The great religion is humanity? 0

لوی مذهب انسانيّت دے؟

“هیومن ازم” (انسانیّت) د خپل عمومي مفهوم پۀ اساس یوه ساده شان خبره ده ، مذهبي خلق ئې هم تائید کوي او هم دا وجه ده چې بعضې خلق “هیومن ازم” د اسلامي لارښوونو سره پۀ تړلو مطالعه کوي.
مګر د “هیومن ازم” انساني فلسفه د یؤ مدغم نظام پۀ توګه د “خود کوزہ……. و خود کوزہ گر……. و خود گِل کوزہ” پۀ مصداق ، د اسلامي تعلیماتو قائم مقام نۀ شي کېدلې . ماته پکښې د “زِيَادَةُ مَنْطِقٍ عَلَى عَقْلٍ خُدْعَةٌ” څهره ښکاري ځکه چې پۀ “هیومن ازم” د ملحدینو فلسفیانو لکه د ژاں پال سارتر د وجودیدیت (existentialism) عمیق او ژور اثرات ښکاري.
د مثال پۀ توګه لاندې پينځه نکتې د دې نظام د پاره لا ینفک و لازمي برخه ده ، کوم چې د اکسفورډ پوهنتون پرېس څخه خپور شوي د “سټیفن لا” د کتاب “Humanism” څخه پخپلو ټکو کښې وړاندې کېږي.
1- د هیومنسټ پۀ نزد “ساینس” او دلایل (Reason) دوه داسې پریکړه کونکي معیارونه دي چې له مخې یې باید د ژوند ټول اړخونه وڅیړل شي.
(دې نکتې سره د څۀ تعصب نه پرته د ما تحتُ الفطرت قانون لاندې اتفاق کېدے شي)
2- هیومنسټ حضرات به دهریه (Atheists) یا کم از کم د خداے پۀ حقله د “لا ادریّت” پۀ تصور باور لري.
(د یؤ مسلمان موحد د پاره دې سره شدید اختلاف لرل ضروري دي ځکه چې دوئ د خداے پۀ حقله متشکک (sceptical) دي ، دغسې دوئ د نورو ما فوقَ الفطرت مخلوقاتو پۀ شتون هم باور نۀ لري اؤ یا د تشکیک ښکار دي.)
3- هیومنسټ به د اخلاقي ارزښتونو پۀ اهمیت باندې قانع وي .
(دې سره هم اتفاق کېدے شي مګر دا خبره هم د دې نفي کوي چې د كتاب و سنت نه بغیر به د اخلاقیاتو شتون ممکن وي؟ اؤ یا معیار به ئې څۀ وي ؟)
4- دا د هیومنسټو خلقو مسئولیّت دے چې د اخلاقیاتو تعین اوکړي پۀ ځائ د دې چې دا مسئولیت خداے ته ورکړي.
(دې سره هم د “كان خلقه القرآن” اؤ یا (إنما بُعثت لأتمم مكارم الأخلاق پۀ بنیاد شدید اختلاف پکار دے)
5- زمونږ ژوند د خداے د مداخلت نه بغېر هم با معنیٰ لرونکے کېدې شي د مثال په توګه د پابلو پکاسو (Pablo Picasso) اؤ آئن سټاين (Einstein) کۀ خداے ئې منو اؤ که نۀ خو ژوندونه ئې له معنو څخه ډک وو.
(The 500 Most Influential Muslims
سره به څۀ کوو چې پکښې د ۵۰۰ اغېزمن مسلمانانو تذکره ده او دغسې نور مسلمانان د تاريخ په صفحو کښې شته
مع ذالک کۀ د “لوئ مذهب انسانیّت دے” شاته دغه عناصرِ خمسة وي نو خبره د تاوان ده.
خیام یوسفزے
د خپل کتاب ’’فنار’’ نه ماخوذ – چاپ کال / ۲۰۲۲ز

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ