0

تفریط

د شریعت علم د وحي د لارې ترلاسه شوې علم دے او ساینس د فطرت د اصولو په دریافت او تحقیق ولاړ دے. فطرت د خپل حقیقت او ماهئیت له مخې د انسانیت د پاره ځینې موخې ټاکي، چې د دې موخو د پوره کولو د پاره، دغه د طبیعي عالم یوه وسیله برابروي، چې په دې چوکاټ کښې انسان باید د فطرت موخو ته پاملرنه وکړي .
د فطرت د موخو اصول او د دې موخو د ترلاسه کولو د پاره برابره شوې وسیله یعنې د عمل/تجربې اصول او قوانین د بلې زاويې نه یو شان ارزښت لري. شرعي علوم د فطرت په لومړۍ درجه کښې د اصولو په حقله بحث کوي او ساینسي علوم په دویمه درجه کښې دغه بحث کوي. اولُ الذکر اصول د الله تعالیٰ له خوا د وحي په واسطه انسان ته را رسېدلي دي او په دې باندې پوهیدل او د دې منل په انسانانو باندې فرض کړې شوي دي. بیا په دې اصولو د پوهیدلو او د تعامل د پاره انساني عقل د لټون ، تفکر اؤ تدبُر د پاره ازاد پرېښودلې شوې دے.
دا کائنات د الله تعالیٰ لخوا د طبیعي اصولو لاندې روان دے او دا اصول او قوانین د انسان په مشاهده کښې راځي نو د انسان د پاره د دې اصولو د مطالعې د پاره یوه داسې طریقه رامينځته کول چې انسان پرې معرفت ته ورسیږي، د قیاس عین غوښتنه ده.
خو تفریط یوه داسې نظریه ده چې یوازې هغه شیان تسلیموي چې په مستقیم ډول ثابت شي. کوم څيز چې ثابت نۀ شي نو په هغې د عدم ټاپه لګول غېر منطقي رویه ده، د دوي په نظر کښې د غیر مادي عالم او غیبي عالم تصّور نشته.
د ’’جول’’ نه ماخوذ – چاپ کال دیسمبر/ ۲۰۲۴ز

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ