pregnancy-diet-and-exercise-ـ 0

حمل – خوراک او ورزشونه

زمونږ خلک حمل بيماري ګڼي ځکه ئې صحتونه خراب شي – کۀ نوره دنيا اوګورئ نو د پنځه بچو نه پس د پنځوسو کالو پۀ عمر کښې هم پۀ جسماني لحاظ ښۀ برابر او هشاش بشاش وي –

د دې بنيادي وجه د سهي خوراک ناخبري او د ورزش فقدان دے – پۀ حمل کښې وجود له څلور بنيادی توکي پروټين آيرن کېلشيم او وټامن ډي پکار وي – نرۍ غوښه ، اګۍ ، پۍ ماستۀ ، دالونه او د شنو پاڼو سبزيانې دا څلور واړه توکي پوره کوي – خو د شوګر او چربي زياتونکي خوراکونو نه اجتناب پکار دے –

د ورځې کم از کم شل دېرش منټه ګرځېدل او لږ ډېر د پښو او لاسو مختلف ورزشونه پکار دي – هغه پۀ ناسته او ملاسته هم کولے شي – بل دېر مهم kegel exercise دے ( دا ټول تاسو پۀ يوټيوب سرچ کولے شئ ) – د دې سره سره پورا خوب ډېر ضروري دے –

د ماشوم د پېدائش نه پس هم هغه خوراکونه دي خو پۀ دې کښې د پيو ماستو او مېوۀ خوراک او تازه فروټو جوس زيات پکار دے –

کۀ ماشوم پۀ اپرېشن نۀ وي پېدا نو پۀ دوئمه ورځ ورو ګرځېدل او پنځمه ورځ ورو ورو ورزش شورو کول مهم دي – پۀ دې وخت کښې د لاسو پښو د ورزش سره سره د خېټې ورزشونه او د kegel مختلف ورزشونه ډېر مهم دي – ځکه چې د دې سره به نۀ يواځې ټول اعضاء خپل ځائے له ورځي بلکه لوږه به ورسره هم زياتيږي –

کۀ ماشوم پۀ اپرېشن پېدا وي نو بيا دې ورزشونو ته کم از کم شپږ هفتې انتظار کوي او يا دې د ډاکټر د مشورې نه پس شورو کوي –

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ