په نړۍ کښې یوه بې ضرورته بدله ده هغې ته نوبل انعام وایې که هر څو دا بدله د اغستونکې انا له ټالۍ ورکوې یا طلب کونکے یې خپل اعلی مقصد بایلې خو اصل مقصد یې د ورکونکی خپل مفاد وې
اوسنې پرایویټ سکولونو ته زما پام دے د نتیجې په ورځ په تاوان باندې هم ښه انعامونه ورکوې دا اصل کښې ایډورټایزمنټ وې ددې فایده به هم دغه پرایویټ سکول واله ته وې چې د یو څو کسانو وې د نوبل انعام قیصه ددې نه بدل نه ده خو ددې انعام د ورکولو کرایټیریا بدل ده
نوبل انعام په کارنامه نه ورکړے کیږې تاریخ د داسې مثالونو نه ډک دے بلکې سامراج خپلو مفادو ته ګورې په هغه بنیاد یې ورکوې کوم خلک چې په دې پوهه وو که څه هم ددې مستحق وو هغوې به دې انعام پله نه کتل
دې انعام ته ډیر د تقدس په نظر کتلے کیږې په نوبل انعام کښې داسې څه تقدس پټ نه دے چې د وهمونو چلند پکښې نه وې په حقیقت کښې تقدس د وهمونو اماجګاه وې او دا تقدس وې چې دغه وهمونه پټ ساتې
په پاکستان کښې د مذهب پرستو او ازاد خیالو تر مینځه یو متنازعه کردار ملاله یوسفزۍ ده چې نوبل انعام ورته ورکړے شوے وو ددې انعام د ورکولو سره د دوې په نظریاتې سطح موجود تقسیم په تجزیاتو او بحثونو کښې ښکارې کوم چې دوې کوې
د ازاد خیالو اطمینان او ریښتونولې په دې کښې ده چې دوې د هر هغه نقطه نظر او رجحان مخالفت وکړې د کوم چې مذهب پرست حامیان دې او مذهب پرست خپله ریښتونولې په دې کښې ګڼې چې د ازاد خیالو فکرونه خامخا د مغرب جوړ فکرونه وګڼې او په هر حال یې مخالفت وکړې
خو رښتیا د ددې دواړو فکری مکتبونو په مینځ کښې اویزان ښکارې
د ملاله یوسفزۍ قیصه دا وه چې د یوې غیر ملکې نشریاتې اداری په توسط سره په سوات کښې د دیارلس کلونو یوې جینۍ د انتها پسندو په اړه خپله ډایرې لیکله انتها پسندو ته ددې خبر وشو او په دغه جینۍ یې حمله وکړه ملاله په دې حمله کښې بچ شوه او د برطانیې د ښار په برمنګهم هسپتال کښې یې علاج وشو
تر دې دمه دوه پواینټونه یاد ساتۍ ” غیر ملکې نشریاتې اداره او د برطانیې علاج ” ۔۔ دا دوه پواینټونه په دې واقعه کښې ستاسو د تشکیک بنیاد جوړوې
په معصومې ملاله باندې دا حمله کول سراسر یو غیر انسانې فعل وو او د مذهب پرستو په دې باندې تنقید بې ځایه دے
د تالیبانو انتها پسندو په ملاله حمله کول د هغوې د نقطه نظر نه یوه فطری خبره وه
کوم کار چې ملاله د تالیبانو خلاف کړے وو ددې په شان کار عافیه صدیقی د امریکې د ترهګرو خلاف کړے وو خو د ټول ژوند اذیت د هغې په نصیب شو یو صحافی جولین اسانج چې کله د سامراج دا منصوبه ښکاره کوله نو د هغه ژوند ته د امن پسندو له خوا خطره جوړه شوه
ملالې ته د انعام ځکه ورکړے شوے وو چې دا د هغه تالیبانو خلاف وه کوم تالیبان چې د امریکې او د هغې د اتحادیاتو خلاف وو که ملاله دا کار د هغه تالیبانو خلاف کړے وے کوم چې د امریکې ملګرې وو نو د انعام ورکولو داسې څه ماحول بیا نه جوړیدلو
په ذهن کښې دا سوالونه راوچتیږې ۔۔ چې ایا پاکستان کښې جینکو ته تعلیم نه ورکړے کیدو ؟ یا په پاکستان کښې په یوې ښځې چلیدونکې دا اولنۍ ګولۍ وه کوم چې د سامراج نه ظلم او بربریت هیر کړو او اچانک یې پکښې انسانیت متحرک کړو ۔۔ پاکستان یو داسې ملک دے چې د روزانه په بنیاد پکښې د معصوم خلکو وینه توییږې خو د ددې معصومو خلکو څه اواز نشته ۔۔ او ۔۔ اواز به یې پیدا شې کله چې ترې سامراج ته فایده جوړیږې ۔۔ د حکمرانۍ هم دا متضاد رویه ده چرته چې تشکیک پیدا کیږې
دا خبره په یاد لرل پکار دې چې زه دلته په چا د غدارۍ ټاپې نه لګوم بلکې خپل شک بیانوم چرته چې حقیقت ته لاره وځې
امریکه او اتحادیان یې د تیرو پنځویشت کلونو څخه د دهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې مصروف دې د ملالې قیصه د دوې د بنیادې مقدمې توثیق کوې په پوره نړۍ کښې چې ملالې ته داد ورکړے کیږې نو ددې وجه د ملالې یوه لویه کارنامه نه ده
امریکې او اتحادیانو چې تش په نوم د ترهګرۍ خلاف په کمزورو قومونو کوم جنګونه مسلط کړې دې د څه په نتیجه کښې چې په لکونو معصوم خلک د ظلم په مرګ مړه شوې دې د ملالې نوبل انعام ددې جنګونو د ریښتونولۍ خیال مستحکم کوې ملالې له د نوبل انعام ورکولو سره سامراجې ملکونو خپل بدرنګه تصویر بهتر کړے دے که د تالیبانو خلاف ملالې له انعام ورکول صحیح قدم دے نو د امریکې خلاف د تالیبانو دا جنګ بیا غلط نشې کیدے خو دلته مونږ ګورو چې قیصه بل شان ده
پښتونخوا د ترهګرۍ په نوم یادیده چې ملالې ته نوبل انعام میلاو شو پکار ده چې څه نا څه مونږ د امن د پاره یاد شوې وے خو مونږ وکتل چې د انعام ورکولو سره مونږ نور هم ترهګر شو او سامراج نور هم رحمدل او د انسانیت نه ډک شو ۔۔ د خلکو په نفسیاتو کښې چې کوم تصویر دے هغه یې ګواه دے خو حقیقت ددې په ضد دے
دویم نوبل انعام اغستونکے, چې زه یې یقینې حیران کړے یم هغه ټیګور وو
مخکښې ددې نه چې مونږ خپلې اصل خبرې له راشو د ټیګور په اړه رښتیا معلوماتو ته کتل لازمې دې
رابندر ناتھ ټیګور د هندوستان په یو داسې خاندان کښې پیدا شوے وو چې په با اثر, اشرافیه او غټ خاندان کښې شمارلے کیدو د ټیګور د نیکه د ملکه وکټوریه سره ډیر نزدې تعلقات وو او د هندوستان او برطانیې په رابطو کښې د ټیګور خاندان د برطانیې د پاره اهم خدمات ورکړې وو د اشرافیه سره تعلق لرونکے ټیګور اولنے غیر مغربی لیکونکے وو چې نوبل انعام یې اغستے وو ۔۔ کله چې مونږ د مغربې مفکرینو په دې انعام او ټیګور تنقیدونو ته ګورو نو د ټیګور اغستل د ادبې او فنې کارنامې پر ضد د سیاسی پالیسۍ حصه وه انګریزانو چې څنګه هندوستان غوښتو لکه فرمانبردار, د روحانیت جاهلیت واله, د مزاحمت او د انقلابیت د جوهر نه محروم, نو ټیګور هم په ګیتانجلې کښې ددې نه سیوا څه نه دې لیکلې
قیصه داسې وه چې په ۱۹۱۲ کښې ټیګور څه د پاڅه د سل نظمونو څخه جوړ کتاب واغستو او برطانیې ته د نوبل انعام د حصول د ارمان سره روان شو هلته د ټیګور ملاقات د یو ارټسټ ملګرې په مدد سره د اٸر لینډ د یو قوم پرست شاعر والټر برټن ییټس سره وشو ییټس د هغه نظمونه ولوستل او د غلطیانو تصحیح یې ورته وکړه چې ټیګور تسلیم کړل وروسته د ییټس د دعوې مطابق هغه هره دویمه مصرعه ټیګور ته سمه کړې وه د ییټس دا دعوی مونږ په شک کښې اچوې مطلب دا چې که ییټس دغه تصحیح نه وه کړې نو بیا به څه کیدل ؟ زما په خیال د غلطیانو باوجود هم ټیګور ته انعام میلاویدے شو ځکه چې د سیاسی پالیسۍ تقاضه هم دا وه او د خوند خبره دا وه چې ییټس ددغه نظمونو پیژندګلو هم لیکلې وه خو ییټس د ټیګور د نور تخلیقی کار څخه بلکل نه وو خبر ځکه هغه په ۱۹۳۵ کښې د ټیګور کار ته sentimental rubbish ووایې او مسترد یې کړې یعنې د نوبل انعام دا تخلیقی کار د ډیران د ټوپ نه علاوه نور هیڅ هم نه دے
اصل شک دا دے چې نوبل انعام هغه ګیتانجلې ته نه وو ورکړے شوے کوم چې ټیګور په بنګالی ژبه کښې لیکلی وو بلکې هغه ګیتانجلې ته ورکړے شوے د کوم تصحیح چې ییټس په خپل قلم سره کړې وه
د توجه نکته بله دا ده چې ییټس د ګیتانجلې په پیژندګلو کښې لیکلې وو چې د هغه ملګرو ییټس ته وییلې چې د ګیتانجلې د خپل اصلیت سره وړاندې شوې ده یعنې د ګیتانجلې اصلیت په ییټس په خپله نه وو ظاهر شوے بلکې خپلو ملګرو ورته وییلې وو او په ذهن کښې د شکونو انبار هم دا خبره جوړوې ۔۔ زه که په تفصیل سره ډی کنسټرکشن شروع کوم نو خبرې اوږدیږې او دا شکونه تاسو ته پریږدم
زما په خیال تر څو چې د ګیتانجلې خبره ده نو ددې په خیالاتو کښې هیڅ اصلیت نشته ګیتانجلې چې سړے لولې نو داسې محسوسیږې چې بهګوت ګیتا چرته خپل کمزورې حافظ په یادو بیا لیکلې وې ټیګور په برهمن ایډیالوجی عقیده لرله او یو کټر برهمن وو او د دوې اهم خصوصیت دا دے چې دوې ټول انسانان برابر نه ګڼې ګیتانجلې د هندو عقیده پرستۍ شعری تسلسل دے ۔۔ بهګوان ته وړاندې شوے خراج تحسین ۔۔ یعنی د نا لیدلی تبلیغ ۔۔ زما په اند انصاف دا دے چې یو نوبل انعام مولانا ذکریا ته هم ورکړے شوے وے چې فضایل اعمال کتاب یې لیکلے ۔۔ ګیتانجلې داسې محسوسیږې لکه یو شاعر چې د بل شاعر/بهګوان عظمت بیانوې
اهمه خبره دا ده چې ګیتانجلې په یو داسې وخت کښې د نوبل انعام سره وتړلے شو چې دلته د برطانوې سامراج پر ضد نفرت خپلې جرړې نیولې وې د ازادۍ تحریکونه شروع شوې وو او انقلابیت د وخت اهم ضرورت وو او مغربی سامراج ته په دغه وخت کښې د فعال ذهنیت والا خلکو په ځاۓ د روحانې خلکو ضرورت وو چې استحصال جارې وساتې په ګیتانجلې کښې وړاندې شوې خیالونه د نورې نړۍ او په خصوصی توګه هندوستان د پاره بلکل نوې نه وو خو دا خیالونه په یو داسې وخت کښې وړاندې کول چې د جبر او استحصال خلاف جدوجهد انتهایې او حد درجې اهم وو, دا بیا د سامراج د حمایت مترادف کار وو ۔۔د یو مفکر د پاره دا انتهایې لویه غیر سنجیدګې ده ۔۔ ددې نه دا هم واضح کیږې چې ټیګور د ادب په حرکت او مقصد هډو پوهه نه وو او یا یې د خپل مقصد د پاره داسې کول
د شلمې صدۍ فلسفی برټرینډ رسل چې ګیتانجلې ولوستله نو ووییل چې دا د معنې نه بلکل خالی کتاب دے او ددې د پاره یې د ” vague nonsense ” لفظونه استعمال کړل
زه دا خبره تفصیلې کول غواړم خو چرته بل وخت به یې نور هم تفصیل کښې وکړو تر دې دمه په ساده ژبه د معلوماتو پورې محدود خبرې وشوې او چې یو فلسفیانه بحث ته یې وردننه کړو نو مونږ ته صرف یوه نتیجه راکوې او هغه نتیجه به د خندا او افسوس په صورت کښې وې
په اوسنې وخت کښې نوبل انعام یو ځل بیا د تشکیک مسله جوړیږې او یو غم هم پیدا کوې چې سامراج به بل څه مقصد لرې چې ډاکټر ماهرنګ بلوچ له دغه انعام ورکوې
کیدیشی ډیر خلک دا شک بې ځایه وګڼې خو ډیر سوالونه هلته را اوچت شې کله چې مونږ د ماهرنګ سره د نورو اوازونو چې د امن د پاره کیږې موازنه وکړو
د ماهرنګ پلار ته ریاست دهشتګرد وییلو او په ریاستی ادارو یې حملې کړې وې په داسې حال کښې ماهرنګ ایم بی بی ایس سبق هم وایې یو مارچ هم لیډ کوې او د نوبل امن ایوارډ د پاره منتخب کیږې هم خو په پښه کښې یې غنه قدرې هم نه ځې بل طرف ته منظور پشتین دے چې ډیر با اثر اواز دے د هغه شناختی کارډ هم ریاست اغستے زه د دواړو سره اختلاف ساتم خو د مبارزې قدر یې لازمې کوم
یوه خبره چې یاد لرل پکار دې ریاست په باغیانو باندې رحم نه کوې خو دلته دوه اوازونه چې د ریاست ظلم یو شان کمزورے کوې د ریاست له خوا ورسره یو شان سلوک نه کیږې
په داسې حال کښې چې په بره پښتونخوا کښې د جینکو تعلیم بند دے ښکته پښتونخوا کښې د جینکو تعلیم بدنامیږې د پښتنو په ټوله منطقه کښې د ښځو سره حد درجې ناروا سلوک کیږې هر څه د سامراج د منصوبې مطابق روان دې سامراج او نور ملګرې یې خاموش دې خو هغه جینۍ چې سامراج ته نقصان ورکوې په دې صورت کښې چې جنګ ودروې او سامراج یې تود هر کلے کوې دا د شک نه خالې خبره نه ده
او دا فیصله به هله وشې کله چې ددې نتیجې ښکاره شې
ما صرف شک کولو تاسو زړه مه بدوۍ