0

خېر د پښتنو نه د پښتو د پاره غواړي

پښتو ژبه او ادب په خپله غېږه کښې داسې د ذکر وړ شخصيتونه لري چا چې د زړۀ په وينو د پښتو باغ ښېرازه ساتلے دے د خپلو ذاتي پېژندګلو او خانداني پس منظر وړاندې کولو په ځائے ئې خپل فن ته پام ګرځولے ؤ او د رحمان بابا په شمول يو شمېر داسې کلاسيکي شاعران شته چې د ژوند په اړه ئې سم معلومات نشته البته د فن له وجې د مقبوليت او شهرت تر بامه رسېدلې دي په جديدو شاعرانو کښې هم يو شمېر داسې شاعران اديبان شته چې په پښتنه سيمه د خپل فن په زور پېژندلے او قدرولے شوي دي چې يوه ښکاره نامه پکښې د محترم رحمت شاه سايل ده ـ سايل صېب په پښتو ادب کښې د شاعرۍ په حواله يوه داسې معتبره نامه ده چې څومره پرې وياړ او فخر ووشي کم به وي د فن په ژبه چې هغه پښتنو له څومره څه ورکړې دي هغه د يادولو او قدرولو جوګه دي پښتنو چې سايل صېب له په مستقله توګه په لسيزو کومه مينه او احترام ورکړے دے په پښتنو کښې د ډېرو کمو ښاغليو نصېب شوے او هضم شوے دے، سايل صېب په پښتنه خاوره زېږدلے او رالوئے شوے دے په پښتنو چې څومره هم تودې سړې تېرې شوې دي يا پرې تېرېږي د هغې نه سايل صېب په عملي توګه خبر دے د نزدې نه ئې مشاهده کړې ده ځکه خو ئې په هره موقعه د پښتنو د هرې طبقې د نفسياتو په سمه توګه عکاسي او ترجماني په داسې فنکارانه ډول کړې ده چې پښتنه نړۍ ئې معترف ده شعر ئې هر چا خوښ کړے دے او تر ډېره حده په عوامي کچ پښتنو سايل صېب ستائيلے او نازولے دے دغه شان په سرکاري سطح ئې هم د حسن کارکردګۍ اعتراف شوے دے خو له بده مرغه په علمي او فرهنګي حواله که هر څو د اکېډيميا پوهان د سايل صېب د فن معترف دي ولې په سندي او ذاتي حواله لا تر اوسه د هغه فن نۀ دے راسپړدے شوے که هر څو د سندي څېړنې تاريخ ډېر لنډ تنګ دے نو بل خوا د مختلفو نوعيتونو ستونزې هم لري خو بايد چې د سايل صېب د فن په حواله نقادان او څېړنکاران په ازاد مټ کره کتنه او څېړنه وکړي ځکه چې سايل صېب د شلمې او يوشتمې پېړۍ داسې نابغه دے چې د هغه د نازولو سره سره ئې فن هم راسپړدل غواړي ـ
په عمومي توګه پښتانۀ مرده پرست دي په ژوند د چا قدر نۀ کوي خو دا د سايل صېب کمال دے چې د خپل فن او پښتنو سره د مينې په سوب ئې پښتانۀ هم قدروي ځکه چې سايل پښتون شاعر دے سايل د پښتو شاعر دے او سايل د پښتنو شاعر دے د ژوند شاعر دے د مېنې شاعر دے د امن شاعر دے د خپل قام شاعر دے د نړۍ د هر پرېوتې طبقې شاعر دے د هر وخت او هر ځائے شاعر دے هغه که په خپله شاعرۍ کښې په هر اړخ راغلے دے نو خلق وائي چې ګنې سايل صېب هم ددغه مزکوره اړخ فنکار شاعر دے خو داسې بلکل نۀ ده هغه که په مينه راغلے دے نو بيا ئې د مينې اظهار په داسې انداز کړے دے چې ثاني نۀ لري دغه د شاعرۍ په جامه کښې دننه مينه دومره پاکه ،حياداره، سپيځلې او زورداره ده چې د هر عاشق د زړه خبره ده د دغه مينې په شا عجيبه حسن دے داسې اداګانې، ګيلې بهانې، وعدې او دعوې دي چې که پکښې يو خوا شوګيرې او بې قراري ده نو بل خوا پکښې خوند هم دے ځکه چې دغه د مينې او حسن شاعر چې کومې استعارې ،اشارې او کنائې پکاروي بويه که دومره قدرت بل شاعر ولرلے شي ـ
سايل صېب چې کله د خپل قام په مينه ستونزو او مسئلو راشي نو بيا دنيا حېرانوي او سړے په دې خبره فخر محسوسوي چې ښه ده چې پښتون پېدا يم د خپل وطن هر ګته هره لوټه ،هره چينه او چينار او هره دشته او ګلدره ،هره کوڅه او هر بازار ئې دومره ستائيلے دے چې د خپلې خاورې حق ئې ادا کړے دے ـ
سايل صېب د پښتنو په هر تاوان هر غم او درد د زړۀ نه خفه شوے دے هر ظلم هر زياتي ته لکه د ډال ودرېدلے دے او غندلے ئې هم دے په يوه بده پېښه کښې ئې هم خپل قام يواځي نۀ دے پرېښے د هر راروان مصيبت نۀ ئې خپل قام په وخت خبر کړے دے ځکه چې هغه يواځي فنکار نۀ دے بلکې سياسي او سماجي شعور لري هم د دغه متحرک کردار په وجه اولس په ځائے قامي شاعر منلے دے
سايل صېب په خپل قام کښې دننه او د خپل قام نه بهر د ژوند د پرېوتې او مظلومې طبقې ترجماني او عکاسي هم ډېره په غوره او موثره طريقه کړې ده دغه ترجماني د فن په چوکاټ کښې دننه په داسې جادوګرۍ او فني ترتيب سره شوې ده چې قابل رشک ده ـ مونږ که په لنډو ټکو کښې ووايو چې سايل صېب د پښتنو شاعر دے او د پښتنو د اولسي ژوند او د کليوالو رنګونو سره سره د پښتنو ښارونو نه هم بې غوره شوے نۀ دے دغه شان د پښتون اولس د هر وګړې خوا که هغه ماشوم دے که ځوان دے او که بډا دے او که پښتنه پېغله ده د ټولو د نفسياتو د ژورې مشاهدې په رڼا کښې ئې داسې خوشته شاعري کړې ده چې څوک دا نۀ وائي چې ګنې دا د دغه وګړي نه علاوه چا بل چا څه وئيلي دي او دا خبره زه په دعوه سره کوم چې په پښتنو شاعرانو کښې سايل صېب يواځينے شاعر دے چې په هر صنف کښې ئې د پښتون اولس د هر وګړي د نفسياتو عېن مطابق زوراوره خوږه او رنګينه شاعري کړې ده چې نۀ ئې فنې اهنګ پرېوتے دے او نۀ ئې فکري فرهنګ غرځېدلے دے او زۀ خو دا هم وايم چې کاش چې سايل صېب تر هغې ځوان او ژوندے وے تر څو چې پښتانۀ د دنيا په مخ ژوندي وي چې سايل صېب ورته په خپل جادوګر غږ کښې جادوګره شاعري وئيله او پښتنو ترې ځانله د مستقبل په حقله رڼا اخستلې ـ خدائے دې وکړې چې د سايل صېب په نوم دا ورځ تل عمري دوام ولري او پښتانۀ سايل صېب له په ژوند نوره هم مينه ورکړي او د ژوند د هرې طبقې خلق ئې ترخپله وسه او تر خپله حده حق ادا کړي ـ
ډاکټر سمندر يوسفزے
۲۰ جون ۲۰۲۱

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ