0

د رحمان بابا د حسن و جمال تصور —- دويمه برخه

اظهاريت
دلته دا سوال هم پيدا کيږي چې خالق دا هر څه ولې پيدا کړل او بيا حسين ئې ولې پيدا کړل په دې حقله وړومبۍ خبره دا ده چې خالق د حسن سرچشمه ده او حسن په هر حالت کښې ځان ښکاره کول غواړي- دا د حسن فطري تقاضا ده چې هغه دې څرګند شي نو ځکه خالق هم ځان څرګند کړو- د خالق خوښه شوه چې زۀ دې وپيژندے شم نو په دې وجه ئې مينه راغله چې مخلوقات دې پيدا کړے شي بس نو مخلوقات ئې پيدا کړل- خو هر کله چې خالق پخپله د حسن سرچشمه ده نو لازمه ده چې مخلوقات به ئې هم حسين پيدا کول- ځکه مونږ وئيلے شو چې خالق د ډيرې مينې او عشق له وجې نه مخلوقات حسين پېدا کړل- په دې لحاظ چې د دې کائناتو د تخليق سبب کوم څيز جوړ شوے دے هغه همدغه د خالق لخوا مينه او عشق وو او دغه تاثر رحمان بابا په ډېر عام فهم انداز او ښکلي شکل بيان کړے دے او وئيلي ئې دي چې: ؎
دا جهان دے خدائے له عشقه پيدا کړے
د جمله و مخلوقاتو پلار دے دا
يعني دا ټول حسين مخلوقات د عشق د جذبې نه پيدا شوي دي – دلته دا مسئله ښه واضحه کيږي چې حسن د عشق پيداوار دے او که عشق د حسن- ډېر بحثونه په دې شوي دي چې عشق د حسن نه زيږي خو رحمان بابا د خپل افاقي او قراني تصور نه جوته کړه چې حسن د عشق نه زيږيدلے دے دا تاثر رحمان بابا په دې لانديني شعر کښې هم ښائي- ؎
غلبه د عشق بانه د حسن غواړي
توره شپه عاشق ته زلفې د خپل يار شي
يعني عشق چې ډېر غالب شي نو حسن زيږوي- او په داسې حالت کښې عاشق ته توره شپه هم د محبوب د تورو زلفو غوندې ښکلې ښکاري- وړاندې چې مونږ د خالق د حسن ظاهريدلو خبره وکړه وروستو له دې نه د اظهاريت نظريه جوړه شوه او په مشرق او مغرب کښې پرې بحثونه وشول خو حقيقت دا دے چې وړومبے ماخذ د دې نظرئې دا حديث قدسي دے : هر څو که ځنې عالمانو ورته ضعيف هم وييلے دے
کنت کنزاً مخفيا فاني احببت ان اعرف فخلقت الخلق
زۀ د حسن يوه پټه خزانه وم زما خوښه شوه چې وپيژندے شم نو مخلوق مې پيدا کړو-
له دې نه څرګنده شوه چې حسن به لازمًا څرګنديږي ځکه چې حسن ظهور غواړي- حسن په پردو او حجابونو کښې نۀ پټيږي او دغه تاثر رحمان بابا هم په لاندينو شعرونو کښې ښائي- ؎
رحمان حسن د يار ويني په پرده کښې
نه پټيږي نور د شمعې پۀ فانوس
لکه مۍ چې په مينا کښې تجلي کا
نور د حسن په حجاب کښې بې حجاب وي
د رحمان بابا په ديوان کښې ځينې داسې شعرونه هم شته چې د دې شعرونه مفهوم سره ئې تصادم معلوميږي لکه دا شعر چې: ؎
بې پردې حسن به نۀ وي چا ليدلے
کۀ څوک وائي چې ليده شي تش ګمان دے
وړومبو شعرونو کښې دا تاثر دے چې حسن پرده نه لري حُسن هر صورت اظهار غواړي او په وروستي شعر کښې وائي چې د حسن تصور بغير د پردې نه محال دے په دې شعرونو که غور وشي نو معلومه به شي چې دې کښې تضاد يا تصادم نشته- خو د مرحلو فرق پکښې ضرور شته وړومبي شعرونو چې د دۀ جمالياتي فکر ارتقاء موندلې ده- نو بيا ورته معلومه شويده چې دا څۀ زه وينم دا په حقيقت کښې حسن نۀ دے بلکې په هغې يوه پرده ده او د حقيقي حسن ننداره کول د انساني ادراک نه بالا تر خبره ده- دلته د رحمان بابا تصور جمال خالص الهياتي دے او د خالق د حسن حقيقي د ادراک خبره ئې کړې ده دغه خيال ئې د دې شعر نه نور هم واضح کيدے شي-
يعني د حقيقي حسن ادراک کول د انساني حواسو نه بالاخبره ده- انساني حواس چې د حسن کومې نندارې کوي هغه د حسن د پاسه د پردې نندارې دي-

نوے شان
د حسن د اظهار په معامله کښې د رحمان بابا په جمالياتي فکر کښې مونږ د دې خبرې واضحولو کوشش وکړو چې په وړومبي مرحله کښې حسن بغير څه پردې نه اظهار غواړي خو بيا د حسن د حقيقي ظهور پحقله د رحمان بابا فکر مونږ ته دا ښائي چې هغه د مطلق حسن ادراک د انساني حواسو نه بهر خبره ده- خو بيا هم د کوم حسن ادراک چې انساني حواس کولے شي دا هم د هغه مطلق حسن جلوې دي او دغه جلوې هر وخت په يو رنګ کښې نۀ وي بلکې په نوي نوي انداز او نوي شان کښې ځان ښکاره کوي او دغسې حسس کوونکي ته هر وخت يوه نوې تماشه د حسن کيږي ځکه خو رحمان بابا
وائي چې: ؎
په هر دم کښې نوې نوې تماشه کوم
زه رحمان د خدائې وکړو وته حيران يم
يعني د خدائې کړه داسې دي چې حس کونکي ته هر دم يوه نوې تماشه ښائي- او خالق د خپل شان پحقله دا هم وائي چې:
کل يوم هو في شان
يعني خالق هره ورځ په نوي شان کښې اظهار کوي- نو په دې لحاظ چې رحمان بابا هر ورځ نوي تماشه کوي نو د هغې وجه دا ده چې هغه د خالق د حسن د جلوؤ تماشه کوي او دا جلوې هره ورځ په نوي شان کښې وي- د دې نه يوه اندازه دا هم وشوه چې حسن ساکن او جامد نه وي بلکې په هره لحظه کښې متحرک وي-
دلته د رحمان بابا ائيډيل هم حقيقي شي او د هغه حسن هم لاثاني او لافاني شي-
جاري

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ