رحمان بابا د کمال شاعر او د تغزل بادشاه دی— ټکو تورو سره لوبې کوي— د مادي ژوند د پاره يې د –سکون– توری او روحاني پرواز د پاره يې د –رفتار– توری څومره په هنر راوړی دی–په مادي ژوند کښې د خوددارۍ درس چې ورکوي نو وايي—
نه مې ښکته ملک ليدلی دی نه پورته
خبر نه يم په يمين او په يسار
اب و خور لکه اسيا په ځايې رارسي
په خپل کور کښې مې سکون دی هم رفتار
يمين او يسار يعنې ښي او ګس لوري نه ناخبره يم او دغه وجه ده چې نه مې ښکته ملک ليدلی دی او نه پورته—ګويا په هيچا پسې نه ګرځم—له هيچا څه نه غواړم— رزق خدای پاک په خپل کور رارسوي — بس هم دغه په کور ناسته او سکون زما حرکت او رفتار هم دی—بيخي هم داسې لکه چې اسيا يعنې د ژرندې پل په خپل ځای چورلي نو ګويا دغه چورليدل يې رفتار هم دی– چې له خپله ځايه چرته هم نه ځي او اب و خور يعنې اوبه او خوراک په خپل ځايې ور رسي—غور وکرئ د ژرندی پل کښې ژوند او حرکت د همدغو اوبو او دانو په وجه وي چې دواړه ورته په خپل ځايې رارسي– خو دا د –توکلت علی الله– خبره ده او د خود دارۍ درس دی– د محنت او جدوجهد نه فرار نه دی—ګنې محنت د پاره خو رحمان بابا په څرګند ډول وييلي دي چې —
ماته ملا په مشقت په محنت ښه ده
نه حرامه هميانۍ د چا تر ملا
دغه د رحمان بابا په کلام کښې د مادي ژوند تصوير دی—- اوس يې د روحانيت تصور ته غور وکرئ— د روحاني تصور د پاره د زړه او روح اصطلاحات راوړي او وايي چې په مادي وجود خو په خپل کور کښې ساکن هم يم –نه مې ښکته ملک ليدلی دی نه پورته –خو زړه او روح مې د هندوستان او خراسان سيل او سفر کوي چې يو ښکته ملک دی او يو پورته— او بيا دې کمال ته يې وګورئ چې د هندوستان ښکلي توربخن او سکاڼ دي نو رحمان بابا يې د يار تورو زلفو د پاره علامت کوي—او خراسان چې د سپين بخن حسن د پاره مشهور دی نو رحمان بابا يې د يار مخ د پاره علامت کوي— دغه پس منظر کښې يې د مادي وجود د سکون او خلوت سره د زړه د دنيا سيل او سفر ته ځير شئ—
چې د يار زلفې رخسار مې په زړه نقش شو
خپل خلوت مې خراسان او هندوستان شو
د يار د دغو تورو زلفو او سپين رخسار د پاره يې د هندوستان او خراسان استعاره يواځې د زړه په مملکت نه ده خوره– بلکې روح يې ورته هم ناقراره کړی دی- – دومره ناقراره چې په مادي توګه په خپل کور کښې ناست رحمان په روحاني توګه د هندوستان او خراسان سفرونه کوي–غور وکرئ—
ستا په زلفو په رخسار پسې رحمان يم بې وطنه
مسافر د هندوستان او خراسان دی زما روح
بس دغه شعري کمال دی زمونږ د کلاسک او بيا د رحمان بابا چې زمونږ نقادان او دانشوره طبقه يې بايد په ښايسته توګه راوسپړي
120