چې علم نۀ وي نو توهمات د يوې ټولنې پۀ نفسياتو انتهائي خطرناک اثر لري –
مونږ چې واړۀ وو نو مونږ ته وئيلے شوي وو – چې شينټغ (يو قسم ښائسته مارغۀ چې سترګې به ئې داسې ښکارېدې لکه چا چې پۀ رانجو تورې کړي وي ) چرته وينئ نو وژنئ ئې ثواب دے پکښې – ځکه چې دۀ زمونږ د پېغمبر نه رانجۀ پټ کړي وو –
زمونږ خو به هسې هم ليندې پۀ غاړه وې او چې ټيغک به مو چرته لېدۀ نو د ثواب پۀ نيت به مو ترې ډب پورته کوۀ –
د ښاپېرک پۀ حقله دا خبره مشهوره وه – چې دا يو پېغمبر جوړ کړے او خدائے پاک پکښې ساه پوکلے – دا زبرګه مرغۍ ده – د دې پۀ څانګ کښې چې چا اوبۀ وڅښې هغۀ پۀ سبق کښې مړنے کيږي –
يوه ورځ ژپاړ وۀ او زمونږ د کلي پۀ جمات کښې ښاپېرک رالوېدلے وۀ – ما زر ونيوۀ او د جمات پۀ وله (وياله) کښې مې ورله غوپه ورکړه – يو څانګ مې ورله کولاو کړۀ او اوبۀ مې پکښې وڅښې – اوس وائم شکر دے چې وائرس راته نۀ وۀ راننوتے –
چې کور ته به مېلمانۀ راغلل – او د کوربنو زنانوۀ پۀ زړۀ به نة وۀجوړ – نو د مېلمنو د رخصت سره به کور مشرې زنانه چوړکۍ راواخسته – او پۀ زمکه به ئې د دروازې پورې د ضرب غوندې کرښې راښکلې – دې ته به ئې پل سيرل وې – او دا به د نظر د ختمېدو له پاره کارولے کېدۀ –
د نظر ختمولو بله ټوټکه به دا وه چې د چيلم اوبۀ به ئې پېدا کړې او دروازې طرف ته به ئې اووېشتې – مقصد به ئې دا وۀ – چې دا اوبۀ بېلمازه دي او نظر ختموي – چې هېڅ به هم نۀ وو – نو يو وړوکے به ئې دروازې طرف ته ودروۀ چې دلته متيازې وکړه –
کربوړے (ګرګټ) به مو ځکه وژلو – چې د دۀ پۀ باره کښې دا خبره مشهوره کړے شوې وه – چې کله زمونږ پېغمبر پۀ غار حرا کښې وۀ – او دښمنان پسې ګرځېدل نو کربوړي ورته ژبه راويستې وه چې دلته پټ دے –
چې د کور څوک به مسافرۍ له تلۀ نو د کور منډو او غولے به ورپسې چا نۀ جارو کوۀ – دا به يوه لويه بدشګوني او د مسافر د بد بختۍ علامت ګڼلے کېدۀ –
د سپرې (صفره ) د مياشت ختمېدو سره به لويو وړو لختې او لوړې راواخستې – او د کور دېوالونه او ګوټونه به ئې پۀ لختو وهل – او دا ورد به ئې کوۀ – چې سپرې سپرې اوځه –
چې د يو ماشوم ژبه به نخښته نو د يو مزار پۀ کاڼو به ئې ورله ژبه ټکوله چې ټيک شي
د کارغه اواز به بدشګوني ګڼلے کېده نو د کاغ کاغ پۀ جواب کښې به خلکو وئيل چې زېرے دې بختور شه
کوترو ساتلو واله به سپېره ګڼلے کېدۀ
د ماشوم د کټ سر ته به چاړه يا چاقو پۀ دې نيت اېښودے کېدل چې دے پۀ خوب کښې نۀ وېريږي
د خراټو له پاره به دا ټوټکه وه چې د هغه تن پېزار به پاستر کېښودے شو چې بيا نۀ خرړيږي
چې د چا به نارينه ماشوم نۀ پائيدۀ نو غوږ به ئې ورله سورے کوۀ
د مرۍ د خوږ له پاره به د ډوډۍ اووۀ ټکړې واخستے شوې پۀ يوه يوه به ئې پونده اېښوده او بيا به ئې خوړه چې مرۍ ورسره ښۀ شي
چې څوک مازيګر کور جارو کوي نو سپېرۀ کيږي
د دې نه علاوه هم بلها توهمات وو – وئيلے کيږي چې دا زمونږ ټولنې ته د هندوانو د رسمونو نه خپل کړي دي – خو دا چا ؟ کله ؟ او ولې زمونږ ټولنې ته راوړي وو ؟ چې علم نۀ وي او د خبرې پۀ جواب کښې د دليل غوښتو زحمت نۀ کيږي – نو دغسې خرافات د ټولنې پۀ علمي ، کلتوري او مذهبي اساس ډېر سوالونه پورته کوي –
#ډاکټرديداريوسفزے