لفظونه او ټکي په خپل تهذيبي او ارتقايي پس منظر کښې خپلې معنې بدلوي- په انګرېزۍ کښې چې د صحافت د پاره کوم ټکے استعمالېږي نو هغه دے Journalism دې ټکي کښې چې کومه اصل جرړه ده نو هغه ده Jour او دا Jour د زړې فرانسيسۍ ژبې ټکے دے چې په فرنچ کښې Jour وائي “ورځې” ته. او د دغه Jour نه جوړ شوے دے Journal. خو د فرانسيسۍ دا Jour په خپله د لاطينۍ يو زوړ ټکي نه راغلے دے چې هلته دے Diarness – په لاطينۍ ژبه کښې هم دا ټکے د ورځې د پاره استعمالېږي. د دغه Diarness نه جوړ شوے دے Diary. او د ډائري مطلب دا دے د ورځې حالات ليکل چې مونږ ورته په اردو يا فارسۍ کښې وايو روز نامچه. نو د لاطينۍ نه ټکے لاړو فرانسيسۍ ته، فرانسيسۍ کښې شو Jour او چې nal ورسره شو Journal نو د دې مطلب دا شو چې د معلوماتو خوندي کولو او رسؤلو لاره. دغه شو Journal او د دې نه جوړ دے Journalism. خو دا په نظر کښې ساتل پکار دي چې په ابتدائي معنو کښې د Journal مطلب دے د ورځې حالات رسؤل، يعني هغه حالات چې روزانه بېښېږي او روزانه اولس ته رسېږي. ورستو بيا Journal د ورځې نه راوتے دے او د هفتې او مياشتې حالاتو ته راغلے دے، د مياشتې نه هم هغه بيا درې مياشتيز، شپږ مياشتيز او کلني حالا تو ته راغلے دے. کله چې مونږ د عربۍ ټکي صحافت ته راځو نو صحافت په اردو، فارسۍ او نورو مشرقي ژبو کښې هم مروج دے. خو د دې جرړه هغه عربي ټکے دے چې مونږ ورته وايو “صحيفه” د صحيفه مطلب دا دے چې يو رښتونے پيغام او ليکلے څيز چې په هغې کښې حالات، معلومات او خبرونه وي. خو په صحيفه کښې دا شرط نشته چې د ورځې حالات. ځکه چې صحيفه رښتوني پيغام او بيا ليکلي څيز ته وائي چې هغه خبر رساني کوي يا معلومات رسوي. نو هغه د ورځې هم کېدے شي د مياشتې او کال هم کېدے شي او د ټول عمر هم کېدے شي. مونږ چې د پېغمرانو تعليماتو ته صحيفه وايو نو دغه صحيفه د صحافت جرړه او بنياد دے چې په عربۍ کښې صحيفه ده- خو عربۍ ته هم دغه صحيفه ټکے د نورو سامي ژبو نه راغلے دے-
دغه شان په دې نن زمانه کښې چې ميډيا دومره تېزه شوې ده يا د خبر رسؤلو لارې دومره تېزې شوې دي. نو پخواني صحافت کښې خو د ټولو نه کم يونټ وو ورځ يعني د پوره ورځې معلومات رسؤل. خو زمونږ په نننۍ زمانه کښې يونټ د ورځې نه هم د کمۍ طرف ته راغلو. مخکښې خو به مونږ وئيل چې د کم نه کم د ورځې معلومات رسؤل يا زيات نه زيات د ډېرو ورځو يا د هفتې يا د مياشتو معلوماتو رسؤلو ته صحافت وائي. خو اوس خبره ريورس يعني مائنس کښې روانه ده اوس د کم نه کم ټائم او دورانئې خبر او معلومات هم اولس ته رسي. اوس د اليکټرانک ميډيا په وجه د ټولې ورځې خبرونو ته جرنلزم نۀ وايو بلکې مونږ ته ګهنټه په ګهنټه نوې خبرې راځي او هغه اولس ته رسي، ګهنټو نه خبره مينټونو ته راغله مينټ په مينټ خبرونه راځي او هغه اولس ته رسي، بلکې سکنډونو کښې رسي او ټولې دنيا رسي. مطلب دا شو چې د پخوانۍ فرانسيسۍ ژبې ټکے Jour بيا Journal او بيا Journalism مطلب دا وو چې دومره تېزي چې د هرې ورځې معلومات ورسي، خو اوس د Journalism مطلب دا دے چې دومره تېزي چې د سيکنډونو خبر ورسي. په سيکنډونو کښې ځکه چې اوس د ابلاغ او ميډيا لارې زياتې شوې، انداز بدل شو، هر څۀ اليکټرانک ميډيا په خپل ګرفت کښې واخېستل نو دا هم جرنلزم دے. اوس دې پس منظر کښې که مونږ ګورو چې د جرنلزم بنيادي مقصد خو دے پېغام رسول يا د پېغام رسانۍ لارې پېدا کول، هغه ذريعې پېدا کول چې معلومات پرې اولس ته ورسي نو دغه جرنلزم دے.– او يا صحافت دی- خو په دې هم پوهه شو چې ټکي او کليمې خپلې معنې په خپل تهذيبي پس منظر او ارتقايي صورت حال کښې بدلوي-