دغه اصطلاح په نفسياتو، جمالياتو او ځينو نورو فني مباحثو کښې هم راوړلے شي او د يوې ادبي اصطلاح په حېث هم د دغو بحثونو برخه جوړېږي. د اظهاريت اصطلاح د جمالياتو په فلسفه کښې د اټلي مفکر او دانشور کروچے سره منسوب ده خو د فلسفې، نفسياتو او ادب نورو دانشورو هم د دغه اصطلاح وضاحتونه کړي دي. ما په خپل کتاب “د ښکلا هنداره” کښې د دغه ادبي اصطلاح وضاحت د جمالياتي فلسفې په تناظر کښې کړے وو چې بنياد مې ورته د نوميالي شاعر محمد صديق پسرلي يو شعر جوړ کړے وو. دغه بحث دلته د يو ادبي او جمالياتي اصطلاح په حېث راوړم.
حُسن هم له ځانه ناقراره وي
ښکاري د رنګونو له پروزه ئې
زمونږ روانې صدۍ په وړومبيو څو غټو شاعرانو کښې يو د ځانګړي سبک څښتن غزلبول شاعر محمد صديق پسرلے په کلي توګه د حسن پرستار دے. د هغۀ شاعرۍ ته زۀ د حُسن او تخيل مترنمه هنداره وايم. د حُسن او جمال مختلف رنګونه د هغۀ د شاعرۍ زينت دي.
په پورتني شعر کښې چې محترم پسرلي د جمال کومه نظريه په علامتي شکل کښې پېش کړې ده، په جمالياتي اصطلاح کښې ورته د اظهاريت نظريه وائي چې مشرحينو کښې ئې د ټولو نه جوت حېثيت د اټلي د يوې صوبې اکيله د يو کلي کسرولي وسېدونکے بينيډيټو کروچے (١٨٦٦ – ١٩٥٢ء) لري. د کروچے نظريه په مکمل ډول روحاني او وجداني ده. د هغۀ په خيال روح يو حقيقت دے چې د حسن، صداقت، افاديت او نېکۍ په صورت کښې نمود کوي يعنې دغه څلور ذکر شوې درجې د هغۀ په خيال د روح مظاهر دي. هغه د روح نه د خالق ذات مراد اخلي خو د خالق نوم نۀ اخلي نو هر کله چې روح خالق دے نو دغه څلورو مظاهرو کښې يو هم باطل نۀ شي کېدے. دغه روح د کانټ ” قائم بالذات شے” او د هېګل د “التصور” د نظريې مترادف دے ځکه چې هغوي هم د خالق د پاره دغه دوه تصورات پېش کړي وو. د کروچے په خيال روح د خپل تخليقي وجدان په ذريعه د کائناتو په شکل کښې اظهار کړے دے. هم دغه شان هنرمند يا فنکار د خپل تخليقي وجدان په ذريعه د خپل هنر يا فن اظهار کوي. که هغه د شاعرۍ په شکل کښې وي که د مصورۍ، موسيقۍ، رقص يا بل کوم هنر په شکل کښې وي.
د پسرلي صاحب په مذکور شعر کښې هم دغه د اظهاريت نظريه ډېره په شاعرانه انداز کښې پېش شوې ده. حُسن په اصل کښې د هنر يا فن سر چشمه ده. هنر د حسن لباس يا جامه ده. يا به دا ووايو چې فن د حسن مجسم صورت دے.
پسرلے صاحب د حُسن په فطرت او تقاضا پوهه دے. د حسن فطرت او تقاضا دا ده چې هغه په هر صورت اظهار او نمود غواړي ځکه خو پسرلے صاحب هم وائي چې:
“حسن هم له ځانه ناقراره وي”
هم دغه ناقراري په اصل کښې د اظهار او نمود تقاضا کوي ځکه چې د حُسن فطرت دا نۀ دے چې هغه دې جامد او ساکن وي. دغه حسن چې له ځانه ناقراره دے په حقيقت کښې د فنکار هغه تخليقي وجدان او سر چشمه ده چې د فن زېږېدنه ترې کېږي. او د رنګونو پرواز چې پسرلي صاحب په خپل شعر کښې ذکر کړے دے. زما په خيال د مختلفو فنونو يا هنرونو، شاعرۍ، رقص، سنګتراشۍ وغيره د پاره علامت دے. په دې لحاظ د پسرلي صاحب دشعر نه زۀ د خپل ذوق مطابق دا مطلب اخلم چې هر کله د تخليق کار تخليقي صلاحيت (حسن) په غورځنګونو شي نو هغه اظهار غواړي او دغه اظهار د شاعرۍ، مصورۍ، سنګتراشۍ او موسيقۍ وغېره په شکل کښې کېږي. چې پسرلي صاحب ورله رنګونه علامتونه کړي دي. يعني د حسن د ناقرارۍ په وجه د دغه رنګونو پرواز د فنونو په شکل کښې د تخليقي وجدان اظهار دے.
هر څو که د فرانس معروف مفکر يوجن ويران د فن دوه شکلونه ښودلي دي او وئيلي ئې دي چې:
“فن په بيل بيل شکل کښې د آرائش او اظهار نوم دے. آرائش د حسن سره تعلق لري او اظهار د کردار سره آرائش د زړې زمانې سره اظهار د نوې زمانې سره تعلق لري. آرائش بغېر د جذبې او تصور نه د حسن تقاضه کوي او اظهار د جذبې او تصور نوم دے.
د ښاغلي ويران دغه تاثرات که يو خوا د جمالي ذوق سره هم آهنګي پېدا کولے شي او انسان ته يو ښۀ تاثر ورکولے شي نو بل خوا پرې ډېرې خبرې هم کېدے شي. د مثال په توګه وړومبے دا چې:
حُسن او کردار په خپلو کښې جدا څيزونه دي.
د ويران دغه رائے سره اختلاف هم کېدے شي او هغه داسې چې کردار د حسن باطني شکل دے چې نمود ئې په هر صورت تقاضه کوي. کردار چې نمود وکړي نو آرائش شي. نو په دې لحاظ هم دغه آرائش د کردار ظاهري شکل دے نو په دې لحاظ دغه دواړه جدا څيزونه نۀ دي بلکې يو دي. فرق صرف دومره دے چې کردار د حسن باطني شکل دے او آرائش ظاهري.
دې نه علاوه د ويران دغه خبرې سره هم اختلاف کېدے شي چې “آرائش” د زړې زمانې سره تعلق لري او اظهار د نوې زمانې سره. هر کله چې دا دواړه يو څيز دے نو تعلق ئې هم يوې زمانې سره دے. دواړه د شروع نه تر اوسه پورې د يو بل سره سم را روان دي. دا بيله خبره ده چې د اظهاريت په نظريه د وروستو پوهېدلو په وجه انسان دغه نومونه يا اصطلاحات هم وروستو وضع کړي دي.
د ويران بله خبره دا ده چې آرائش بغېر د جذبې او تصور نه د حسن تقاضه کوي او اظهار د جذبې نوم دے. په دې حقله به دومره ووايم چې د آرائشي حسن سره که جذبه او تصور نۀ وي نو د اظهار تقاضه هم ورسره نۀ وي ځکه چې هغه يو ځل ظاهر شوے دے نو هم دغه د دۀ تقاضه وه چې پوره شوې ده کله چې دغه تقاضه نۀ وي پوره شوې نو هم دغه آرائش سره د کردار يا د حُسن د باطني صورت په شکل کښې جذبه او تصور شامل وو چې اظهار او نمود ئې غوښتلو.
په هر حال د ښاغلي ويران تاثرات که يو وخت د پاره صحيح ومنلے شي نو بيا هم د پسرلي صاحب شعر د دواړو شکلونو احاطه کوي ځکه چې حسن باطني وو نو کردار وو. جذبه او تصور ورسره شامل وو چې د رنګونو د پرواز په شکل کښې ئې اظهار وشو نو آرائش شو اوس که څوک آرائش او اظهار يو څيز ګڼي او که جدا.
دا فېصله د هغۀ په ذوق ده ځکه چې آرائش او اظهار ښکلا ده او ښکلا ذوقي ده. هم دغه شان د پسرلي صاحب د شعر تشريح هم ما د خپل ذوق مطابق وکړه. کېدے شي چې بل څوک ترې بل څۀ مراد واخلي.
ح خ