالي کول، د ګاونډي هېوادونو سره د تجارت په ځائې تربګنې ،جنګي اقتصاد پرمخ وړلو سره بلها حقيقي لاملونه پټول شي.
مونږ دا دريځ لرو چې ددې نه انکار نشته چې پښتانه پدې هرڅه کښی کارول شي خو اصل پوښتنه دا ده چې څوک پښتانه کاروي د پښتنو د وطن لپاره د جنګ پاليسی جوړوي د پښتنو په اوګه ټوپک ګدي حقيقي مجرم هغه دې نه چې پښتانه.
دا تأثر ډېر مهلک ځکه دې چې داسې وړاندې کول چې د پښتنو په جينز کښی مسله ده ځکه پښتانه قاتلان دي هم پدې رياست کښی ېا د نړۍ په بل ګوټ کښی چې پښتانه څوک نه استعمالوي څنګ پرامن ژوند کوي دا پښتانه پدې خپله خاوره کښې چا ليوني کړي.
پښتانه نه که د نړۍ نسل قام دې خاورې له راولی او دا لوبی کول شي هرڅوک به ددی برخه کول شي.
پخپله خاوره کښې پښتانه ولې ليوني کړل شوي ؟ ژوند روزګار اسانی تعليم صحت هرڅه ترې اخيستل شوي پداسې سماج کښی به سړې لېونی کيږي نه.
ځنې خلک وائي پښتانه جنګي مړزان دي بله مرغۍ څوک ولې نه جنګوي ؟ وه روره مړز هم څوک جنګي کوي د مړز په جينز کښی تشدد نه وي ته دا مړز آزاد کړه بېا به ته ګوره چرې به هم د غنمو په پټي کښی د بل مړز سره په جنګ نه وي دا مړز څوک جنګي کړي مجرم مړز نه هغه جنګي ذهنيت او جنګي تربيت ورکونکې وي ، ېواځې مړز نه زرک ، تنزرې ، چرګ هم څوک جنګي کوي کنه وه پخپل جينز کښی دا ډېر د عدم تشدد مخلوق وي.
که مونږ سؤال اوکړو چې په پښتونخوا کښې صرف څلور کروړه پښتانه دي څومره په بدامنې کښی ککړ دي ؟ جواب به د هيچا سره نه وي ځکه د ېو فيصد خلکو په نامه ټول په ټوله قام څوک څنګ مجرم ګرځولې شي.
دوېمه دا چې دا هم هغه زړه مغالطه ده چې جرنل مشرف ېو وخت کښې وائلي وو ، ت ا لي بان ، پښتانه دي ځکه ورسره پښتانه ولاړ دي ېا عمران وائلي وو حق اني پښتون قبيله ده ، خو سؤال دا وو چې ت ا لي بان خو پښتانه دي خو پښتانه خو ټول ت ا لي بان نه دي که داسې شي نو بېا په نړۍ کښی هر مجرم ېو قام قبیله لري د هغې شاته به ټول بېا قام مجرمان وي ؟ نه چرې هم نه نو بېا پښتانه ټول په ټوله څوک په ېو فيصد خلکو مجرمان ګرځول شي.
که دا قام څوک په ېو طبقه خلکو ټول مجرم کوي نو بېا په باچا خان د امن په منظم غږ او منظور پشتين ولې د امن سمبول نه منل شي ؟
مولانا خانزېب.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ