پخوانو يوناني مفکرينو د حسن پحقله نظرئيات په منظم شکل پيش کړي دي- هغوئ ښه څيز حسين او خراب څيز بدرنګ ګڼلے دے- نيکي ئې حسن او بدي قبيح ګڼلې ده- خير ئې حسن او شر ئې قبيح ګڼلے دے- او بيا د حسن منبع نظرئيات هم پېش کړي دي له دوئ نه پس په دې حقله بحثونه شروع شوي دي او په مشرق او مغرب کښې پرې ګڼ شمير کتابونه ليکلے شوي دي- مختلف قسمه نظرئيات مخې ته راغلي دي-
دغسې شاعرانو هم په خپله شاعرۍ کښې په شعوري او غير شعوري توګه دا موضوع خپله کړې ده فنونه هسې هم د حسن و جمال ائينې دي او بيا په خصوصي توګه شاعري خو د حسن و جمال يوه ډيره روڼه هنداره ده- دغه وجه ده چې د شورونه د پښتو په شعر و ادب کښې د حسن و جمال رنګونه ډېر شوخ راغلي دي- او بيا د رحمان بابا په شاعرۍ کښې خو دا رنګونه ډېر زيات شوخ دي چې د رحمان بابا د شاعري په واسطه به مخې ته راشي- خو دغه افکار به يو بل سره داسې مربوط وي چې د رحمان بابا د جمالياتي فکر مرکزي نکته به ترې څرګنده شي- دغه مرکزي نکتې ته رسيدلو د پاره لازمه ده چې د هغو ټولو جمالياتي نظرياتو تجزيه وشي کوم چې د رحمان بابا په شاعرۍ کښې راغلي دي-
ماديت او معنويت
د رحمان بابا په شاعرۍ کښې يو فکري تسلسل موجود دے- دے- په وړومبي مرحله کښې حسن په مجسماتو کښې ويني- په ماده کښې ورته د حسن مناظر په نظر راځي- د فطرت د حسينو اجزاؤ تذکرې په خپلو شعرونو کښې کوي- د خپل مجازي محبوب خط و خال او ښکلا ستائي- خو په دې مرحله کښې هغه خپل يو آئيډيل لري دغه آئيډيل ته کله د جانان نوم ورکوي- کله د دلبر او کله نور نومونه خو دا آئيډيل ناشوتې او مجازي دے- چې رحمان بابا ئې د ظاهري ښکلا ستائنه کوي-
نمر سپوږمۍ که ستاله حسنه نۀ شرميږي
ترو دوئ ولې زرغونه او زير ښکاريږي
دا سپوږمۍ چې نۀ ئې سر شته نۀ ئې پښې شته
په کوم حسن به له تا سره سميري
زړۀ مې يوړو ستا د مخ په رڼا زلفو
بارې غل په سپين صباح کله پټيږي
ودندانو ته دې دُر وئيلے نه شم
کاڼي کله د بريښنا په دود ځليږي
او يا دا شعرونه چې د ترکو د جمال تذکرې پکښې شوي دي
چې مشغول نۀ وي د ترکو په جمال څوک
نور بۀ څه کا په دينا کښې اشتغال څوک
چې ئې قيل و قال له ياره سره نۀ وي
له نور چا سره به څۀ کا قيل و قال څوک
د بل خط په عبارت په نظر نۀ کا
چې نظر او کاندي ستا په خط و خال څوک
چې په اصل کښې خدائې نۀ دے پيدا کړے
ترو به څه غواړي دا ستا د مخه مثال څوک
نور خوبان دي ستا تر مخه پورې هسې
لکه بل کا د افتاب په مخ مشال څوک
بله نظرئيه د ترتيب او توازن ده- دا نظريه هم د يونانيانو د وخت ده- يونانيانو به هغه څيز حسين ګڼلو چې په هغې کښې به يو منظم ترتيب او توازن موجود وو- رحمان بابا هر څوکه ترتيب او توازن حسن د پاره ضروري ګڼي خو د خپل محبوب حسن د دې نه هم بالاکڼي- کله چې له دغو ناسوتي دلبرانو د ظاهري ښکلا او مادي جمال وقعت او حېثيت ورته معمولي ښکار شوے دے- نو بيا ئې په دغه جمال ژړا کړې ده-
چې مئين د دلبرانو په جمال شوې
اے رحمانه ځان و ژاړه کوک په کوکارې
له دې مرحلې نه پس رحمان بابا د مادي جمال نه ډېر پورته تلے دے او د معنوي حسن ننداره ئې کړې ده- په دې مرحله کښې رحمٰن بابا د حقيقي او مطلق حسن جلوې ويني- دلته هغه د صورت په ځائې په سيرت نظر لري- د شکل په ځائې معني ته توجه ورکوي- دلته هغه ته هر څۀ حسين ښکاري- دلته د هغه د قبح تصور يعنې بدرنګۍ تصور هم ختم شي وائي: ؎
چې نظرئې له صورته په معنٰى کړه
و رحمان وته يکسان شو زشت و خوب
درشت و خوب يا قبح او سخن پحقله په تفصيل سره بحثونه شوي دي- خو په دې حقله د رحمان بابا فکر افاقي حېثيت لري- ځکه چې د حسن او قبح تعين په مادي شکل او صورت کښې کيږي په معني تصور او سيرت کښې هر څۀ حسن وي- هم دغه تصور د قران پاک هم دے ځکه چې قران پاک هر څۀ حسين ښودلي دي-
الذي احسن کل شي خلقه
الله تعالٰى هر څه حسين پيدا کړي-
نو دغسې د قبح تصور موضوعي او د انساني حس پيداوار دے-