racism-and-nationalism 0

نسل پرستي او قام پرستي

نسل پرستي او قام پرستي ، Racism ، او, nationalism ، دوه جدا جدا اصطلاحات او حقيقتونه دي.
د جهالت له کبله دا دواړه هم مانا اخيستلو لپاره ترويج کول شي.
د قام پالنی تورولو شاته سیاسي استعماريت عزم وي چې په نتيجه کښې د اولسونو د مزاحمت جذبه ويستل شي د قاميت د فلسفې دغه مثبت اړخونه چې د محکوم قامونو د حق او خپلواکې وسيله وي اسلام تر هرچا زیات ملاتړ کوي.
ننی ټوله نړۍ سېوا د پښتنو د نېشنلزم په فکر روانه ده هر قام ړومبی ځان جوړوي بېا د نورو سره تعامل کوي.

نسل پرستي ېو فرسوده ، د پرمختګ اعتدال او قام پرستې ضد مفکوره ده چې د جنس/ توکم/ نژاد په بنېاد په انسانانو کښی توپير ساتي تر دې چې د ځنې نسلونو د انساني حقوقو هم منکر وي ېو نسل اعلی او بل ادنی مني دا بیخي ېو غېر حقيقي او فرضي فکر دې ځکه پرته د جنس د تفريق هر نسل ته که د ژوند امکانات ورکړل شی نو هر رنګ نسل کښی بلها صلاحيتونه وي.
قام پرستي پخپل تاريخي شاليد کښی بیخي ېوه فطري او بشر دوسته فلسفه ده د خپل وطن او قام په مينه ولاړه وي دغه فطري نېشنلزم د هر وګړي د فطرت برخه وي تر دې چې په ځناور او مرغانو کښی هم د خپل جنس او ځالۍ سره مينه وي.
د قام پرستی اصلي اړخ سیاسي او سائنسي نېشنلزم دې چې په شريکه خاوره شريکه ژبه شريک کلتور شريک اقتصاد او شريک تهذيبي عناصرو جوړ وي .
جديد نېشنلزم په حېث د ېو سیاسي فکر د انقلاب پرانس او صنعتي انقلاب پس مخې ته راځي چې کله په ېو وخت کښې لوئي سلطنتونه وو د اولس د رائې هيڅ منل نه وو دغه راز ټولنه ېو وخت پس د څلورمې عيسوي پېړۍ روستو په جاګيردارې بدله شوه دلته اولس په حاکم او محکوم کښی ویشل شو پادريان او حاکمان د اولس ځپلو لپاره انډيوالان شو هم ددغه وخت نه د محکوم اولس د مزاحمت توان بېدارېدل شروع شو .
د جاګيردارو واړه واړه رياستونه په سوداګری او راکړه ورکړه کښی خنډ کېدل خو د پرمختګ مخنيوی ئې نشو کولې دغه ټولنيز جدلېات په اتلسمه پېړۍ کښی په لوئي انقلاب بدل شو په ټوله نړۍ اغېز خور شو او د واک د مرکزيت بنېادونه او ټولې پيداواري اړیکې سره ماتې او بدل کړل شوې.
د نيو نېشنلزم د سیاسي فکر په نتيجه کښې شلمه پېړۍ کښی قامونه آزاد شو د اولسونو حقوق او د برابرې حق اومنل شو. په ېو ریاست کښی‌ د ټولو نورو قامونو سره د مساوات حق ورکړل شو ، هر ډول سیمه پرستي او قبيله پرستي ماته شوه د اولسواکی او په نظام کښی د اولس رائې د بنېادي اکائي په شکل اومنل شوه او اولسونو ته هر ډول د سیاسي سماجي بشري کلتوري او اقتصادي حقوقو ژمنتيا ورپه برخه کړل شوه.
په نوې متمدنه نړۍ کښې د نورلسمې پېړۍ تر پاېه او د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کښې د خپلواکۍ تعریف دا وو چې د ېو اولس ېوه جغرافیه دې له هر ډول باندنۍ ولقۍ نېغ په نېغه اشغال او نفوذ نه خلاصه او په خپلو ټولو چارو کښې دې ازاده وي د خپلې خاورې هر ډول هراړخیز واک دې پخپلو لاسو کښې وي.

خو پوښتنه دا ده چې د نړۍ والتوب په بهير کښې آېا اوس هم د ازادۍ خپلواکۍ هغه مفهوم چې د شلمې پیړۍ نه دوېمې دریمې لسیزې پورې وو هم هغسې پاتې دې؟
نه چرې نه ! په سل کاله کښې لکه چې ټول تمدني ژوند بدلون خوړلې نو د خپلواکۍ دغه تعبير هم بدل شوې اوس هسې د غرونو په سندرو خپلواکي نه تلل شي بلکې د اوس وخت د ،روح عصر ،کوټلي موجود حقيقتونه غواړی .
په اوس وخت کښې د خپلواکۍ پېژاندګلو داده چې کم هېواد مضبوط اقتصاد لري پخپلو وسائلو او سیاسي تګ لاره واک اولري په قرضونو کښې نه وي ښکېل د خپل ضرورت زياتره څيزونه پخپله جوړوي ، د سائنس او ټېکنالوجۍ په لوبغالي کښې وړاندې وي ، ځوانان ئې هنرمندان وي نورو هېوادونو ته ،متاز ، نه وي د نړۍ ،پانګوال ، راځي او پدغه هېواد کښې خپله ،پنګه ، اچوي امن ورته وي ځکه د نړۍ د بې وزله هېوادونو امن هم د اقتصادي توان سره تړل شوې . کم هېواد چې اقتصادي توان اونه لري اولس ته د آزاد او ډاډه ژوند حق ورنه کړي نو هغه چرې هم په یویشتمه پیړۍ کښې خپلواک نشي پاتي کېدې او نه خپلواک بلل کېدې شي ،دا هم حقيقت دې چې اوسنۍ نړۍ په ېو وړوکي کلي بدل شوې د نړۍ نه ځان له هيڅوک هم ژوند نشي کولې خو خپلواک اولسونه او هېوادونو دا هرڅه د ، برابرې ، او سړيتوب په لار کوي.
مولانا خانزېب

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ