طاقت….. طاقت څۀ شے دے؟ او د طاقت اساس څۀ دے او د طاقت اظهار څنګه کېږي او خلقو طاقت پېژندلے څنګه دے؟
دا هغه بنيادي سوالونه دي چې د طاقت د پېژندنې سره تړلي او د قديم مذهبونو او فلسفو نه رانيولي تر اوسني فلاسفر او دانشور مېشل فوکو هر چا يې خپل خپل توضیحات کړي . ځينې وايي چې طاقت د فطرت سره دے . فطرت يو خپل قانون لري او د هغې نه هيڅوک يا هيڅ شے وتے نۀ شي . څوک وايي چې تر ټولو زيات طاقت په معاشره کښې دے ، يعني د ټولنې ائين او قانون (کلتور) په وړاندې هر څوک بې وسه دے . د ځينو بيا خيال دے چې د طاقت اساس علم دے ، چا سره چې څومره ډېر علم دے ، طاقت ور دے. ځينې بيا مال او دولت د طاقت منبع ګڼي . داسې يې نور ډېر توضيحات هم شوي دي .
خو زۀ چې طاقت څومره پېژنم ، هغه بنياد دے په صلاحيت . هر چا يا هر څه کښې چې څومره صلاحيت موجود دے ، هغه دومره زيات هغه طاقتور دے.
فطرت……. فطرت يقينا چې طاقت ور دے خو انساني عقل يا علم فطرت ته ورځ تر بلې شکست په ورکولو کښې بوخت دے. پرون چې کوم فطرتي مظاهر څومره طاقتور ګڼل کېدل ، هغه نن دومره طاقت ور نۀ ګڼل کېږي يا د هغې د مخې نيولو د پاره انساني تدابير کار آمد کېدے شي. د سېلابونو نه زيات طاقت به د څه وي خو انساني عقل کولے شي چې د سېلابونو لاره وۀ نيسي . بارانونه خپل ځان ته راجع کولے شي ، د نمر د تودوخې نه د نمر په قوت ځان ساتلے شي. بل فطرت کوم منجمد قوت نۀ دے او ناقابل تغير دے نو قابل تغير شے څنګه د طاقت اساس کېدے شي؟
ټولنه/معاشره….. ټولنه کښې خاندان ، قبيله ، قام يا ملک هر څۀ راځي. د هرې ټولنې ائين او قانون هله طاقت ور وي ، څومره چې هغې کښې صلاحيت زيات وي . ځينې ځايونو کښې قانون سست ځکه وي چې هغه قانون کښې صلاحيت موجود نۀ وي . بل د ټولنې د ائين او قانون يا کلتور د طاقت څخه هم انسان په خپل صلاحيت ځان ويستے شي . دا چې کومو خلقو قانون ته غاړه اېښې وي ، دا اصل کښې په دوي کښې د قانون د ماتولو صلاحيت نۀ وي. ګني مونږ هره ورځ وينو چې څه خلق بار بار قانون ماتوي ، ځکه چې هغوي کښې دا صلاحيت موجود وي.
علم…… علم که د طاقت منبع ده نو دا علم څنګه په وجود کښې راځي؟ علم هره ورځ پرمختګ کوي ، نوې نوې شعبې متعارف کېږي او نوي نوي چغوړي (تېغي) وباسي . علم څه د وړاندې نه موجود څيز نۀ دے ، کوم چې موجود دے ، هغه د علم روايت دے ، علم خو پوهېدلو ته وايي ، يعني په نوو نوو څيزونو پوهېدل او دا راځي د تحقيق د لارې . اوس چې چا کښې څومره صلاحيت وي ، دومره به هغه د علمي پرمختيايي عمل جوګه کېږي. موجود علم هم دوه کسان په يو رنګ نۀ شي زده کولے او نۀ يې کارولے شي ، ځکه چې دواړو کښې د صلاحیتونو فرق موجود وي. نو څرګنده خبره ده چې علم بنيادي شے نۀ دے ، بلکې صلاحيت بنيادي شے دے.
مال دولت……. مال دولت خو پښتانۀ د لاس خيرے ګڼي ، نن شته او سبا نۀ شته. يعني دولت کوم ازلي برخه نۀ ده ، خو خلق ئې وۀ ګټي يا يې ترلاسه کړي . په محنت ، په چاپلوسۍ ، په غله درغلۍ (کرپشن) ، رشوت ، په زور زبردستۍ. انساني ټولنه کښې هر يو کس غواړي چې ډېر مال او دولت پېدا کړم . خو هر څوک يا محنت ته غاړه نۀ ږدي ، يا چاپلوسي نۀ شي کولے ، يعني زده يې نۀ وي ، غله ډاکه نۀ شي کولے ، کرپشن نۀ شي کولے ځکه چې هغه زړورتیا پکښې نۀ وي . په نورو ټکيو کښې هغه صلاحيت پکښې نۀ وي . نو ښکاره ده چې د طاقت اساس مال او دولت نۀ دے ، بلکې هغه صلاحيت دے ، په څه چې مال ګټلے کېږي يا جوړېږي.
صلاحيت….. واحد شے دے چې چا کښې وۀ نو طاقت ترلاسه کولے شي . نن امريکه صلاحيت لرلي ، ځکه طاقت هم لري . مغلو چې د جنګ کولو يا د حکومت کولو صلاحيت بايلو نو انګرېز ته لاره جوړه شوه او کله چې د هندوستان اولسونو خپل صلاحيتونه په کار راوستل نو د انګرېز د هندوستان پرېښودو ته مجبوره شو. تر دې پورې چې يو بهرنے قوت کله يو ځايي کس يا تنظيم ته د مرستې او ملګرتيا لاس ورغزوي ، نو هغي ځايي کس يا تنظيم کښې دا صلاحيت موجود وي چې نور قوتونه ځان ته متوجه کړي
