0

ترقي پسند ادب او د پښتو شاعرۍ ځانګړتياوې

۱– د ترقي پسند ادب يو هدف دا وو چې شاعري د رومانوي تخيل او مبالغې نه راوباسي او مقصديت مزاحمت او زمکني حقيقتونو سره يې مخ کړي– د د دغه هدف تر مخه پښتو شاعري د وړومبۍ ورځې نه ترقي پسند مزاج لري- تر دې چې د امير کروړ په نظم کښې هم دغه مقصديت مزاحمت او زمکني حقيقت ته اشارې شته- شايد چې ټوله مشرقي شاعرۍ کښې يې دغه دور کښې مثال پيدا نه شي-
۲— د ترقي پسند ادب روح که د ظلم جبر خلاف اواز پورته کول ګڼلی شوي دي نو خوشحال بابا دغه فکر ته تقويت ورکړی دی او که د غريب مفلس او خواري کښ غږ پورته کول ګڼلی شوي دي نو رحمان بابا يې ښه نماينده دی- دغه مثال هم په دغه دور کښې د نورو ژبو په ادب کښې موندل ګران دي-
۳— ترقي پسند تصور که په ادب کښې د اشتراکي نظرياتو د سيوري لاندې وده موندلې ده نو په ۱۹۲۸ کښې اسلم خان کمالي اشتراکي اصطلاحات داسې کارولي دي-
ساده ژوند بالشويکي مې تيرولی
ککرۍ کښې مې مازغه وی د لينن
دغه نيغ په نيغه د اشتراکي اصطلاحاتو راوړنه هم راته په خپل دور کښې د پښتو ځانګړتيا ښکاري-
۴— ترقي پسند ادب که د سامراج او قابض حکمران خلاف اواز پورته کول هدف لرلی دی نو د ۱۹۲۱ نه تر ۱۹۲۸ پورې د انجمن اصلاح الافاغنه تنظيم د سيوري لاندې په شلګونو شاعرانو دغه رويه لرلې ده او په خپله شاعرۍ کښې يې څرګنده کړې ده- دا هغه دور دی چې په هند کښې لا انجمن ترقي پسند مصفين تنظيم وجود کښې نه وو راغلی-
۵— د استعمار او سرمايه دار خلاف مزاحمت که د ترقي پسند ادب منشا وه نو پښتنو تور سرو کښې بي بي امنه بيګم په ۱۹۲۹ کښې دغسې نظمونه ليکلي دي او په هم هغه دور کښې پښتون مجله کښې چاپ شوې دي- د نورو ژبو په شاعرۍ کښې د ښځينه انقلابي شاعرانو دغسې نمونې نه تر نظره کيږي-
۶—- په ۱۹۳۵ کښې د انجمن ترقي پسند مصنفين د قيام نه پس د دغه تنظيم باني او مشر سيد سجاد ظهير که د کوم شخصيت د ملاقات او مرستې ارزو لرلې ده نو هغه پښتون دانشور کاکاجي صنوبر حسين مومند دی چې په خپل کتاب روشنايي کښې يې د ۱۹۴۶ په واقعاتو کښې دغه ارزو څرګنده کړې ده-
۷—- همدغه کاکاجي صنوبر چې د اولسي ادبي جرګی د سيوي لاندې د ولي محد طوفان اجمل خټک قلندر مومند هميش خليل سيف الرحمان سليم ايوب صابر صاحبزاده فيضي مير مهدي شاه مهدي غوندې سترو ليکوالو په شکل کوم نسل تيار کړو چې بيا يې د سليم راز عاصي اشنغري نورالبشر نويد او دغسې يو شمير نور انقلابي او ترقي پسند ذهنونه تيار کړل نو مثال يې د نورو ژبو په ادب کښې کم ليدی شي-
دغه يو څو حوالې په ځانګړې توګه يادې شوې چې د پښتو ادب او شاعرۍ ترقي پسند مزاج په لور محض څو اشاري دي— ملګري او ذوق لرونکی دغه اجمال ته پخپله تفصيل ورکولی شي-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ