د پښتو دا ستر محقق نقاد صحافي افسانه ليکونکی شاعر او ژباړن استاد هميش خليل د کال نولس سوه ديرشم د اپرېل د مياشتې په یولسمه ورځ د پیښور په مشهور كلي برتا کال کښې د انځر ګل کره پیدا شو . په خټه مرزا خېل مومند دی ۔ خپل یو شعر کښې دغه حقیقت داسې ښائي : ـ
د باړې په اوبو لوې شوم دا دی زوړ شوم
که له خيله د مرزا یم په تمن کښې
د پینځو کلونو په عمر کښې د خپل کلي په سرکاري مدرسه کښې کښېنولے شو – د شپږم جماعت تر سره کولو نه پس د وړاندې تعليم د حصول د پاره اسلاميه كالجېټ ھائی سکول
پیښور ته لاړ، هلته د ثانوي تعليم د حصول نه پس د پیښور په اسلامیه کالج کښې داخل شو – دولسم جماعت کښې وو چې د يوې اوږدې ناروغتیا په وجه د سبق نه پاتې شو- خو وروسته يې په پرائیویټ توګه بيا څوارلسم پاس کړو- او هم يې د پښتو آنرز سندونه ترلاسه کړل . د طالبعلمۍ په زمانه کښې د همېش صيب د شاعرۍ ابتدا وشوه او تقريبا دولس کاله ادبي دنيا کښې د همېش گل همېش په نامه پېژندلی شو. د طالبعلمۍ په زمانه کښې یو ډېر ښه لو بغاړی وو – د یو میل د منډې چيمپین وو . او اکثر به په مقابلو کښې اول نمبر راتلو – یو ځل خو يې چې د لوبو په کليزه مقابله کښې یو میل منډه په څلور نيمو منټو کښې ووهله، نو د دغه مقابلې زوړ ریکارډ يی مات کړو او بیا هم د دغه ورځې نه پس په فلائینگ هارس (Flying Horse) مشهور شو– هم د طالبعلمۍ په زمانه کښې ئې د نغمه زار په نامه وړومبۍ شعري مجموعه چاپ شوه . د تعليمي سلسلې قطع کېدلو نه پس د کواپرپټو سوسائټۍ دفتر کښی په شپیته روپۍ میاشت بابو ولګېدو تقریبا شپږ میاشتې دغه ملازمت کښې وو-، دلته نوکرۍ نه يې بيا استعفى ورکړه او پاکستان ایئر فورس کښې د سيویلین کلرک په حیثیت نوکر شو. د همېش صاحب د زلميتوب ورځې شپې وې – قوم پرستي او انسان دوستي يې په خټه کښې اغږل شوې وه . د سياسي تحريکونو په اجلاسونو کښې د شمولیت او سياسي فکر د خاوندانو سره د ناستې پاستې او تعلقاتو په وجه ئې په خیالاتو او شاعرۍ هم قومي رنگ غالب شو. نتیجه دا شوه چې د حکومت په نظر کښې مشکوک شو او په خپل دفتر کښې گرفتار کړی شو. درې میاشتې د نحقۍ (پېښور) په تاڼه کښې د سی آئی – ډي پولیس د ظلمونو ښکار وو – وروستو بيا د پېښور په مرکزي زندان کښې د يو سياسي نظر بند په حيث بندي کړی شو – د نظر بندۍ په دغه دوران کښې د همېش صيب نظر بندي د هغه مشر ورور عجب گل د يو درخواست په ذریعه د پیښور ھائي کورټ کښې چیلنج کړه عدالت عالیہ د مقدمې د سماعت نه پس همیش صیب د کال ۱۹۵۳ د نومبر د میاشتې په پینځمه ورځ رها کړو – ولې د ازادۍ سره سم هم د عدالت عالیه په حدودو کښې دوباره گرفتار کړی شو د دوباره نظر بندۍ په دوران کښې څه موده پس د کال درې پنځوسم د جنورۍ د میاشتې په دریمه ورځ اگر که هميش صیب هم د ځنو نورو سياسي بنديانو سره د صوبائي حکومت په حکم آزاد کړی شو – ولې موصوف لا د جيل له دروازې راوتلی هم نه وو چې په دریم وار یو ځل بیا د فرنتير كور لاز مطابق دفعه 11 ايف – سي آر لاندې گرفتار کړی شو . دغه وار د يوې جرگې لاندې چې د پېښور په سټي مجسټريټ، پیښور په اسسټنټ کمشنر او نوښار اسسټنټ کمشنر مشتمله وه ، يوه بې وكيله او بې دليله مقدمه وچلولی شوه — د دې مقدمې سماعت د دغه كال د مۍ د میاشتې په ۱۱ ۱۳/۱۲ او ۱۵ تاریخونو د جیل دننه په جيل كلب كښې وشو – او هم د دغه کال او میاشتې په نولسمه ورځ د پېښور ډپټي کمشنر د جيل دننه همېش صیب ته د اوۀ کلونو د قید سخت ، او د پنځه زره روپو د جرمانې د جرمانې نه ورکولو په صورت د پنځو کلونو مزید قيد ، سزا واوروله . د دغه سزا خلاف همېش صيب او د هغوئ مشر ورور عجب ګل د جرگې د ذكر شوې فيصلې خلاف یو ځل بیا د پیښور عدالت عاليه ته د حبس بیجا خلاف رجوع وکړه – دا شان يو ځل بیا د مقدمې سماعت شورو شو – دغه مقدمه کښې هم همېش صیب سرخرو شو. او د عدالت عالیه په حکم د کال درې پنځوسم د نومبر په څليریشتمه ورځ ازاد کړی شو خو د پیښور هائي کورټ د دغه فيصلې خلاف صوبائي حکومت سپریم کورټ لاھور کښې اپیل وکړو – ولې د کال څلور پنځوسم د مارچ په پینځمه ورځ د سپریم کورټ د دریو ججانو صاحبانو په متفقه فیصله د پیښور ھائی کورټ فیصله په حال پاتې شوه – پرله پسې له الزامونو نه په سرخ رو کیدلو صوبائي حکومت د خپلې بدنامۍ پټولو د پاره يو ځل بيا هميش صيب هغه وخت گرفتار کړو چې موصوف د پېښور په لیډی ریدینگ اسپتال کښې ناروغه پروت وو – دا د کال څلور پنځوسم د نومبر اتلسمه ورځ وه – دغه وار ورسره پلار او کشر ورور عزیز گل هم گرفتار کړی شول – ولې څو میاشتې پس انتظامیې د خپلې غلطۍ د احساس له مخه د همېش صيب پلار او ورور پریښول – البته همیش صیب هفته نیمه د ناروغتیا په وجه اسپتال کښې د پولیس نگرانۍ لاندې وو . چې ښه شو، د نوښهر حوالات ته ولېږلی شو. د يوې هفتې نیمی پس بيړۍ ورواچول شوې او د شپې په ريل ګاډي کښې د لاهور شاهي قلا ته ورسولی شو. تقريبا میاشت دوه هلته بندي وو – د تفتیش نه پس د لاهور پولیس پیښور ته واپس ولیږلو او د صوبه سرحد حکومت ته ئې وليكل چې په ملزم د الزامونو په حقله هغوئ د سرحد پولیس سره متفق نه دي . پېښور ته د رارسېدلو نه پس يوې هفتې نيمې
د پاره يوځل بيا د نحقۍ تاڼي په حوالات کښې بندي کړی شو. وروستو بيا د مقدمې د فېصلې تر وخته په ضمانت آزاد شو – تقریبا دوه نیم کاله دا مقدمه ډوبه وه ، خو څه وخت چې يو ماتحت عدالت کښې ورباندې مقدمه و چلولی شوه، نو دغه مقدمه کښې هم د خپلی بې گناهۍ په وجه همېش صيب باعزته رها کړی شو ۔
مارچ شپږ پنځوسم کښی همېش صیب د هفت روزه جمهوریت پېښور نه د خپل صحافتي ژوند آغاز وکړو. تر دغه وخته موصوف د همېش گل همېش په نامه لیکل کول – خو هر کله چې پښتو ادب کښې هم په دغه نوم او تخلص یو بل شاعر پیدا شو نو موصوف څه خو په دغه وجه او څه د جبران خليل سره د ادبي عقيدت له مخه خپل ادبي نوم همېش خلیل غوره کړو – د نوم هم دغه تبدیلۍ ته يې په خپل یو شعر کښې داسې اشاره کړېده :
څه عشق وو د جبران له خلیل توبه چی خلیل شوم
ما د تخلص نامه په دې وجه بدله کړه
لكه چی ووئیلی شول چې همېش خليل د خپل صحافتي ژوند آغاز د هفت روزه جمهوریت ” پیښور نه اوکړو –
خانمير هلالي د دغه مجلې مالک او مدیر وو– د خپل وخت د پښتو ادب د یو ډېر لوې شاعر او اديب مجله کښې په حيث د مدیر د راوستلو مشوره چا هلالي صيب ته ورکړه – خو هلالي صيب ورسره اتفاق ونه کړو – مارچ شپږ پنځوسم نه تر جولايي پورې هميش خليل د مدیر په حيث ذكر شوې مجله کښې د خپل صحافتي کردار لوبولو نه پس د کال اووه پنځوسم د جنورۍ د میاشتې د وړومبۍ ورځې نه هفت روزه دوران پیښور ( اگر که دا مجله هفت روزه وه ، ولې پنځلس ورځې پس به چاپ کېده) کښې د مدير په حیث کار شروع کړو او ورسره بې د نصر اللہ خان نصر مرحوم په معاونت د “دارالتصنیف ” په نوم يوه تحقيقي او اشاعتي اداره هم جوړه کړه. همېش خلیل په یو وخت د مجلې چلولو سره سره د “دار التصنيف نه د پښتو په عالي شعر و ادب د تحقیق او اشاعت کار هم شروع کړو . او په لږه موده کښې ئې په وړومبي ځل ډیر نایاب دیوانونه د خپلو تحقیقي مقدمو سره چاپ کړل .
په ملک کښې د وړومبۍ مارشل لاء لگېدلو او ځنو خلقو د گرفتارولو سره همیش خلیل هم په ۱۶ اکتوبر اووه پنځوسم کښې گرفتار کړی شو – او هغه وخت د پنډۍ په مركزي جيل كښی نظر بند کړی شو – تقریبا د څلورو میاشتو د قید و بند په دوران کښې همېش خلیل یو ځل بیا په دویم وار د لاهور شاهي قلا ته ولېږل شو . قلا کښې د يوې هفتې تېرولو نه پس یوه ورځ سحر د لاهور ډسټرکټ جيل ته ولېږلی شو- ولې هم په دغه ورځ ماښام د کاکاجي صنوبر حسین سره رها کړی شو –
اوه ورځني دوران ” باندې د حکومت له خوا بنديز لګيدلی وو – ولې همېش خليل يو ځل بيا د دار التصنيف نه د پښتو د عالي ادب په تحقیق او اشاعت لاس پورې کړو- هم په دغه کال موصوف ” پښتانه ليکوال او ورکه خزانه دوه جلدونو کښې وليكل او هم يې شائع کړل – چې ډېر گمنام خو معياري شاعران يې پکښي په وړومبي ځل متعارف کړل-
څه وخت چې باچا خان د مارشل لا، خلاف د سول نافرمانۍ تحریک شروع کړو، همېش خلیل هم د ځنو ادبي ملگرو سره د مئى د مياشتې په اخيري ورځ گرفتار کړی شو . دغه وار د حکومت له خوا د ضمانت ورکولو او سياست نه د کناره کشۍ د پیشکش په انکار درې کاله قید کړی شو او خپلو نورو ادبي او سیاسي ملگرو سره په ۲۶ جولائي دوه شپيتم کښې سنترل جيل مچ ته ولېږل شو . دلته د یو کال قيد تېرولو نه پس دسټرکټ جيل جهلم ته چالان کړی شو. د څو میاشتو تېرولو نه پس سنټرل جيل ډیره اسمعیل خان او دلته هم نزدې د نهو مياشتو تېرولو نه پس سنټرل جبل هري پور ته ورسولی شو او اخیر هم دلته د قید پوره کولو نه پس په شپږم نومبر کال درې شپيتم آزاد کړی شو۔ دغه دوران کښې يې واده وکړو – همدغه دوران کښې د عامو انتخاباتو نه پس دورځپانې شهباز د اشتهارونو د څانګې د سربراه په حيث مقرر کړی شو. د شهباز” د بندیز نه پس د حکومت خلاف د پمفلټونو په ليکلو او اشاعت کال پس ونیولی شو. مقدمه ورباندی وچلولی شوه ولې باعزته رها کړی شو . دغه نه یو کال وړاندې يې د شعرونو دویمه مجموعه “زما سندرې او د افسانو وړومبۍ مجموعه چار گل چاپ شول .
دغه دوران کښې يو ځل بيا گرفتار شو . څو مياشتې د هري پور په زندان کښې د تېرولو نه پس آخر هم آزاد کړی شو . څه موده پس اردو ورځپانه انقلاب پیښور کښې د مدیر په حيث شامل شو تقریبا څلور کاله پس ترې مستعفي شو او هم په دغه کال په افغانستان کښې د روسي جارحيت په وجه د پارتۍ پالیسۍ سره د اختلاف له کبله د سیاست نه کناره کش شو – د افغاني مهاجرو او مجاهدينو سره يې په هر قدم ، فم او قلم د مرستې علاوه خپل څو کورونه هم مهاجرو ته د وسېدلو د پاره مفت او څو کورونه ئې په برائی نام کرايه ورکړل ، د افغان جهاد په حقله د جهاد په ډیره کلکه مرسته کښې ئې خپل یو اخبار د “باګرام ” په نامه شورو کړو. ولې د مالي مشکلاتو په وجه د روسي فوځونو له افغانستا نه د وتلو او جهاد ختمېدلو سره دا اخبار همېش خلیل خپل دوست ته ورکړو . دا خبره هم د هېرولو نه ده چې د افغان مهاجرینو په مرسته او اعانت ورته په کور کښې بم کښېښودل شو – ولې بم د چودلو نه وړاندې ولیدلی شو چی پولیس د رپورټ سره قبضه کښې واخستو .
همېش صيب ته د يو سركاري تعليمي اداری نه د ریسرچ سپیشلسټ د عهدې پیشکش هم اوشو خو همېش خلیل معذرت اوکړو – کال درې نوي کښې ئې د شعرونو دریمه مجموعه خاپونه او خالونه ” شائع شوه .
وخت په وخت د پښتو د عالي ادب د نادرو نسخو په تحقيقي مقالو هغو د اشاعت او خصوصا په دغو نسخو کښې د ځنو وركو او ګمنامو نسخو په انکشاف او اشاعت چې د پښتو ادبي تاريخ د سلسلې تاريخ سازې کارنامې دي خصوصا د دیوان بیدل دیوان سعید، دیوان حسین دیوان قنبر علي خان د خوشحال خان خټک اخلاق نامه د افضل خان ختک بازنامه د اشرف خان هجري د فارسي اشعارو دیوان او ځنو نورو هغو قلمي نسخو لکه د صاحبزا محمدي د مستغاث ” په نامه منظومه مجموعه او طلب شاه دیوان ، چی دا وروستي دواړه نسخې لا چاپ شوې نه دي، په انکشاف که همېش خلیل صیب ته دپښتو ادب كولمبس ووئيلی شي نو مبالغه به نه وي .ياده دې وي چې مستغاث بيا وروستو د حنيف خليل د مقدمې او ادبي زيار سره پښتو اکيډمۍ کويټه چاپ کړو– وروستۍ شعري مجموعه يې د سوغات په نوم اوس اوس چاپ شوې ده– په همعصرو شخصياتو مقالې يې شير احمد خليل او په خوشحالياتو خورې مقالې يې جوهر خليل په کال دوه زره درې ويشتم کښې چاپ کړې–دغسې په هميش خليل ژوند او ګارونو هم د شير احمد خليل جوهر خليل حنيف خليل ګوهر رحمان راز او جاويد اقبال خټک بيل بيل کتابونه هم چاپ دي چې وروستۍ يې د دوکتورا مقاله ده–
0