تضمين او طرح د مشرقي شاعرۍ دوه معروف اصطلاحات دي – زړه راښکونکې خبره دا ده چې د تضمين او طرحې باقاعده روايت په مغربي شاعرۍ کښې نشته- دغه دواړه د عربۍ ژبې ريښه لري او بيا فارسۍ پښتو اردو او نورو مشرقي ژبو کښې هم رواج شوي دي-
په عام او معروف مفهوم کښې تضمين دې ته وييلی شي چې يو شاعر د بل کوم شاعر د کلام زمکه– بحر وزن– او قافيه کله کله قافيه رديف دواړو کښې خپل کلام وليکي نو دا ګويا چې يو شاعر د بل شاعر په کلام تضمين کړی دی–
طرح هم نزدې نزدې دغه شی دی– چې د يو شاعر د کلام نه يوه مصرعه خوښه کړی شي او بيا د هم هغه مصرعې په بحر وزن او رديف قافيه کښې بل کوم شاعر يا ډير شاعران کلام وليکي نو دا يې ګويا د بل شاعر په طرح يا طرحي مصرعه کلام يا کلامونه وليکل- په عمومي توګه خو داسې ګڼلی شي چې تضمين د پاره د بل کوم شاعر د کلام نه مصرعه اخستل لازم دي او طرح نوې او له ځانه هم جوړيدلی شي- دا روش زيات داسې وو چې پخوانو شاعرانو به تضمين کولو او اصطلاح به يې هم د تضمين راوړله- او اوسني شاعران طرحي کلامونه ليکي او اصطلاح هم د طرحې راوړي- خو که لږ غور وکړو نو دغه ياد شوي توپير نه علاوه هم په تضمين او طرح کښې فرق شته او ډا هم د غور وړ ده چې دغه دواړه اصطلاحات خپلو اصلي او بنيادي معنو کښې استعمال شوي هم نه دي– دې د پاره به مونږ د دغه اصطلاحاتو بنيادي معنو ته ځو نو خبره به روښانه شي-
تضمين د عربۍ ټکی دی او معنا يې ده مرکزي نکته درک کول او هغې پسې تلل– دغې نه مضمون هم جوړ دی چې دغه مضمون پخپله د ضمن نه جوړ دی او د ضمن مطلب دی — په منځ منځ کښې– لکه چې اردو دان وايي– اس ضمن مين– يا مونږ پښتو کښې ووايو چې– په دې ضمن کښې– يعنې په دې منځ منځ کښې– اصلي او بنيادي نکته دا ده– دغه ضمن نه چې مضمون چوړ شو نو مطلب يې دا شو چې د دې عبارت بنيادي نکته— اصل مقصد او مدعا دا ده– نو دغه مرکزي نکته او بنيادي مقصد يا مدعا راخستل او بيا پرې نوره اضافه کول اصل کښې تضمين دی چې دا په نثر کښې هم کيدی شي او په نظم کښې هم– خو شاعرانو دا شی يواځې شاعرې پورې محدود کړو– او اصلي معنا يې هم ورله بدله کړه يعنې خيال او مضمون يا فکر او موضوع نه يې خبره جوړښت او هييت ته راوړه او هغه هم صرف په شاعرۍ يا منظوماتو کښې د کومې ټاکلې مصرعې بحر وزن او رديف قافيې ته يې خبره راوړه چې په دې توګه ثضمين کښې هغه د مضمون موضوع او فکروخيال اصلي نکته له منځه لاړه-
اوس به راشو د — طرح– معنې ته– طرح هم د عربۍ ټکی دی چې ګڼې معنې لري– لکه بيلول– لرې کول يا لرې غورزول–په حساب کتاب کښې کمول– د کومې حامله ښځې پيدا کيدونکی بچې ضايع کول او غورزول– خو ورسره دوه نورې داسې معنې لري چې د شاعرانو طرحي کلام ته نزديکت لري – يو دا چې د کوم څادر درۍ يا کپړې په ميدان کښې غوړول او خورول— دويم دا چې د يو شي پيش کول چا ته تحفه کښې وړاندې کول–
په فارسۍ او اردو کښې د طرح معنا ده منصوبه جوړول– تګلاره ټاکل او يو کار سر ته رسول- لکه فارسيوان چې وايي– اين کار به سليقه مطرح شد– يعنې دا کار په سليقه سر ته ورسيدو-
اوس شاعران چې د بل کوم شاعر کومه ټاکلې مصرعه را اخلي نو په هغې نور شعرونه هم هغه بحر وزن او رديف قافيه کښې ليکل– دا اصل کښې هم هغه کلام نور غوړول وي– او ډا هم چې په هغه مصرعه نور شعرونه ليکل ګويا چې پيش کول او تحفه کښې وړاندې کول وي-اوس په دغو معنو که مونږ غور وکړو نو هغه د پخوانو شاعرانو تضمينونه هم حقيقت کښې طرحي کلامونه دي خو هغه وخت کښې د طرحې اصطلاح باقاعده مروج نه وه نو تضمين به يې ورته وييلو-
د پښتو په کلاسيکي شاعرۍ که نظر واچوو نو زيات تضمينونه د خوشحال بابا په کلام شوي دي–د خوشحال بابا مشهور کلام دی-
لکه زه په يار ميين يم بل به نه وي ميين هسې
لکه زه پسې غمژن يم بل به نه وي غمژن هسې
د بابا په دغه کلام د هغه په زامنو او نمسو کښې کڼ شمير شاعرانو تضمينونه کړي دي– اشرف خان عبدالقادر صدر خان او تر کامګار خټک پورې ګڼ شمير شاعرانو په دغه بحر وزن او قافيه رديف کښې کلامونه وييلي دي چې اصل کښې طرحي کلامونه دي خو هغه وخت کښې به ورته تضمين وييلی شو–صرف يوه نمونه صدر خان خټک به وړاندې کړم چې پکښې يې د عبدالقادر تضمين ته هم اشاره کړې ده
ستا جواب عبدالقادر په دا رنګ صدر خوشحال کړ
څو بې خانه زه وييل کړم بل به نه کا پښتون هسې
پخپله خوشحال بابا چې وييلي دي چې
زه هم چرې فرزانه وم فرزانه يم لا تر اوسه
تل بی خوده ديوانه وم ديوانه يم لا تر اوسه
نو دايې د روښاني شاعرۍ نه طرحه راخستې ده خو هغه وخت کښې د طرحې اصطلاح مروج نه وه- دغه طرحه زمونږ د دور نه تر حمزه بابا رارسيدلې ده چې وييلي يې دي
تا پرده کړه له ميينو مرور شولې له ما نه
ورته زه دې بهانه کړم بهانه يم لا تر اوسه
دغه روش تقريبن ټولو کلاسيکو شاعرانو خپل کړی دی– د خوشحال بابا نه پس د رحمان بابا په زمکه زيات کلامونه ليکلی شوي ډي چې پخپله د رحمان بابا همعصر او همزولي عبدالقادر خان خټک هم د رحمان بابا په زمکه کلام ليکلی دی چې
زه خټک د يار په غم تازه تازه شم
غوريا خيل رحمان که شو ورځنې ستړی
د رحمان بابا زمکه داسې ده
د اشنا له لاسه ناست يم په زړه ستړی
په فلوس مې پکار نه دی درست وګړی
نچيب سربندي هم د رحمان بابا د مشهور کلام
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم
په زمکه داسې وييلي دي
چې يې شعر لا مثل دی باندې ښايي
که رحمان وايي په شعر عالمګير يم
دغسې کاظم خان شيدا هم د رحمان بابا زمکې راخستې دي چې پخوا به تضمين وو خو نن طرح بللی شي-شيدا وايي-
د رحمان په دا مصرعه د شيدا زړه دی
ته پري يې که اهو يې که جاددو کړې
تا چې مخ د پرې سترګې د اهو کړې
ترو پري يې که اهو يې که جادو کړې
د رحمان بابا په طرحو ليکل هم تر حمزه بابا رارسيدلي ډي چې وييلي يې دي
حمزه غږ وکړو چې واړه لاس په نام شئ
قدردان د شاعرانو رحمان راغی
دغه تسلسل د نورو کلاسيکو شاعرانو پورې هم دوامدار وو– حميد بابا علي خان کامګار معزالله حنان بارکزي پير محمد کاکړ بيدل اشنغري حافظ الپوري قنبر غلي خان ټولو دغه لاره پاللې ده او د يو بل په طرحو يې کلامونه وييلي دي چې د خپل دور تناظر کښې تضمين بللی شو-البته د تضمين اسان او جوت مثال د کامګار دا شعر دی چې پمښې يې د حميد بابا د مضمون راخستلو ذکر هم کړی دی
چرې نه چې باد خبر عبدالحميد کاونډيتوب
چې کامګار غزل دا ستا په مضمون ووې
د طرحي کلامونو يوه لړۍ په اولسي شاعرانو کښې د فی البديه کلامونو چليدلیدې ده چې د يو بل مقابله کښې به يې په يو بحر وزن او قافيه رديف کښې کلامونه وييل-
په باقاعده ډول د طرحي کلامونو نوی روايت زما تر فهمه د انجمن اصلاح الافاغنه شاعرانو په نولس سوه اووه ويشتم او اته ويشتم کښې شروع شوی دی چې په خپلو کليزو جلسو کښې به يې د نظمونو انعامي مقابلې کولې نو طرحې به يې هم ايښودلې
لکه–
که دې خيال د ازادۍ د خپل وطن وي
يا دا مصرعه چې
جنګ د ازادئ له هميشه زلمي وتلي دي
او يا دا طرحه چې
که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي
او داسې نورې طرحې—
دغه روايت نه پس باقاعده رواچ د رحمان ادبي جرګې له خوا وپاللی شو چې کليزو دستورو کښې مشاعرو له پاره به د رحمان بابا ديوان نه يوه مصرعه طرحه اخستلی شوه او بيا به هغه کلامونه په غوړګه مجله کښې چاپولی شو
او داسې نورې طرحي مصرعې
دغسې په اوسني نوي دور کښې د طرحي مشاعرو رواج دومره عام شو چې د طرحې نه بغير ازادې مشاعرې سره د وضاحت کول ضروري شو چې غير طرحي مشاعره وشوه يا غير طرحي مشاعره به کيږي-
د طرحي کلامونو په دې نوي ډور کښې يوه منظمه هڅه داسې وشوه چې ښاغلي ډاکټر شهاب عزيز ارمان زما دا مصرعه په فيسبک ورکړه چې په دغه طرحه د کلامونو غوښتنه يې د يو باقاعده کتاب چاپ کولو د پاره وکړه او تقريبن سل کلامونه ورته زما په دې طرح مصرعه راغلل چې
تخيل مې د مضمون لاره پيدا کړه
همدغسې يوه هڅه ښاغلي جاويد احساس د پښتون تهنکر فورم د سيوري لاندې وکړه چې څو ټاکلې مصرعې يې د طرحو په حيث خپرې کړې او يو شمير طرحي کلامونه يې پرې راغونډ کړل– د طرحو دغه لړۍ په اوسني جديد دور کښې روانه ده او وخت په وخت شاعران طرحي کلامونه ليکي چې يو منظم کتاب د طرحي کلامونو زمونږ ګران شاعر
الطاف ګل ګل هم تيار کړی دی او د چاپ اراده يې لري
يادونه
ښاغلي الطاف ګل کل د طرحي کلامونو کوم کتاب چې چاپ ته تيار کړی دی هغې د پاره يې د طرحي کلامو په روايت او پس منظر ما نه د يو لنډ ليک غوښتنه کړې ده چې دغه ليک مې د هغوئ په غوښتنه وکړو– ما د هغوئ څو طرحي کلامونه په سوشل ميډيا کتلي دي چې ډير خوندور دي – زما يقين دی چې د هغوئ ټول کلامونه به دغسې روان فطري او د لوړ معيار وي– د بريا دعا ورته کوم او په دغه اهمه او ځانکړې هڅه مبارکي ورکوم-