غني د پښتو په جديد و شاعرانو کښې د بېخي ځانله اسلوب شاعر دے. هسې خو هر شاعر په خپله وېنا کښې څۀ داسې انفرادي خصوصيات لري چې د هغۀ د اسلوب د انفراديت اندازه ترې کېدے شي. او دغه انفراديت يواځې په شعر و ادب کښې نۀ بلکې په تمامو ښکلو هنرونو يا فنون لطيفه کښې څرګند وي. د رقاص په حرکتونو کښې چې کوم ردم وي هغه د هغۀ شخصيت پورې محدود وي. د مصور د لاس توازن او د هغۀ فطري صلاحيت د هغۀ د فنپارو د ځانګړتيا نخښې ښائي. د موسيقار په موسيقۍ ساز او انداز کښې هم يو ځان له رنګ او آهنګ وي چې د هغۀ د ځانګړتيا ګواهي ورکوي. دغه معامله د هر فن ده. د فنون لطيفه نه چې بهر فکر وکړے شي نو د ژوند په عامو معاملو کښې هم د ځانګړتيا اثرت ليدے شو. مثلاً د يو انسان په چال او د قدم اخستلو په انداز کښې، د چا د خبرو په انداز او اواز کښې، د چا په تقرير کښې او دغسې نورو معاملاتو کښې د ځانګړتيا نخښې واضحې ښکاري. ځکه چې په دې هر څه کښې د هغۀ شخصيت شامل وي او شخصيت د هر چا بيل وي. په دې وجه ئې اسلوب او انداز هم جدا وي.
خو کله چې خبره شاعرۍ ته را ورسي نو په هغې کښې د تقليد او انفراديت بحث مخې ته راشي کوم شاعران چې د نورو شاعرانو تقليد کوي خو بيا هم د خپل شخصي تاثر په وجه ځينې انفرادي خصوصيات ئې په شعوري يا غېر شعوري توګه په شاعرۍ کښې مخې ته راتلی شي. خو ځينې شاعران داسې هم وي چې د وړاندېنيو شاعرانو د هر قسمه پېروۍ نه په ډډه پاتې شي او يوه داسې شاعرانه لار را پېدا کړي چې صرف هم د هغۀ لار وي. هغۀ جوړه کړې وي او هغه پرې مزل کوي. هر څوک پرې د مزل کولو نۀ توان لري او نۀ سليقه او صلاحيت. غني خان د شاعرانو په دغه ډله کښې شامل دے. چې خپله لاره ئې جوړه کړې ده او د خپلو ټولو ځانګړتياو سره پرې مزل کوي.
د يو شاعر شاعرانه اسلوب د دوؤ غټو برخو د ګډون نۀ زېږي. يوه شکلي يا صوري برخه او دوېمه فکري يا موضوعاتي برخه. د غني خان په شاعرانه اسلوب چې د دغو دواړو زاويو نه غور کوو نو وړومبے نظر به ئې په شکلي يا صوري برخه واچوو. په دغه برخه کښې د شاعرۍ په بحر، ردم، علامت، تشبيه، استعاره صنائع، تلازماتو، قافيه، رديف او نور شکلي عناصرو توجه کولے شي. د غني شاعري په دغه حواله په سخته پېمانه نۀ دي تلل پکار. ځکه چې هغه د فکر او تخيل شاعر دے. د داسې فکر او تخيل چې ډېرې صوري پابندۍ ئې د فکروخيال په ابلاغ کښې خنډ پېدا کوي. په دې وجه د هغۀ په شاعرۍ دغه قسمه اعتراضات نه دي کول پکار-
د شعر د پاره، که ازاد وي او که پابند بنيادي طور ورته د جذبې او تخيل ضرورت دے. وزن د تکنيک او فني لوازماتو يو جز ګڼل پکار دي. که د غني خان شاعري چا په غور لوستلې وي نو د وزن بحر او نورو فني لوازماتو په کښې دومره خيال نۀ دے ساتلے شوے څومره چې په کښې د جذبې صداقت او د خيال دريافت ځاے شوے دے.
د غني د شاعرۍ په دغه فني خاميو د معترضينو په جواب کښې غني خان په خپله ما ته يوه مرکه کښې تقريبن ديرش کاله پخوا وئيلي وو چې:
“زۀ خو وائم چې ګنې دا اعتراضونه به اوس ختم شوي وي. ما چې کله ابتدائي شاعري کوله نو دا خبرې به ډېرې کېدلې. خبره دا ده چې اوس خو په شاعرۍ کښې ډېرې تجربې شوې دي. ازاده شاعري رواج شوه او زۀ خو هسې هم د دې خبرو په ځائے د تخيل قائل يم”.
د غني خان دغه خبرې سره زه هم متفق يم-
حنيف خليل
