شکي افسانه 0

“شکی”افسانہ

هر چا خولې پټې کړې وې د يو بل نه لرې لرې ناست وو د سرور خان صېب  برداشت او ضبط د کتو ؤ ـ  رنګ ئې تک تور الوتے ؤ لکه چې دا روح د دۀ نۀ وتے وي  خو کله چې د قبر نه اواز ووشو هلکه خټه راکوئ نو خدائے خبر چې د سرور خان د سترګو نه اوښکې څنګه دومره  ډېرې يو دم راتوې شوې، په شونډې ئې په ښاغونو زور کړه يو طرف ته کښيناستو او داسې ښکارېدل چې په دغه موقعه  ټول موجود خلک  دۀ  ته ملامته وي او د خپلو سوالونواو اعتراضونو جوابونه ورته مېلاؤ شوي وي ـ  د دې نه مخکښې د خلکو د سوالونو او اعتراضونو جواب د هغه سره نۀ وو خلکو به وئيل دے له په کالج کښې پروفېسر دے او د لوڼو په ځائے ئې خپل يو زوئے ډير زيات خوښ دے ـ  هغه کۀ به ډېر هم خلکو او خپلو خپلوانو ته وئېل چې اکبر زما د وړومبۍ ورځ نه خوښ دے  نۀ چې د دۀ د پېدائش نه پس پسې درې خوئيندي پرله پسې وشوې او دے نيازبين شو ـ  ما خو چرته هم د لوڼو په تربيت او نور خيال ساتلو کښې هيڅ کمے نۀ دے راوستے خو د زړه سره څه وکړم بس اکبر مې د سترګو يخ والے دے ـ  زما په خپل زړۀ اختيار نشته  او چې کله به ورته ښځې ګيله وکړه چې زوئے دې بيمار شي په ځان دې بد حال راوستے وي خو چې کله درته زۀ ووايم چې دا ماشومه ناجوړه ده نو ته دومره بد حال په ځان نۀ راولے، خو تا ته ګناه نشته کۀ ته ډېر سبقونه مبقونه اووې خو هغه د خپل مور پلار خوئي درنه چرته ووځي ـ  هغوئي هم صرف اکبر په سر ګرځوي او دې جينکو ته ګوري هم نۀ، نو پروفېسر صيب به خپلې لوڼه ځان  ته رانذدې کړي وئيل به ئې دا خو زما ګډياني دي ښځې تۀ به ئې وئيل تۀ د کليوال ماحول  نه څۀ خبر ئې، چې د ځوان څه اهميت وي څوک چې بې ځوانه وي هر سړے پرې چړ ورځي او بله دا ده چې تۀ خو د مور يوه لور ئې تاسو د ښځو د سختو نه څۀ خبر يئ ـ  راشه زما څلور خوئيندي واده دي څۀ حالونه ئې دي او چې ايله ووايم چې په دې جائيداد کښې ورله حصه ورکوم نو تۀ بيا غوبل جوړ کړے وي چې ښځو له چا حصې ورکړي دي ـ  په داسې حال کښې به زۀ څۀ په لوڼو خوشحاله شم نۀ مې سمه نوکري وکړه او نۀ مې په خوشحالۍ ژوند تېر کړو کيسونه او مقدمې دي ـ  دا چې زما يو پنځه روڼه وې نو د تربورانو څه مجال وو چې زمونږ په جائيداد ئې قبضې کړې وي  ـ  پروفيسر صيب کور په صحرا د ښځې د ذات په دې معاشره کښې د حېثيت او مقام د جوابونو نه وزګار شوے نۀ وو چې خلکو له نوي موضوع په لاس ورغله هر چا به وې پته نه لګي چې کرونا بيماري شته او کۀ نۀ خو پروفېسر صيب په ځان سپينه ورځ تياره کړې ده خولې ته ئې کورې اچولې وي د چا سره لاسونه نۀ مېلاوهي او لا بوتلګے ورسره په جيب کښې وي شېبه پس ئې په لاسونو مږي او د خپلو ماشومانو د  لاسونو نه خو ئې په وېنځلو خورږونه واړول نۀ جومات ته ځي او نۀ د چا سره کېښني پاڅي،ډيرو به وې چې څوک دا ډېر تعليم وکړي او ډېر کتابونه وګوري نو بيا ئې په مزغوڅۀ چل کېږي کۀ پروفېسر به ډېر هم خلکو ته چغې وهلې چې دا ډېره سخته بيماري ده ـ دا  پروپېګنډې دروغ دي چې په هسپتالونو کښې ډاکټران خلکو له زهري ستنې وهي  ـ د خدائے بنديانو په ځان او خپلو مشرانو  رحم وکړئ  خو خلکو به وئيل دے هسې د ويرې مړ شو، دا هسې شکي دے او کۀ په کلې کښې به بل چا هم احتياط کوؤ نو خلکو به وې دے هم د سرور خان صيب په شان ويرېږي شکي دے ـ  هغه کۀ ډېر هم احتياط کوؤ خو خپل خپلوان او د کلي خلق چرته پوهېدل د پروفېسر صيب کره به هم راتلل ښه ورته پته وه چې هغۀ په دې خفه کېږي چې دا راشه درشه نۀ دې کول پکار خو خلک هله پوهه شو چې مرض په کلي راخور شو او د ډېرو خلکو په شان ئې نن د سرورخان صيب ايکي يو زوئے هم د خاورو د لاندې کړو نن ټولو خلکو خولې ته کورې اچولي وو ـ  د يو بل نه لري لري ناست وو داسې ښکارېدل لکه چې چا په زور راوستي وي، سرکاري عملې د پوره حفاظتي اقداماتو سره په قبر خاوري ورواړولې خو نن پروفېسر صيب هيڅ حفاظتي اقدامات نۀ وو کړي او لکه د کلي د يو ليوني په رنګ ځنګېدلے ناست وو ـ  د کلي خلک او خپل خپلوان پرې داسې لګېدل لکه چې زوئے ورله خدائے نۀ دوئي وژلے وي ـ

ډاکټر سمندر يوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ