the-birth-and-journey-of-story 0

د قيصۍ زيږون او سفر

د قيصۍ وجود د انسان د ګويا کيدلو سره سم راغلے دے- ځکه چې انسان چرته هم څۀ واقعه يا حادثه ليدلې ده- نو هغه ئې نورو خلقو ته رسولې ده چې له خپله ځانه يې پکښې کمے زياتے هم کړے دے- د انسان د دې هڅې ابتدائي تاريخ ښاغلي ډاکټر محمد اعظم اعظم څلور زره کاله د مسيح نه وړاندې ښودلے دے- اوئيلي ئې دي چې:
’’د دنيا په قديمو قيصو کښې د ټولو نه زړې د مصر، يونان او هند قيصې ياديږي- د مصر قيصۍ قريباً دوه زره ق- م- پورې رسي- هسې په يو اندازه د دې قيصو سر ٣٠٠٠ نه تر ٤٠٠٠ ق- م- پورې لګي- دا قيصې د جادو او ټوټکو په واقعاتو اډاڼه دي- دا قيصې د ونو په پړچ او پيپرس ليکلې شوې دي-‘‘
دلته د مصر سره په ځانګړې توګه د سوميريانو د قيصو يادونه پکار ده او ورسره د ګلګامش يادونه هم پکار ده– دغو زړو قيصو نه پس، چې د لقمان حکيم قيصې ورته وئيلې شي، دغه قيصې هم په قبل مسيح دور کښې مشهورې شوې دي –
دا قيصې وروستو په ګڼو ژبو کښې ترجمه شوې او په غونډه نړۍ کښې خورې شوې- د لقمان حکيم د قيصو اثرات يونانيانو خپل کړل- او د هومر قيصې په يونان کښې مشهورې شوې- دې سره سره د مذهبي او الهامي قيصو تذکره هم لازمه ده- دې لړ کښې وړومبۍ د ويدونو د قيصو اهميت منلے شوے دے- دغسې د تورات، زبور، انجيل په متنونو کښې د عبرت لۀ پاره مختلفې قيصې راغلې دي- او بيا د قرآن پاک رښتينې قيصې هم د عبرت او درس له پاره يادې شوې دي- د دې نه پس چې هر کله قيصۍ په نوي شکل سر ښکاره کړے دے نو الف ليلٰی په صورت کښې ئې ښکاره کړے دے- د الف ليله لغوي مفهوم دے- ’’زر شپې‘‘ د الف ليله اصطلاح د قيصئيز مفهوم تر مخه داسې بيان شوے دے- چې:
’’يو بادشاه وو چې هغه به هره ورځ يو وادۀ کولو- او هره شپه پس به ئې ښځې له طلاق ورکولو- او نوې ښځه به ئې نکاح کوله- د دې باچا په دربار کښې يو وزير وو چې يوه ښائسته لور ئې هم لرله- وزير ته دغه لور خواست وکړو چې زما وادۀ هم دغه بادشاه سره وکړه- وزير ورته ډېر ووې چې بادشاه يوه شپه پس ښځه پريږدي خو د جينۍ په ډېر اسرار دغه وادۀ بادشاه سره وشو- د بادشاه چې ښځې سره ليدل وشول نو په وړومبۍ شپه ورته جينۍ يوه قيصه ووئيله- قيصۍ بادشاه له دومره خوند ورکړو چې د دويمې قيصې اوريدلو لۀ پاره ئې ښځه په دويمه شپه هم طلاقه نۀ کړه- جينۍ په دويمه شپه بله قيصۍ او په دريمه شپه بله او دغسې په مسلسل قيصو وئيلو ئې بادشاه ته دومره تسکين ورکولو چې ښځې ته طلاق به آئنده قيصې اوريدو په نيت ځنډيدلو- او دغسې جينۍ په زرو شپو کښې زر قيصۍ ووئيلې- د هم دغو زرو شپو زرو قيصو په مناسبت دې قيصو ته په اصطلاح کښې ’’الف ليله‘‘ ووئيلې شو-‘‘
ددې قيصو قدامت تقريباً اووۀ سوه کاله وړاندينے دے- دا قيصې عمومًا د جادو، پېريانو، ديوانو، ښاپېرانو وغيره مافوق الفطرت عناصرو باندې اډاڼه لري- او قريباً په هره قيصه کښې د باچا او وزير کردار سره سره د کوه قاف د غرونو ديوانو او ښاپېرانو ذکر هم موجود دے-
د پښتو روايتي او ثقافتي قيصو څۀ خو د لقمان حکيم نه اثر واخستو او څۀ هم دغه د الف ليلوي قيصې په لږ بدل شکل کښې په پښتنه ټولنه کښې مقبولې شوې- د پښتو دغه روايتي قيصې د مختلفو نسلونو نه سينه په سينه را روانې دي- او لا تر اوسه دا روايت ژوندے دے- خو د دې روايت نسبت د نورو روايتونو سره دے لکه په حچرو کښې قيصې اورول- خو هر کله چې د انسان د انتهائي مصروفيت په وجه هر چا سره د اضافي وخت کمے راغلو نو حجرو کښې ناسته پاسته او د قيصو اورولو دا روايت هم په ختميدو شو- نن صبا چې څومره پسمانده سيمې دي هغو کښې د حجرو روايت لا ژوندے دے او ورسره د روايتي قيصو روايت هم- خو د ښاريو او مخ په وړاندې روانو سيمو په مادې او مشيني خلقو کښې اوس دا روايت تقريباً ختم شوے دے- د دې نه علاوه د دغو قيصو د ژوندي پاتي کيدلو يوه ذريعه دا هم ده- چې د پښتنو تقريباً په هره کورنۍ کښې به نيا، نيکۀ، پلار، مور يا يو مشر خپلو بچو او نمسو ته د ژمي پۀ اوږدو شپو کښې دغه روايتي قيصې په خوند اورولې کومې ئې چې د خپلو مشرانو نه اوريدلې دي- او دغسې به د دې روايتي قيصو انتقال جاري وو- خو اوس دغه روايت هم تقريباً په ختميدو دے- صرف په انتهائي پسمانده سيمو کښې تر څۀ حده ژوندے دے- په ترقي يافته سيمو کښې د دغه قيصو اوريدو وخت وړومبی خو ويډيو ګيم، وي سي آر، ډش انټينا، ټي وي،وغيره او بيا نور جديد دور کښی کمپيوټر،موبايل انټرنيټ او نورو جديدو لوبو ته ورکړې شوے دے-
دې قيصو کښې ځنې داسې هم شته چې يواځې پښتنه ټولنه کښې نه، بلکې په نورو ټولنو کښې هم شتون لري- لکه د ګل صنوبر قيصه، ګل بکولي، ګل اندامه ښاپيرۍ، بهرام شهزاده وغيره قيصې چې افاقي شهرت ئې تر لاسه کړے دے- او پښتو نه علاوه په نورو ژبو کښې هم په کتابي شکل کښې تر لاسه کيدے شي- او ځنې داسې قيصې هم شته چې صرف پښتنې ټولنې پورې محدودې دي- بلکې پښتنه ټولنه کښې هم د بېلو بېلو سيمو او بېلو بېلو خاندانونو قيصې بېلې بېلې دي- يوه قيصه چې په يوه سيمه يا خاندان کښې مشهوره شوې ده نو بله قيصه په بله سيمه کښې شهرت موندلے دے- دا قيصې اکثر د لقمان حکيم د قيصو نه ماخوذ دي- او د زياتو کردارونه هم پکښې ځناور او مارغان دي چې د نيکۍ، بدۍ، ظلم، رحم، حرص او بدنيتۍ وغيره علامتونه دي- په دې قيصو کښې د پورته ذکر شوو کردارونه په ذريعه د پښتني اقدارو درس ورکولو کوشش شوے دے-
د قيصې په دغه سفر کښې دا هم ووئيلے شول چې ځنې خاطرې او يادونو هم وروستو د بيان نه پس د قيصې شکل اختيار کړے دے- دا قسمه يادونه که چا ليکلي هم دي نو د ’’خاطره‘‘ د عنوان يا نوم سره ئې ياد کړي دي- دغه شان د اسطوري يا اساطير، حکايت، نقل وغيره تذکره هم شوې ده- چې د قيصې په سفر کښې ئې يادول پکار دي- د قيصې دغه اوږد سفر پۀ مختلفو پړاوونو او مختلفو شکلونو، چې وروستو ئې جديد صورتونه خپل کړي دي او د ډرامې، ناول او افسانې په شکل را څرګند شوي دي، هر څو که ډرامه په مصر او يونان کښې هم وه خو پرمخ تللی شکل يې نوی دی-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ