خيل يا قبيله نسل امت او قوم ټول بيل بيل دي– ډير خلق خېل يا قبيلې ته هم قوم وايي او نسل يا امت ته هم— د قوم تعريفونه هم په سياسي مذهبي او ټولنيزو علومو کښې بيل بيل دي— چرته د مذهب او عقيدې په بنسټ–چرته د جغرافيې — چرته د ژبې او چرته د وينې په بنياد— خو دغه ټول تعريفونه په څه نا څه حواله بيا هم نيمګړي پاتې شي– ما ته پخپله د روسي ليکونکي سټالن تعريف د نورو په نسبت زيات عقلي او مناسب ښکاري— هغه شپږ داسې بنيادي نکتې په ګوته کړې دي چې د انسانانو د يوې ډلې نه قوم جوړوي—وړومبی دا چې دغه انساني ډله د يو تاريخي تسلسل نه راتيره وي—دويم دا چې دغه تاريخي تسلسل يو اوږد دوام هم ولري– دريم دا چې دغه ډله يوه شريکه ژبه هم ولري– څلورم دا چې دغه ډله شريکه او تړلې سيمه يا جغرافيه هم ولري—پنځم دا چې دغه ډله مشترکه معاشي نظام او شريک مفادات يا شريکې ګټې هم ولري– او شپږم دا چې دغه ډله يوه شريکه نفسياتي رغاوڼه هم ولري چې د اولس د کلتوري او تهذيبي ژوند نه يې وجود موندلی وي—
دغو نکتو سره اختلاف هم کيدی شي خو په يوه انساني ډله کښې که دغه ټولې نکتې شتون ولري نو قوم بللی کيدی شي–که يوه نکته هم پکښې کمه وي نو بيا قوم نه دی–په دغه پيمانه مونږ پښتانه په کوم مقام يو — دا مونږ پخپله غور کولی شو— البته خوشال بابا دغو کښې څو نکتو ته ډيره پخوا اشاره کړې وه چې ځنې يې په دې يو شعر کښې هم درک کولی شو–
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
ملت—- ملت د عربۍ ټکی دی- جمع يې ملل ده- جرړه يې مل ده چې املا هم ترې جوړه ده– املا يعنې ليکل– فارسۍ کښې ورسره د ميل جول– شريک ژوند او ټولنيز يو والي تصور هم ملګری دی- دغسې د ملت معنا ده د يو قانون ضابطې او لارې ټاکل او ليکل لکه د ژوند د ايين او منشور چې په خپل ژوند کښې يې اجتماعي پيروي وشي– دغه پيروۍ د پاره نه خو د قوم هغه شپږ نکات او شرطونه لازمي دي او نه نور کوم شرايط– بنيادي شرط يو دی چې د ژوند تيرولو د پاره لاره يا قانون او ضابطه ټاکل او بيا دغه لاره او ضابطه پالل چې پکښې د هر نسل ژبې جغرافيې او کلتور وګړي شامليدی شي- دغه ضابطه د خداې له خوا د کوم پيغمبر په واسطه هم راوړلی کيدی شي او د کوم بل مشر حکيم او پوهه انسان يا اولس له خوا هم- لکه ملت ابراهيم او يا بيا ملت افغان وغيره- د ملت تصور کښې د منلو تسليمولو او عقيدې عنصر زيات شامل وي چې دغه عنصر د قوم د پاره لازمي نه دی– البته د پيغمبر نه علاوه د کوم مشر حکيم او سردار له خوا د لارې ټاکلو کښې د کومې دينې عقيدې تصور ضروري نه دی خو په دنياوي توګه پکښې منل او تسليمول بيا هم ضروري وي-