204

د حنان بارکزی شعر

تر هلک نوخط غرور لري حنانه
تر غزال د چین اهو زغلي بالا
حنان بارکزی
نوټ —- حنان بارکزی په نازکخيالو شاعرانو کښې ډير اهم شاعر دی چې د هندي سبک نه يې اثر اخستی دی—- د هغه په دغه شعر به خوند واخلو چې د فني نزاکت غوره نمونه ده—
وضاحت —-
د حنان دې شعر کښې د معنوي نزاکت سره سره د تورو د استعمال نزاکت هم غور غواړي۔وړومبۍ مصرعه کښې د ښایست دوه مثالونه پیش شوی دي۔۔۔۔هلک۔۔۔او نوخط۔۔۔هلک هغه چا ته وایی چې د تنکي عمر په داسې مرحله کښې وي چې په مخ یی لا تور خط نه وي زرغون شوی۔۔۔او نوخط د عمر هغه مرحله وي چې عمر لږ زیات شي نو په مخ تور نوی خط زرغون شي۔ نوخط یعنې نوی خط زرغونیدل۔هسې خو بې خطه صفا مخ ښایسته وي ځکه غرور او نخره یی هم زیاته پکار وي خو حنان وایی چې په سپین مخ تور خط راشي نو ښایست لا زیات شي ځکه د ښکلو غرور لا زیات شي۔د ښایست دغو دوو مرحلو د پاره حنان د غزال او اهو د رفتار مثالونه ورکوي۔غزال په عربۍ کښې د اهو یعنې هوسۍ بچي ته وایی۔ګویا د کم عمر په مرحله کښې غزال وي او چې عمر یی لږ زیات شي نو اهو شي او بیا منډه یی هم تیزه شي۔اوبیا دغه غزال او اهو دحسن سره سره د خوشبو علامتونه هم دي چې دختن ۔۔۔خطا او چین سیمې د اهو او غزال د ښایست سره سره د خوشبو د پاره هم شهرت لري ځکه حنان ورسره د چین تخصیص هم کړی دی۔ګویا حنان دا وایی چې څنګه د کم عمره غزال نه د زیات عمره اهو منډه تیزه ده او غرور پرې کوي دغسې د کم عمره هلک نه د نوخط یعنې زیات عمره محبوب ښایست زیات دی ځکه غرور پرې پکار دی۔هر څو که په عام توګه د صفا مخ کم عمره هلک زیات حسین ګڼلی شي خو د ميينانو په قانون کښې حقیقت د دې اپوټه دی۔ او دې ته هم غور وکړﺉ چې په مخ خط راوچتیږي نو ورسره د چین اهو د بالا زغل نسبت هم راوړی شوی دی یعنې په مخ خط بالا کیدل او د اهو په زغل کښې بالا تلل۔ او بيا دې ته هم غور وکړئ چې غزال يا اهو منډه وهي نو ورپسې شاته د تور ګرد يوه کرښه شان هم جوړه شي نو دغه د ګرد توره کرښه حنان د محبوب په مخ تور خط سره تشبيه کړې ده— دغه فني نزاکتونه زمونږ د کلاسيکي شاعرۍ خاصه ده — چې حنان بارکزي يې هم څرګندوته کړې ده—

د خپلې رائے اظهار وکړئ