The Palestinian conflict in light of historical/political/cultural realities! 0

د فلسطين لانجه تاريخي/ سیاسي/ کلتوري حقيقتونو په رڼا کښې!

دليک دا ړومبی برخه دوه کاله وړاندې ما په اسرائ يل د حماس د بريد په سبا له کړې وه.
پاتي نور ليک څلور کاله وړاندې مې کړې وو چې د فل سطين د لانجی د تاريخي ، سياسي ، مذهبي اړخونو جاج پکښی اخيستل شوې وو.
نن چې د غ ز ا سره څه اوشو دا اټکل مونږ په سباته کړې وو خو د بده مرغه د ځنې پښتنو په ذهنونو په هره حواله دومره انتها خوښي ده چې په وخت د عقل خبره منلو ته هيڅوک غوږ نه ګدي.
د دې بيخي ملاتړ کوؤ چې د فلس طين اولس مظلوم دې پخپله خاوره ئې د خپل ژوند او آزاد هېواد حق دې دغه راز پدې کښی هم شک نشته چې د اسر ائيل سټېټ ېو نسل پرست / فاشسټ هېواد دی خو بېا هم دا لانجه دومره ساده نه ده لکه څنګ چې ورته دلته ځنې د اسلام/ تاريخ/ سیاست ناخبره جذباتي خلک ګوري ېا زمونږ په ليک نه رسي نو د خپل جهالت له کبله ورته بل رنګ ورکړي.
که څوک غواړې چی د دې شخړې په هر اړخيز حقيقتونو ځان پوهه کړې نو دا ليک خامخا ولولئ ! چې په ډېر څه مو سر خلاص شي.
په نهم اکتوبر 2023 ليک.

نن ما نه ېو کس پوښتنه اوکړه وائل د حم اس بريد ته په څه نظر ګورې ؟ ما وائل څه وخت وړاندې زمونږ سيمو کښې پوځي عمليات به روان وو وسلوالو به د اولسي آبادی او کلو ډز ډوز اوکړو هغوی به ښه روغ رمټ لاړل اولس په مېنځ کښې برمته به وو په نتيجه کښې به لږ وخت پس بېا ټول کلې د تباهي سره مخ وو.
په 2008 کښی ېو ورځ زه د څو مرګرو سره په سيمه کښی ېو جنازې ته روان ووم دې کښی لږه فاصله کښی د ايف سي په ېو قافله د ریموټ کنټرول بمي بريد اوشو دوه کسان د ايف سي پښتانه ځوانان مړه او څو ژوبل شو د بريد پس مونږ د مړو ژوبلو پورته کولو لپاره ورروان شو خو لږ وخت پس په ټوله سيمه د هر لوری نه توپ خانه چالو شوه مونږ په لاره کښی ګېر شو د ددغه ېو بمي بريد پس شپږ ګهنټې مسلسل د سیمې ټول کلي او بازار په توپونو ويشتل شو. د ماښام اذان سر چې کله ډز بند شو تر ناوخته مو چې مالومات اوکړو نو ديارلس عام اولسي پښتانه په کلي کښی وژل شوي وو تر شپېته پورې ژوبل وو ټوله شپه ګرز بندېز هم وو کم ژوبل چا روغتون ته هم نشو وړلې کله چې کور ته رالم نو زمونږ کور هم په توپونو ويشتل شوې وو ېو رور او درې زنانه ژوبل وې.

د فلسطين د شخړې په اړه زمونږ پښتانه د خپل مذهبي عقيدت په اساس ډېر جذباتي وي دا لانجه په تاريخي توګه د مذهبي سره سياسي سیمه ايز او نړۍ وال اړخونه هم لري.
دغه خاوره په نړۍ کښی هغه ېواځينی خاوره ده چې بلها ، مذهبي/ کلتوري/ او نسلي تنوع مرکز پاتي شوې.
نن مې ډېر پښتانه اورېدل چې د حم اس په په بريدونو خوشاله دي خو بل اړخ ته چې ددغه بريدونو پس د فلسطين عام اولس د اسرائيلو د کم تباه کوونکي بريدونو سره په اولسی کچه به مخ کيږي ددې احساس هرڅوک نشي کولې . مونږ جنګ ځپلي پدې ډېر پوهېږو چې جګړې او تشدد د عام اولس لپاره څومره تباهي راوړي ؟

څلور کاله وړاندې ليک.
ظلم چې په هر ځائې کښې وي نو د غندنې دې په فلسط ین کښې چې څه اوس روان دي کم زور زېاتې دې دا کم ناڅاپي اتفاقيات نه دي ددې شخړې شاته په زرګونو کاله تاريخ او د تېر سل کاله د اهل فلس طين/ عربو/ عامو مسلمانانو بلها سیاسي تیروتنې پرتې دي. ځکه چې بیت المقدس په نړۍ کښې هغه ېواځېنې ځائې دې چې د درې آسماني الهامي دينونه مننونکي د ملکيت او خپل مذهبي تقدس دعوی کوي او زرګونه کاله دغه ځائې کله ېو او کله بل نيولې چې کله د چا زور راغلې نو دغه ځائې ته ئې ځان رسولې . په نړۍ کښې د مسلمانانو چې څومره هم ټولنيزې ستونزې او شخړې دي نو پکار ده چې پدې باندې خلک د تاريخي حقيقتونو او هغه کوتاهو په بنسټ په تنقيدي نظر سره ځان پوهه کړي چې دا هرڅه په ېو ورځ کښې نه دي او نه په ېو دم په جذباتي شعارونو او ښېرو ددې حل رؤځي ، دا ځمکني حقيقتونه دي او ځمکني حقيقتونه به هم په هغه ځمکه حل کول وي په کم ځائې کښې چې پېښ وي .
ننې ټوله موجوده ودانه نړۍ د سامراج ويشل شوې امت مسلمه تش ېو خيالي سراب پاتي دې هيڅ ېو مسلمان هېواد د بل مسلمان سره مرسته نشي کولې ځکه ټوله اسلامی نړی د امريکا بالواسطه او بلاواسطه مستعمره ده.
د نړې په سر ‌هر مذهب پخپل وخت کښې د امن او انسانيت خواخوږي خوره کړې خو څه وخت پس د مذهب مننونکو د خلکو د وينو توېولو لپاره بډې راوالي وي ،هم دغه راز په بېت المقدس کښې هم د کم پېغمبر په وخت کښې هم وينه نه ده توي کړې شوې بلکې روستو دغه عمل خلکو ترسره کړې.
حضرت ابراهيم ع چې کله څه دوه زره قبل از مسيح زمانه کښې د عراق نه شام ته کډه ېوچړه نو ېو ځوئي حضرت اسماعيل ئې په مکه کښې دېره کړو او بل ځوئي حضرت اسحاق ئې په فلسطين کښې دېره کړو د حضرت اسحاق ځوئي ېعقوب ع وو چې لقب ئې په قرآن کښې ، اسرائيل ،ېاد شوې اسرائيل عبراني تورې دې معنی ئې ده د خدائې بنده.
ېهود هم د ېعقوب ع په نسل کښې دي روستو د موسی ع نه پس په ،ېهودو سره ېاد شوي د بېت المقدس جومات هم د بني اسرائيلو پېغمبر حضرت داؤد ع او دهغه ځوئي سلېمان ع په زر قبل از مسيح کښې جوړ کړې وو حضرت داؤد ع څه دري دېرش کاله او حضرت سلېمان څه څلوېښت کاله باچاهي کړې وه د دوانړو، پاېه تخت ،او پلازمېنه ،هم ېروشلم وو د بېت المقدس سره نزدې ېوه بله د غر ،ټوپنې ، قبة الصخره ، عبد الملک ابن مروان د ېو ښکلي منارۍ په څېر جوړه کړې ېهود دغه ټوپنې هم ورانول غواړي او هم دغه ځائې کښې د ټولو ډېرو پېغمبرانو مقدس ځائې هم دې چې په ،هېکل سلېماني ،ېادیږي خو مولانا سېف الرحمن سیوهاري وائي چې هېکل کمه ځانګړې ودانۍ نه وه بلکې هم د بېت المقدس وداني هېکل سلېماني ده خو ېهود دغه خبره نه مني او هغوئې وائي چې په هېکل سلېماني کښې ،تابوت سکينه ،خخ کړې شوې چې د جومات وداني هغې پدغه هېکل جوړه ګنړي خو په تاريخي توګه دا خبره د ېهودو کمزورې ده .
د اوسني ېهودي سټېټ هڅه داده چې د بېت المقدس تاريخي مذهبي ارزښت د مسلمانانو د ېرې ختم کړي او دغه هېکل بېا خپله نړې والا قبله اوګرځوي. حضرت موسی ع هم د بېت المقدس په خؤا کښې خخ دې او نور ډېر ستر پېغمبران هم ځکه فلسطين ته د پېغمبرانو ځمکه وائل شي.
عيساېان هم ېروشلم ته مذهبي عقيدت لري خو خپل زور ئې تل د مسلمانانو په ضد د ېهودو په مرسته کښې کارولې نن هم د عيساېانو کرکې ددې شخړې شاته د ېهودو سره د ډاډ او مرستې په توګه دي ‌ نصاری وائي چې زمونږ پېغمبر حضرت عیسی هم د ېروشلم په خؤا کښې په ،رام الله ، کښې څه دوه زره کاله پخوا زیږېدلې وو او دهغې په عقيده هم دغلته ېهودو ،مصلوب ،په سولې کړې وو او بېا ژوندې کړې شوې او آسمان ته جګ کړې شوې.
مسلمانان دا دعوی لري چې اسلام د ټولو الهامي دینونو وراث دې محمد ص هم د حضرت ابراهيم په زاؤزاد کښې دې پېغمبر ع په شپه د معراج ټولو پېغمبرانو ته دلته امامت کړې هم د بېت المقدس د جومات نه معراج ته تلې هم دغه راز په مکه کښې او د هجرت نه شپاړس میاشتې پس هم د مسلمانانو ړومبې قبله پاتي شوې د عمر فاروق په زمانه 15ھجرې کښې فلس طین مسلمانانو د عيساېانو نه اونيولو او د هغه وخت د ، ايلېا ، ښار ګوټي د نيولو پرته د وينې توېولو لپاره عمر فاروق پخپله بېت المقدس ته رالې او د ېو تړون لاندې مسلمانانو ته پغېر د جنګ جګړې اوسپارل شو شائد چې دا په تاریخ کښې ړومبې ځل وو چې د بېت المقدس نيول پغېر د وينې بهېدو اوشو.

څه وخت پس عيساېانو بېت المقدس بېا اونيولو په دولسمه عيسوي پېړۍ کښې د صليبي جګړې په وخت صلاح الدين ايوبي په 1187کښې اونيولو خو څه وخت پس ېو ځل بېا بېت المقدس د مسیحېانو لاس ته ورغلې په شپاړسمه عيسوي پېړۍ کښې عثماني باچا سلطان سليم اول 1516 په وخت کښې ېروشلم اونيول شو او د 1917پورې فلسطين د سلطنت عثمانیه لاندې وو کله چې سلطنت عثمانیه مات شو نو فلسط ين پيرنګېانو اونيولو او په ړومبي ځل هغوئې د ېهودو سره د ېو پټ تړون لاندې په راتلونکي کښې په فلسط ين کښې د ېو آزاد اسرائيلي رېاست ژمنه اوکړه دغه ژمنه په تاريخ کښې په اعلان ،بالفور ،سره ېادېږي ددغه پریکړې علامت په( دوئم نومبر 1917کښې د برطانيه ئې د باندېنو چارو ېو منشي آرتھر جېمز بالفور هغه خط ګنړل شي چې صېهونېنو ته ئې پکښې دغه ژمنه ورکړې وه )

په 1917 کښې په فلسط ين کښې فقط شپږ پنځوس زره ېهود وو ددغه وخت نه د نړې ټولو ېهودو د خپل رېاست لپاره کار شروع کړو خپلې پېسې ورته وقف کړې د فلسطينېانو نه ئې په پېسو ځمکې اخيستل پېل کړل د هټ لر د وژنو نه پس تر 1947 پورې لس لاکهه ېهود د نړې نه فلسطین ته رالل په 1948کښې اقوام متحده د ېهودي رېاست منلو پرېکړه اعلان کړه په فلسطین کښې عربو جګړه جوړه کړه په شپږ ورځو کښې عربو ماتې اوخوړه ځکه د اردن د اوسني باچا نيکه شاه عبدالله د ېهودو ايجنټ وو او ورسره په لار وو.
ددغه جګړې نه پس اسرائيل خپل مادي قوت ته وده ورکړه ځکه چې د هغې باور وو چې که پوځي ځواک او مادي زور مو نه وي نو دلته نشو ټينګېدې د ټولې نړې نه ېهود رامات شو هر اسرائيلي له پوځي روزنه لازم کړې شوه په 1967کښې بېا عربي هېوادونو د شام پورې جګړه جوړه کړه خو دا ځل ئې په پينځه ورځو کښې د اسرائیلو نه ماتې اوخوړه اسرائلو نوره ځمکه د صحرا ئې سينا او د جولان د غرونو پورې اونيوله دغه وخت کښې په 1968, ېاسر عرفات راپېدا شو الفت ح ګوند ئې جوړ کړو خو د ېاسر عرفات مخ نيوې لپاره ،حماس ، د اسرائيلو په مرسته جوړ کړې شو او فلسطی نېان تراوسه د وېش ښکار کړې شو چې تراوسه لا ورانه ماشوړه ده.
ح ماس د ېاسر عرفات د سیاسي مزاحمت په ځائې وسلواله جګړه پېل کړه چې د هغې پس د شکونو ډک د فلس صين سیاسي مزاحمت د مېنځه ويستل شو.
په 1991,کښې په سپېن مېډرډ کښې ېاسر عرفات اسرائيل رسما اومنلو خو تاؤ تريخوالې بېا هم کم نه شو چې په نتيجه کښې څو کاله پس ېاسر عرفات ته زهر ورکړې شو او اوسنې محمود عباس چې په ابو مآذن ېادیږي د اسرائيلو د ګوډاګي په نامه ېادیږي په څوکې درې کاله کېناستو خو دېارلس کاله اوشو چې اوس هم پغېر د ټاکنو په څوکۍ پسې کلک انښتې او ښه خوشاله دې.
دا هغه حقيقتونه دي چې دا هرڅه شوي په اوس وخت کښې د فلسط ین شخړه په جنګ نه په سېاسي تدبر او حکمت ېو خوا ته کول او د حل لاره ورته جوړول مناسب ده.
د فلسطین ېانو دا اوسنې نسل چې د ، لیلی خالد ،نه تراوسه ښه مړانه کوي خو د وخت او تاريخ جبر لکه د پښتنو پشان د مرې نه ښکېل کړي خو خپلې سهوې او د عربو او عامو مسلمانانو بېخوندې هم د تاريخ برخه دي .
که دا اوسنې نسل په 1917 کښې وې چې کله د سلطنت عثمانیه د سقوط نه پس دا سيمه پيرنګېانو اونيوله او لکه د پښتنو د خاورې دغه ېو رېاست په وړو وړو ټوټو کښې ويشلو او د تل لپاره ئې د ځان متاز کړل اوبېا ئې مشرانو په ېهودو خپلې ځمکې خرڅولې او د باچا خان بابا د وېنا ترمخه د امام مهدي په ډاډ ئې ډډې وهلې وې ، په 1948 او 1967کښې هم دغه عرب اوده وو چې کله لوئي جنګ جوړ شو خو پائله ئې د عربو په ماتې تمامه شوه .
په اوس وخت کښې په اسرائيل کښې څه شپېته لاکهه خالص ېهود اوسي شل لاکهه پکښې عرب او نور خلک دي چې د اسرائيل په رېاست کښې دننه راغلي او ډېر شړل شوي هم دي د عربو په خاوره په درويشت عربي هېوادنو کښې په اوس وخت کښې څه پينځه څلوېښت کروړه عرب مسلمانان اوسي ځان له په اوسني فلسطی ن کښې څه نوي لاکهه عرب اوسي .
د اسرائل خاوره څه دوه ويشت زره مربع کيلومټره ده چې د پښتونخوا د نوو ضلعو نه هم کمه ده د اوسني فلسطی ن سره څه اووه ويشت زره مربع کيلومټره پراخوالې دې .
عبد الله ع ظام به وائل چې که عرب فقط ،تشې ميتېازې ، هم په ېو ځل په ګډه اوکي نو ټول ېهود به پکښې لاهو شي خو دغه عرب نېشنلزم نه د عربيت په عصبيت چرته ېو کېږي او اسلام خو هډو پیژني نه .
د ټولو نه زېاته تباهي په نړې کښې د شلمې پېړۍ د دوېمې لسيزې نه تر اوسه د مسلمانانو د شيعه سني او په اوس وخت کښې د عرب ايران تربګنې کړې چې په ټوله نړۍ کښې هم مسلمانان دغه دوانړو ذليله کړي اسلام ئې د خپلو سېاسي موخو او سېاسي ځبېښاک ښکار کړې مسلمانان ئې په مذهبي جنونيت او تندروه فکرونو کښې پخپلو وسيلو ښکېل کړي او هم دعه تربګنې د مسلمانانو نه په فلسطین عراق شام ليبېا ېمن او لبنان کښې هم حېا اخيستې کله هم دغه عربو او شيعه ګانو په ګډه د فلسطينېانو غم نه دې خوړلې دغه راز د اردن د شاه حسېن په وخت کښې په 1968 کښې زمونږ مرد مؤمن مرد حق هم په زرګونو فلسطینېان د اردن په کېمپونو کښې په توپونو الوځولي وو. د ولي خان خبره وائل اسامه ډېر ښه مجاهد دې خو پکار ده چې دا جهاد ئې په ېهودو کړې وې مونږ پښتنو به ئې هم مرسته کړې وې خو چرته چې جهاد پکار وو هلته څوک نه ځي او چرته چې جهاد ته ضرورت نشته هلته خلک نه قلارېږي . د فلسطين دننه خلک پخپل مېنځ کښې شل ډلې دي خپلې خپلې سيمې نيولي او کم شريکه تګ لاره جديد وسلې منظم پوځ او اقتصادي پرمختګ او توان نشته بل اړخ ته اسرائيل د نړې دري څلوېښتم اقتصادي او پوځي قوت دې د تعليم کچه پکښې 97فيصده ده د هرکس کليز ګټه څلوېښت زره ډالر ده پوځ ئې د نړې لسم غوره ځواک دې د نړې په پينځه سوه غوره پوهنتونونو کښې اووه پوهنتونونه د اسرائيل دي د نړې د ټولو نه زېاتې سائنسي مقالې په اسرائيل کښې چاپ کېږي په نړې کښې د ټولو نه زېات د نمر بجلي اسرائيل پېدا کوي دژوند ژواک نړې وال تمدن پکښې دې رېاست هر وګړي ته د ژوند اساسي اسانتیاوې ښې پراخه ورکوي .
په اوسنې نړې کښې مادي طاقت او قوت د ايماني طاقت سره لازم دې ځکه چې دغه د پېغمبر سنت دې چې د وخت هرډول وسيله ئې د تدبير په درجه کښې کارولې وه خو د نن زمانې مسلمان لکه د ډېرو د امام مهدي په انتظار ناست دي او د هر مانځه نه پس دا ښېرې کوي چې خداېه د کاپرو په توپونو کښې چينجې اوکړې هم دغه د مادي طاقت زور دې چې نن صرف په عربو کښې پينځه څلوېښت کروړه خلک د شپېته لاکهه خلکو د جواب نه دي امت مسلمه تش دعاګانې او ښېرې ښه په ايماندارۍکولې شي نور تې د موسی ع ډله جوړه ده چې د عمالقو د جواب نه وو مونږ مسلمانان ېو امت ېادوو خو دا تش په نامه امت پاتي دې اوس وخت کښې دغه د ېو امت د وحدت حقيقي تصور ېهود او نصاراؤ غوره کړې مسلمانان دې ددغه خلکو نه لږ عبرت واخلي .
د فلسطين د شخړې حل او د هغې د خلاصي لار په اوسني وخت کښې په جنګ او زور ناممکن دې هم دغه راز د فلسطينېانو سره نه ايران نه عرب او نه زمونږ غازېان کمه مرسته کولې شي اسرائيل خپل د هېواد پولې په جديد سائنسي دفاعي نظام دومره سمبال کړي چې ېو کس هم ورته نزدې نشي ورتلې د حماس راکټې د اسرائيل وړاندې هيڅ کم ګواښ نه دې فلسطینېان که ځان خلاصوي نو ړومبې به خپل مېنځني اختلاف اوباسي دوئم سېاسي مبارزې له به زور ورکوي او په نړې کښې به د ځان سره زورور په لار کوي چې په تېر لنډ وخت کښې ئې په انډونيزيا کښې د ،ختيځ تېمور ، رېاست په ډېره آسانه جوړېدل ېو څرګنده مثال دې اسرائيل او عرب زياتره د ېو بل سره جوړ او ېاران دي خو غرک پکښې فلسطينېان دي.

5000 قبل از مسیح: ماہرینِ آثارِ قدیمه ترمخه اووه زره کاله پخوا هم په ېروشلم کښې د انساني آبادې اثار موندل شوي ۔
1000 قبل از مسیح: حضرت داؤد ېروشلم فتح کړې وو او خپله پلازمېنه ئې جوړه کړې وه.
960 قبل از مسیح: حضرت داؤد کے بیٹے پیغمبر حضرت سلیمان هېکل سلېماني جوړ کړې وو.
589 قبل از مسیح: دا ښار اونيولو او ېهود ئې ترې اوشړل.

539 قبل از مسیح: ہخامنشی حکمران سائرس ېروشلم اونيولو او ېهود ئې راستانه کړل۔
30 عیسوي کښې رومی پوځونو حضرت عيسی د نيولو او مصلوب کولو هڅه اوکړه.
638ع کښې مسلمانوں د عمر فاروق په زمانه کښې دغه ښار اونيولو.
691 ع کښې اموي واکمن عبدالملک قبۃ الصخرا ( Dome of the Rock ) جوړه کړه.
1099ع کښې مسیحیي صلیبېانو ښار ېو ځل بېا اونيولو.
1187 ع کښې صلاح الدین ایوبي صلیبېانو له ماتې ورکړه او ښار ئې اونيولو.
1229 ع فریډرک دوئم پغېر د جنګ نه ېروشلم اونيولو.
1244: دوبارہ مسلمانوں کا قبضہ
1517 ع کښې سلطان سلیم اول ېروشلم د سلطنت عثمانیه برخه کړو.ن
1917 ع کښې پيرنګېانو جنرل ایلن بی عثمانېانو له ماتې ورکړه او ښار ئې اونيولو.
1947 ع د بېن الملل د پرېکړې ترمخه ېروشلم د ېهودو او مسلمانانو ترمېنځ ويشو.
1948 ع کښې د اسرائيلو د رېاست په اعلان دغه ښار د اردن او اسرائيلو ترمېنځ ويشلو.
1967 ع کښې عرب اسرائيل جګړې په نتيجه کښې د ېروشلم دوانړه برخې اسرائيل اونيولې.
مولانا خانزېب…

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ